Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د کعبې شریفې تاریخ (دوهمه برخه)
متفرقه یکشنبه _1 _دسمبر _2024AH 1-12-2024AD

د کعبې شریفې تاریخ (دوهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: شعیب احمد "غزنوي"

د کعبې شریفې تاریخ (دوهمه برخه)

د کعبې شریفې جوړول، د زیارت پیل، او د هغې مناسک د ابراهیم خلیل‌الله او د هغه د زوی اسماعیل (علیهما السلام) په نومونو پورې تړاو لري. لکه څنګه چې حافظ ابن کثیر رحمه‌الله په خپل کتاب البدایة والنهایة کې ویلي دي: «د قرآني آیتونو له ظاهر څخه څرګندیږي چې ابراهیم علیه‌السلام لومړی کس و چې کعبه یې جوړه کړه او د هغې بنسټ یې کېښود.»
په هرصورت، په دې اړه شته نصوص او متنونه د ابن کثیر د نظر سره مخالفت نه لري چې کعبه دې د ابراهیم علیه‌السلام له ودانولو مخکې جوړه شوې وي.
په تاریخي روایتونو کې راغلي، چې کعبه لس ځله بیا رغول شوې ده. که موږ د هغې ریښه‌يي بنسټ او بیا د بیا رغونې جوړښت ته وګورو، نو په ترتیب سره:
لومړی پرښتې، بیا آدم (ع)، شیث (ع)، ابراهیم او اسماعیل (علیهما السلام)، عمالقه، د بني جرهم قبیله، قریش، عبدالله بن زبیر، حجاج، سلطان مراد عثماني، او په پای کې پاچا فهد بن عبدالعزیز هر یوه د مسجد الحرام بیا رغونه کړې ده. والله اعلم

 

د کعبې معظمې جوړول او بیا رغونه
د کعبې معظمې جوړول او بیا رغونه هغه وخت ته ورګرځي چې حضرت ابراهیم (ع) له خپلې مېرمنې هاجرې او خپل ماشوم زوی اسماعیل سره مکې ته تللی و. حضرت ابراهیم (ع) هاجرې او اسماعیل د بیت شریف څنګ ته، د زمزم څاه ته نږدې په داسې حال پرېښودل چې په دې ځای کې نه څوک اوسېدل او نه اوبه وې.
حضرت ابراهیم (ع) هغوی د خرما یوې کڅوړې او یو مشک اوبو سره پرېښودل او خپله بېرته روان شو. هاجره اندېښمنه شوه او د ابراهیم علیه‌السلام پسې ورغله او ورته ویې ویل: ای ابراهیمه! ته په دې بې‌دیا کې چې هېڅوک ژوند نه کوي، له موږ څخه چیرته ځې؟
هاجرې دا جمله څو ځله تکرار کړه، خو ابراهیم (ع) هغې ته ونه کتل. بیا هاجرې وویل: ایا الله جل جلاله تاته دا امر کړی دی؟
ابراهیم علیه‌السلام وویل: هو.
بیا هاجرې وویل: نو چې داسې ده، الله تعالی به موږ ضایع نه کړي! او د اسماعیل علیه‌السلام خوا ته راستنه شوه.
حضرت ابراهیم (ع) په خپله لاره روان شو، تر دې چې د مکې غونډیو او درو ته ورسېد، هغه ځای ته چې د هاجرې له سترګو پناه شو. بیا یې د خدای کور ته مخه کړه، خپل لاسونه یې پورته کړل او دا کلمې یې تکرار کړې:
«رَبَّنَا إِنِّي أَسْکَنْتُ مِنْ ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِنْدَ بَيْتِکَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُوا الصَّلَاةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُمْ مِنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْکُرُونَ»
(ربه! ما خپل څو اولادونه (ستا په حکم) په داسې ځمکه کې چې کښت او کرونده پکې نشته، ستا د کور څنګ ته چې ته دې حرام کړی، مېشت کړل. ربه، تر څو چې هغوی لمونځ ادا کړي، نو د خلکو زړونه د دوی خواته را وګرځوه او دوی له میوو (د نورو ځایونو محصولاتو) څخه برخمن کړه، ښایي چې دوی شکر وباسي.)
 
حضرت ابراهیم (ع) مکه پرېښوده، او هاجره یوازې پاتې شوه. هغې خپل ماشوم ته شیدې ورکولې او له شته اوبو یې څښلې، تر دې چې اوبه ختمې شوې او ماشوم یې تږی شو. هاجره خپل زوی ته کتل چې څنګه د تندې له امله په شور کې دی. هغې له خپل ځایه پورته شوه ترڅو په دې ناسم حالت کې خپل زوی و نه ویني. هغې د صفا غر ولید چې د ټولو غرونو څخه تر ټولو نږدې و. هغې پرې وخته او سیند ته یې وکتل، هیله یې لرله چې څوک وویني، خو هیڅوک یې و نه موندل.
هاجره له صفا غره راښکته شوه، تر دې چې د سیند منځ ته ورسېده. بیا یې خپل ټیکری پورته کړ او په چټکۍ سره یې منډه کړه، تر هغه چې له سیند څخه تېره شوه او مروې ته ورسېده. هغې د مروې غره سر ته پورته شوه او شاوخوا یې وکتل چې یو څوک ومومي، مګر هیڅوک یې و نه موندل.
هغې دا کړنه اووه ځله تکرار کړه. حضرت ابن عباس رضي الله عنهما وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «له همدې امله خلک د صفا او مروې ترمنځ سعي کوي.»
کله چې هاجره د مروې غره سر ته پورته شوه، یو غږ یې واورېد. له ځانه سره یې وویل: چپ شه! بیا یې یو ځل بیا غږ واورېد. هغې وویل: که دلته څوک وي چې فریاد مې واوري، نو باید غږ یې اورېدلی وي.
ناڅاپه یې د زمزم په ځای کې یوه پرښته ولیده چې په خپل وزر سره ځمکه کیندله، تر دې چې اوبه راڅرګندې شوې. هاجرې ژر اوبه په یو ځای کې راټولې کړې او خپل مشک کې یې واچولې، په داسې حال کې چې اوبه بهېدې.
 
حضرت ابن عباس رضي الله عنهما وايي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «خدای دې د اسماعیل علیه السلام پر مور رحم وکړي. که هغې د زمزم اوبه داسې پرېښې وای» یا دا یې وویل: «که هغې له اوبو څخه اوبه نه وای اخیستې، نو زمزم به په یوه بهېدونکې چینه بدله شوې وای.»
راوي وايي: هغې د زمزم له اوبو څخه وڅښلې او خپل ماشوم ته یې شیدې ورکړې. پرښتې هغې ته وویل: «له هلاکېدو مه وېرېږه؛ ځکه دا ځای د خدای کور دی، چې دا زوی او د هغه پلار به یې جوړ کړي. الله خپل دوستان نه ضایع کوي.»
د کعبې د کور ځای یوه لوړه او غرنۍ ځمکه وه چې سیلابونه به د هغې له ښي او کیڼ اړخونو څخه تېرېدل. هاجره په دې ډول خپل ژوند ته دوام ورکړ، تر دې چې د جُرهم د قبیلې یو شمېر خلک، چې له کداء څخه راغلي وو، د مکې په ښکته برخه کې تم شول. هغوی یوه مرغۍ ولیده چې د اوبو پر شاوخوا ګرځېده. هغوی وویل: «دا مرغۍ د اوبو شاوخوا ګرځي. له هغه راهیسې چې موږ دا ځای پېژنو، په دې سیمه کې اوبه نه وې.»
بیا یې یو یا دوه کسان د پلټنې لپاره ولېږل، او هغوی د اوبو خبر ورته راوړ. هغوی د اوبو ځای ته لاړل او د اسماعیل مور یې د اوبو په غاړه ولیده. هغوی ورته وویل: «ایا موږ ته اجازه راکوې چې دلته له تا سره پاتې شو؟»
هاجري وویل: «هو، خو تاسو د اوبو حق نه لرئ.»
هغوی وویل: «سمه ده.»
د اسماعیل مور، چې له خلکو سره انس نیول یې خوښېدل، د دوی وړاندیز ومانه.
حضرت اسماعیل (ع) لوی شو، ځوان شو، او عربي ژبه یې له دوی څخه زده کړه. کله چې هغه بلوغ ته ورسېد، د جُرهم د قبیلې له یوې لور سره یې واده وکړ. څه موده وروسته د حضرت اسماعیل مور وفات شوه.
وروسته له دې، حضرت ابراهیم (ع) د خپلې کورنۍ لیدو ته راغی او بېرته ستون شو. بیا، کله چې بېرته راغی، اسماعیل ته یې وویل: «ای اسماعیله! خدای ماته د یو کار د کولو امر کړی دی چې ترسره یې کړم.»
اسماعیل علیه السلام ورته وویل: «هغه ترسره کړه چې الله تعالی درته امر کړی دی.»
ابراهیم علیه السلام ورته وویل: «ایا ته به راسره مرسته وکړې؟»
اسماعیل علیه السلام وویل: «هو، زه به درسره مرسته وکړم.»
ابراهیم علیه السلام ورته وویل: «خدای ماته دلته د کور جوړولو امر کړی دی.» هغه په خپل لاس د شاوخوا لوړو غونډیو ته اشاره وکړه.
راوي وايي: دلته و چې د خدای د کور بنسټ کېښودل شو. اسماعیل علیه السلام به ډبرې راوړلې او ابراهیم علیه السلام به ودانۍ جوړوله. دواړه به دعا کوله:
«رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ»
ژباړه: «ربه! زموږ څخه یې ومنه؛ بېشکه ته اورېدونکی او پوه یې.»
له همدې امله کعبه په ځمکه کې لومړنی کور دی چې د خدای د عبادت لپاره جوړ شوی دی. الله تعالی فرمایي:
«إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ»
ژباړه: «لومړنی کور چې د خلکو لپاره بنسټ ایښودل شوی، هغه کور دی چې په مکه مکرمه کې دی، له برکتونو ډک او د نړۍ لپاره د لارښوونې سرچینه ده.»
امام بخاري له ابوذر رضي الله عنه څخه روایت کوي چې هغه وویل: **«ما وپوښتل: ای د خدای رسوله! په ځمکه کې لومړنی جومات کوم دی؟» رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «مسجد الحرام.» ما وپوښتل: «بیا کوم جومات جوړ شو؟» هغه وویل: «اقصی جومات.» ما وویل: «د دوی د جوړېدو ترمنځ څومره کلونه واټن دی؟» هغه وویل: «څلوېښت کاله.»
د ابراهیم علیه السلام ودانۍ د تیږو په ترتیب سره جوړه شوې وه، چې په یو بل باندې ایښودل شوې وې، پرته له دې چې د هغوی ترمنځ ملات وي. پرښتو دا تیږې د سینا، زیتا، لبنان، جودي او حرا له غرونو راوړې. هغوی به هره ورځ د یوې پښې (ساق) په اندازه د تیږو قطار جوړاوه.
کله چې هغوی د حجر الاسود ځای ته ورسېدل، ابراهیم علیه السلام له اسماعیل علیه السلام څخه وغوښتل چې یوه تیږه راوړي چې د طواف د پیل ځای په نښه کړي.
بیا جبرائیل علیه السلام حجر الاسود یا تورې تیږې راوړې، چې مستطیل‌شکل وه او شاوخوا نهه ذراع (څلور متره او ۳۲ سانتي‌متره) لوړوالی یې درلود. د کعبې لپاره یې دوه دروازې جوړې کړې چې د ځمکې په سطحه وې. دننه یې یو سوری کېښود چې د کعبې خزانه به په کې ساتل کېده.
د هغې چت نه و جوړ شوی، خو د هغې په شمال کې یې یو منحني‌شکل سایبان جوړ کړ، چې اوس د حجر په ځای کې موقعیت لري.

 

ادامه لري…
Previous Articleد افغانستان د سیاحت جاذبو تحلیل (اوومه برخه)
Next Article د حضرت عبدالله بن زبیر رضي الله عنه ژوندلیک (یوولسمه برخه) 

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD1 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه»  څلورمه برخه د کرامیه ډلې پر وړاندې د اهل سنت…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه پنځمه برخه د سیک مذهب لس تنه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځه‌ويشتمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD1 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک پنځه‌ويشتمه برخه د مقام…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.