Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د کعبې شریفې تاریخ (پنځمه برخه)
متفرقه چهارشنبه _4 _دسمبر _2024AH 4-12-2024AD

د کعبې شریفې تاریخ (پنځمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شعیب احمد "غزنوي"
د کعبې شریفې تاریخ (پنځمه برخه)
د کعبې شریفې «آغاګان» او خادمان
له اوږدې مودې راهیسې، د خصي کولو او د خصیو د ایستلو عمل، له اسلام څخه مخکې په ځینو کلتورونو او دینونو کې رواج درلود. د قطفور، د مصر عزیز، سید یوسف علیه السلام، او اوریګانوس په څېر خلکو دا حالت تجربه کړی و.
حضرت معاویه بن ابی‌سفیان رضی الله عنه د لومړي ځل لپاره په کعبه کې د خدمت لپاره آزاد شوي غلامان وګومارل. خو د ځینو تاریخ‌لیکونکو د قول خلاف، دغه غلامان خصي نه وو. یزید بن معاویه لومړنی کس ګڼل کیږي چې په خپله ټولنه کې یې د خصي کولو کلتور رواج کړ. دغو کسانو ته یې د “طواشي“ یا “آغا“ لقبونه ورکړل.
د “آغا“ کلمه، چې د غیر عربي ریښې څخه اخیستل شوې ده، د شتمن او مخور سړي په معنی ده. دا خلک په شاهي دربارونو کې د “حرم آغاګانو“ او “د جومات طواشي“ په نومونو یادېدل.
امام بخاري رحمه الله په “کتاب النکاح“ کې له عبدالله بن مسعود رضي الله عنه څخه روایت کړی دی:
په یوه جهادي سفر کې له رسول الله صلی الله علیه وسلم او د هغه له اصحابو سره وو. صحابه کرامو د میرمنو په غیاب کې د خپلو ځانونو د خصي کولو وړاندیز وکړ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم دا کار رد کړ او خوښ یې نه کړ.
قرطبي په دې ټینګار کړی دی چې د څارویو خصي کول روا نه دي، مګر که د کوم خاص مقصد لپاره وي، لکه د غوښې د کیفیت ښه والي یا د حیوان لپاره د زیان مخنیوی.
محمد طاهر کردي په “التاریخ القویم“ کې یادونه کړې ده چې په ۵۵۷ هجري قمري کال کې آغاګان په لومړي ځل په مسجد الحرام کې استخدام شول. تر دې وړاندې، آغاګان په مسجد نبوي کې خدمت کاوه. د دوی د ګمارنې لپاره ځانګړي شرطونه وضع شوي وو، لکه د قرآن کریم حفظ، د فقهې علومو سره بلدتیا، دیني زده کړې، خصي توب، او اووه کاله پرله‌پسې په حرم کې حاضرېدل.
دوی د آغاګانو د شیخ لخوا ټاکل کېدل او د سعودي تابعیت ورکول کېده. په ۱۳۹۹ هجري قمري کال کې د آغاګانو استخدام ودرول شو او د سعودي حکومت د هغوی درناوی او ستاینه وکړه. په دې وروستیو کې، دوی ته یوه خیریه موسسه جوړه شوې ده، او دوی اوس هم په حرم کې ۴۲ بېلابېلې دندې ترسره کوي. په دې دندو کې د مطاف پاکول، د طواف پر مهال د ښځو او نارینه وو جلا کول، د حرم د خطیب خدمت کول، او نور شامل دي. دوی ځانګړی یونیفورم اغوندي.
حجر الاسود (تور ډبره – د جنت ټوټه)
حجر الاسود هغه ډبره ده چې د کعبې په ختیځه ستنه کې نصب شوې ده. له همدې ځایه د بیت الله شاوخوا طواف پیلیږي. دا ډبره په حرم کې د الله تعالی له ښکاره آیاتو څخه ګڼل کیږي.
په روایت کې راغلي چې دا ډبره په اصل کې تر شیدو هم سپینه وه، خو د بندګانو د ګناهونو له امله توره شوه. دا ډبره د مطاف له سطحې څخه شاوخوا یو نیم متر لوړه ده او اته کوچنۍ ټوټې لري. د دې ټوټو تر ټولو لویه یې د خرما د دانې په اندازه ده، او ټولې ټوټې د سپینو زرو په یوه ځانګړي چوکاټ کې ایښودل شوې دي.
د حجرالاسود هغه برخه چې ښکاره ده، توره ده؛ خو پاتې برخې چې د کعبې دننه دي، سپینې دي. محمد بن نافع خزاعي وایي، هغه مهال چې قرمطیان دغه ډبره له خپل ځایه راویسته، ده ولیدله چې د ډبرې سر تور، خو پاتې برخه سپینه وه، او اوږدوالی یې شاوخوا نیم متر و.
د حجرالاسود د بریدونو تاریخ
حجرالاسود څو ځله د بریدونو هدف ګرځېدلې ده. د دې پېښو له جملې څخه یوه مشهوره پېښه هغه ده چې په ۳۱۷ هجري قمري کال کې د قرمطیانو لخوا وشوه. هغوی حجرالاسود له خپل ځایه را وایستله او الاحساء سیمې ته یې انتقال کړه. دغه ډبره ۲۲ کاله د دوی په قبضه کې وه، تر هغه چې په ۳۳۹ هجري کال کې بیرته مکې مکرمې ته راوګرځول شوه.
پر دې سپېڅلې ډبرې وروستی برید په ۱۳۵۱ هجري لمریز کال کې د پاچا عبدالعزیز د واکمنۍ پر مهال وشو. یو کس د حجرالاسود یوه ټوټه جلا کړه او د کعبې د پوښ یوه برخه یې پرې کړه. وروسته نوموړی نیول شو او د دې کړنې په تور اعدام شو.
د نوم په اړه تېروتنه
ځینې خلک حجرالاسود ته “حجر اسعد“ وايي، خو دا تېروتنه ده. صحیح نوم هغه دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم غوره کړی وي، ځکه چې د هغه خبرې او اعمال د هوا او هوس پر بنسټ نه دي.
د حجرالاسود معجزه
د حجرالاسود یوه معجزه دا ده چې الله تعالی دغه ډبره د مشرکانو له عبادت څخه ساتلې ده. دا مبارکه ډبره به د قیامت په ورځ د هغو کسانو لپاره شاهدي ورکوي چې په حقه یې لاس پرې لګولی وي.
ابن عباس رضی الله عنهما روایت کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«حجرالاسود به د قیامت په ورځ د دوو سترګو او یوې ژبې سره راشي. هغه به خبرې کوي او د هغو کسانو لپاره شاهدي ورکوي چې په حقه یې استلام کړې وي.»
نو دا ډبره د جنت یوه ټوټه ده، او د مومنانو لپاره د هغې ښکلول یا مسح کول د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سنتو څخه دي. په داسې حال کې چې ډبره پخپله د هیڅ ګټې یا زیان څښتنه نه ده. کله چې ګڼه ګوڼه وي، یوازې ورته اشاره کول او «الله اکبر» ویل کافي دي، او د مسلمانانو تکلیفولو ته اړتیا نشته.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د حجرالاسود او یماني ستنې په اړه فرمایلي دي:
«په حقیقت کې په دوی لاس وهل ګناهونه له منځه وړي.»
د ښځو لپاره د استلام حکم
امام نووي رحمه الله د ښځو لخوا د حجرالاسود د ښکلولو په اړه وايي:
د ښځو لپاره مناسبه نه ده چې حجرالاسود ښکل کړي یا یې استلام وکړي، پرته له دې چې د شپې په یوازیتوب کې وي، ځکه چې په دې کار کې د نارینه وو او ښځو د ګډوډۍ او ضرر امکان شته.
روایت دی چې حضرت عایشه رضی الله عنها د شپې لخوا، له نارینه وو لرې، طواف کاوه. یوه ورځ یوې ښځې ورته وویل: «ای د مؤمنانو مورې، راځه چې حجرالاسود ته لاړو او استلام یې کړو.»
حضرت عایشه رضی الله عنها هغې ښځې ته وویل: «ته یوازې لاړه شه.» هغې د ښځو او نارینه وو د اختلاط مخنیوي لپاره د حجرالاسود د استلام پر مهال د خپلې ملتیا څخه ډډه وکړه. نور ډېر احادیث هم شته چې د حجرالاسود د استلام پر مهال د نارینه وو او ښځو له ګډېدلو څخه منع کوي.
نو د یوې مسلمانې خور لپاره چې د خپل ژوندي او ابدي پروردګار کور ته راغلې او د هغه د رضا په لټه کې ده، مناسبه نه ده چې د یو سنت د ترلاسه کولو لپاره د ناروا او منکراتو او له نارینه وو سره د اختلاط مرتکبه شي. په داسې حال کې چې د حجرالاسود ښکلول او استلام (لمس کول) د حج یا عمرې له شرطونو څخه نه دي، بلکې یوازې سنت عمل دی.
یماني ستن یا رکن
یماني ستن د کعبې په جنوب لویدیځ کې موقعیت لري. دا ځکه چې د یمن په لوري قرار لري، نو همدې ته په پام سره یې دا نوم ترلاسه کړی دی. د یماني ستنې لمس کول (له ښکلولو پرته) سنت دي، او که یې لمس کول ممکن نه وي، نو له اشارې او تکبیر پرته دې ترې تېر شي.
رسول الله صلی الله علیه وسلم د یماني ستنې او حجرالاسود د فضیلت په اړه فرمایلي دي:
«بې شکه په دوی لاس وهل ګناهونه له منځه وړي.»
رسول الله صلی الله علیه وسلم به یماني ستنه په خپل مبارک لاس مسح کوله، او که ګڼه ګوڼه نه وه، نو به یې په هر دور طواف کې مسح کول. دا هغه څه دي چې ډېری خلک یې په اړه غفلت کوي.
Previous Articleد سیکولریزم تاریخ او موخې (لومړۍ برخه)
Next Article د “شریعت مقاصدو” علم ته یوه کتنه (لسمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (لومړۍ برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD
نور یی ولوله
Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دوه دېرشمه برخه)

یکشنبه _6 _جولای _2025AH 6-7-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله  دوه دېرشمه برخه د…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اووه‌ویشتمه برخه)

یکشنبه _6 _جولای _2025AH 6-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول  اووه‌ویشتمه برخه…

نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (شپږویشتمه برخه)

یکشنبه _6 _جولای _2025AH 6-7-2025AD0 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک شپږویشتمه برخه د کمال او…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (نهمه برخه)

یکشنبه _6 _جولای _2025AH 6-7-2025AD1 Views

لیکوال: م. فراهي توجګي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه نهمه برخه د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دوه دېرشمه برخه)

یکشنبه _6 _جولای _2025AH 6-7-2025AD

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (اووه‌ویشتمه برخه)

یکشنبه _6 _جولای _2025AH 6-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.