لیکوال: عبیدالله نیمروزي
د افغانستان فیلسوف؛ سید جمالالدین افغان رحمه الله
دوه دېرشمه برخه
د مصر اقتصادي بحران او د ملت ویښتیا
مصر د شاه اسماعیل د سلطنت په زمانه کې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ و. شاه اسماعیل د هېواد د ابادۍ او بیارغونې په برخه کې پراخ پروګرامونه پیل کړي وو او د دغو پروژو د مالي منابعو د برابرولو لپاره یې له اروپایي هېوادونو، په ځانګړي ډول له انګلستان څخه لوی پورونه واخیستل. دا پورونه له ۱۲۸۱ څخه تر ۱۲۹۲ هجري/ ۱۸۶۴–۱۸۷۵ میلادي کلونو پورې، نږدې پنځهنوي (۹۵) میلیونه لیرو ته ورسیدل. په عین حال کې شاه اسماعیل د بهرنیانو په ګټه له ګڼو ملي حقونو څخه تېر شو. دا چاره ددې لامل شوه چې بهرنیان د مصر په کورنیو چارو کې لاس وهنه وکړي او ورو ورو خپل نفوذ زیات کړي.
بل لور ته د مصر حکومت پر خلکو درانه مالیات وضع کړل.
سید جمالالدین افغان او د خلکو د ویښتیا هڅه
په همدې وخت کې سید جمالالدین افغان له خپلو شاګردانو سره یوځای د استعماري سیاستونو پر وړاندې مبارزه پیل کړه او خلکو ته یې د بهرنیانو د لاسوهنو او سلطې ناوړه پایلې بیانولې. په همدې لړ کې سلیم عنحوري د سید جمالالدین له خولې داسې نقل کوي: «د مصر عام خلک سید جمالالدین ته ورنږدې شول او هغه به یې په دې ډول پوهول: “ای د مصر خلکو! تاسو د غلامۍ او استبداد په فضا کې روزل شوي یاست، پېړۍ پېړۍ مو د ظالمو پادشاهانو او بېرحمو فاتحانو تر واک لاندې ژوند کړی دی. تاسۍ د اعتراض پر ځای زغم غوره کړی او درانه بارونه مو پر اوږو وړې دي؛ خو که ستاسو په رګونو کې د ژوند وینه چلېږي، که ستاسو په دماغو کې غیرت او زړورتیا پاتې وي، نو باید پورته شئ او له دې سپکاوي او ذلت څخه ځانونه خلاص کړئ!”»
ویښتیا ته رابلل او د ظلم پر وړاندې قیام
سید جمالالدین به خپلو خبرو ته دوام ورکاوه او ویل به یې: «د مصر تاریخي آثارو ته وګورئ، اهرامونو او د منفیس بتخانو ته وګورئ چې ستاسو د نیکونو د عزت او مېړانې نښې دي. تاسې باید د هغوی په څېر اوسئ؛ که څه هم نشئ کولای چې د هغوی په شان عمل وکړئ، لږ تر لږه د عزت او زړورتیا روح باید په ځان کې راویښ کړئ، د غفلت دوړې له ځان څخه وڅنډئ او د نورو ملتونو په څېر یو آزاد ژوند وکړئ، یا آزاد اوسئ، یا د خپلواکۍ لپاره خپل سرونه قربان کړئ او د شهادت مقام ته ورسېږئ.» [۱]
د عرابي انقلاب لمبې
له دغو خبرو وروسته په ټول مصر کې زړونه په جوش راغلل او ملت د خپل استبدادي حکومت په اړه په جدي ډول شکمن شو. خلکو په هسکه غاړه د هغو کسانو خبرو ته غوږ نیوه چې د مصر د ټولنیز او سیاسي شعور د راویښولو لپاره یې هلې ځلې کولې. له همدې وخته د عرابي انقلاب لومړۍ لمبې راپورته شوې او د اصلاحغوښتونکو حرکتونو بهیر پیل شو.
په مصر کې د آزادۍ او ملي یووالي لټون؛ د ختیځ د حکیم افکار
د ختیځ حکیم په دې باور و چې د مصر ملت هغه وخت ویښتیا او ملي یووالي ته رسېدلی شي کله چې ملي ګوندونه رامنځته شي او فعالیت پیل کړي. د هغه په اند یوازې ګوندونه کولی شي چې د ټولنې بېلابېل قشرونه پر یوه محور سره راټول کړي، د دې خاورې اولادونه سره یو موټی او متحد کړي او هغوی د ورورولۍ، اتحاد، یووالي، همکارۍ او د شعور د ویښتیا پر لور رهبري کړي.
دا کار ددې لامل ګرځي چې د مصر خلک له سرلوړۍ، عزت او درناوۍ څخه ډک ژوند ولري او د ټولنې د خیر او مصلحت په لار کې کار او مبارزه وکړي. د دې ملت وګړي باید خپل مسئولیتونه وپېژني، د ادا کولو لپاره یې هڅې وکړي، د مظلوم مرسته وکړي او خپل حقونه تر لاسه کړي.
له مأسونیت سره تړاو او له هغې د وتلو لاملونه
د سید جمال الدین له راتګ وړاندې په مصر کې هېڅ سیاسي ګوند نه و رامنځته شوی، هغه وخت سید جمالالدین د اسکاټلنډي مأسوني غورځنګ غړی شو. سید باور درلود چې د دې غورځنګ غړي کولی شي د مصر له ولس سره د ظلم پر وړاندې په مبارزه کې مرسته وکړي. خو ډېر ژر د مأسونیت غړو ورته وویل چې دا خوځښت په سیاسي چارو کې مداخله نه کوي، ځکه ویره لري چې حکومت به یې پر فعالیتونو بندیز ولګوي.
سید جمالالدین دا توجیه ونه منله او ویې ویل: « که چېرې مأسونیت د سیاست په هغه ډګر کې چرته چې آزاد انسانان ونډه لري مداخله و نه کړي نو هېڅکله به ونه شي کولای چې د آزادۍ، ورورولۍ او برابری د ماڼۍ په جوړولو کې کوم رول ولوبوي.» [۲]
د مأسونیت اصلي ماهیت او پر هغې نیوکه
سید جمالالدین افغان خپلو خبرو ته دوام ورکړ: «زه د آزادۍ، برابری او ورورولۍ له شعارونو او د هغوی د پلویانو پر موخو خوشاله شوم؛ ځکه داسې ښکاريده چې مأسونیت غواړي د استبداد د کلاګانو لمنه ونړوي او عدالت پلې کړي. خو له بده مرغه دا موخې په عمل کې پلې نه شوې او د برلاسۍ غوښتنې، ځانغوښتنې او د مشرتوب مینې دې غورځنګ ته لار ومونده.»
هغه زیاته کړه: «په ټوله کې مأسونیت یو ویجاړوونکی او خطرناک خوځښت دی چې موخې یې د بشریت پر ضد دي او انساني ټولنې یو د بل پر ضد راپاروي.» [۳]
د مأسونیت د پرېښودو لامل او د ملي ګوند د رامنځته کولو هڅې
کله چې سید جمالالدین افغان د مأسونیت اصلي ماهیت وپېژانده نو دې پایلې ته ورسېد چې نور نه شي کولای له دې غورځنګ سره همکاري وکړي؛ ځکه چې غړو یې له خپلو اصلي اصولو او موخو څخه انحراف کړی و. له همدې امله سید د یوه ملي غورځنګ بنسټ کېښود، چې د مصر مخکښ متفکران او روڼاندان پکې راټول شول.
دې غورځنګ ډېر ژر پرمختګ وکړ او د غړو شمېر یې شاوخوا درې سوه کسانو ته ورسېد. له سیاستوالو او ادیبانو سره له سلا مشورو وروسته، غورځنګ پرېکړه وکړه چې یو سیاسي ګوند جوړ کړي. په همدې توګه د ۱۲۹۶هـ / ۱۸۷۹م کال په پیل کې د “ملي ګوند” بنسټ کېښودل شو. ورپسې نور ملي تحریکونه هم راڅرګند شول، چې ځینې یې پټ وو او ځینو یې ښکاره فعالیت درلود.
د ملي ګوند اساسي خطوط او موخې
هغې ملي ګوند چې سید جمالالدین افغان یې بنسټ ایښی و بېلابېلې موخې تعقیبولې، چې په لاندې څو مهمو ټکو کې خلاصه کېدلی شي:
۱. د مصر د خپلواکۍ د ساتنې په شرط له سلطنت سره د دوستانه اړیکو ساتل؛
۲. د بریتانیا له لوري د ثانوي نظارت او سرپرستۍ لغوه کول؛
۳. د بهرنیانو امتیازات لغوه کول او د مالیاتو په ورکړه او د قوانینو په تطبیق کې د مصر د خلکو او بهرنیانو تر منځ مساوات تأمینول؛
۴. د مطبوعاتو ازادي او په عمومي ډول سیاسي آزادیو ته وده ورکول؛
۵. د مشورتي شورا او ولسي جرګې جوړول؛
۶. د ښوونیز سیستم تاسیس او د فرهنګ خپرول؛
۷. د داسې یوه سیاسي ګوند رامنځته کول چې هم ديني وي او هم ملي، او د مختلفو مذهبونو او دینونو خلک پکې راټول شي.
دا ګوند چې د مصر خلکو ته یې پراخ خدمت وکړ، د دغه هېواد په سیاسي تاریخ کې یو مهم ګام و. د دې ګوند د تأسیس له امله سید جمالالدین افغان په مصر کې ځانګړی سیاسي او ټولنیز مقام ترلاسه کړ.
د مصر د ملي شعار راټوکېدل او له حکومت سره د ملي شورا مجلس لومړۍ ټکر
د وطن ګوند او نورو سیاسي ټولنو له تأسیس وروسته د لومړي ځل لپاره د مصر مشهور ملي شعار «مصر د مصریانو لپاره دی» د خلکو پر خولو جاري شو. دا بدلون د مصر په سیاسي تاریخ کې د پام وړ نښه وه، ځکه چې د ملي مشورتي شورا په لومړۍ ناسته کې د ملت استازي سره راټول شول، څو د حکومت پر کړنو د څارنې له لارې د خلکو حقونه او د اساسي حقونو د تطبیق له لارې ژوند کول وغواړي.
د ملت د حقونو پر سر د ولسي شورا او صدراعظم ترمنځ بحران
ډېر وخت نه و تېر شوی چې د مشورتي شورا غړي او د ولسي جرګې استازي د هماغه وخت له صدر اعظم نوبار باشا سره د ملت د حقونو او د شورا د حیثیت پر سر په یوه جدي شخړه کې ښکېل شول. له دې وروسته شورا خپل ځان د ملت رسمي استازی وګاڼه او په مستقیم ډول یې د خلکو د حقونو غوښتنه وکړه.
دا تقابل بالاخره حکومت تر فشار لاندې راوست، او د ۱۸۷۹ میلادي کال د فبرورۍ په ۹مه نېټه، نوبار باشا استعفا ورکړه. په دې توګه د مصر حکومت شل ورځې بې له صدراعظمه پاتې شو. [۴]
دوام لري…
مخکنۍ برخه | وروستۍ برخه
سرچینې:
[۱] تاریخ الأستاذ الإمام، جلد ۱، مخ ۴۶.
[۲] حکیم مشرق زمین، مخ ۵۸.
[۳] هماغه منبع، مخ ۵۸.
[۴] حکیم مشرق زمین، مخ ۶۰.


