لیکوال: عبیدالله نیمروزی
د سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه الله ژوندلیک (لسمه برخه)
د سولې تړون او د سلطان د کار پای
بلاخره له پنځو کلونو پرلهپسې خونړیو جګړو وروسته، په ۱۱۹۲م کال کې د «رمله» په سیمه کې، کله چې دواړه اړخونه ډېر ستړي شوي وو، د سولې تړون لاسلیک شو. بیتالمقدس او نور ښارونه او کلاګانې د پخوا په شان د مسلمانانو په واک کې پاتې شوې. یوازې د «عکه» په مشهور بندر کې یوه کوچنۍ سیمه د عیسویانو په واک کې پاتې شوه، او نور ټول هېواد د سلطان صلاحالدین په واک کې وو. هغه خدمت چې صلاحالدین په خپله غاړه اخیستی و، بلکې په بل عبارت هغه کار چې خدای تعالی د هغه د ترسره کولو مسئولیت پر اوږو ایښی و، پای ته ورسید.
یو عیسوي مورخ د سلطان د بریا او د صلیبیانو د ناکامۍ په اړه داسې لیکي: «سپېڅلې جګړه پای ته ورسېده، او د مسیحیانو پرلهپسې جګړې هم پای ته ورسېدې. د ۱۱۸۷ میلادي کال د جولای په میاشت کې، د اردن د بحیرې په لویدیځ کې د (حطین) له فتحې مخکې، یوه لوېشت ځمکه هم د مسلمانانو په واک کې نه وه. خو کله چې د ۱۱۹۲ میلادي کال د سپتمبر په میاشت کې د سولې تړون لاسلیک شو، له «صور» څخه نیولې تر «یافا» پورې، د ساحل په اوږدو کې پرته له یوې کوچنۍ سیمې ټول هېواد د مسلمانانو تر واک لاندې و.»
د روم پاپ په بلنه، ټوله عیسوي نړۍ وسله واله شوې وه. قیصر فریډریک، د انګلستان او فرانسې پاچاهان، او د اروپا ډېری مشران او ځواکونه هڅول شوي وو چې د بیتالمقدس سلطنت بیا راژوندی کړي. مګر پایله څه شوه؟ د روم امپراتور فریډریک مړ شو، او د انګلستان او فرانسې پاچاهان خپلو هېوادونو ته ستانه شول. په همدې حال کې، بیتالمقدس د سلطان صلاحالدین ایوبي په لاس فتح شو، او یوازې د «عکه» ساحل کې یوه کوچنۍ سیمه د عیسویانو په واک کې پاتې شوه.
په درېیمه صلیبي جګړه کې ټول مسیحي ځواکونه د مسلمانانو پر وړاندې راپورته شوي وو. خو سلطان صلاحالدین، چې د اوسپنې دېوال په څېر استقامت یې درلود، هېچا ونشو کړای چې له خپل ځای څخه یې وخوځوي. د هغه سپاهیان، که څه هم د اوږدو جګړو له امله ستړي وو، د شکایت یا خپګان څرک یې نه ښود. هغوی د خپلو قوماندانانو له امرونو څخه هېڅ کله سرغړونه ونه کړه.
وروستۍ جګړه چې د “ارسوف” په سیمه کې وشوه، د موصل سرتیرو مېړانه او سرښندنې ښودلې. د سلطان باور او اعتماد په عراق او مصر د پوځونو مېړانې باندې و. دا پوځونه د ترکمنانو، عربانو، او نورو قومونو څخه جوړ شوي وو. که څه هم دوی له بېلابېلو نژادونو وو، د سلطان مهارت او مشرتابه دوی داسې سره یوځای کړي وو چې ټول پوځ د یوه واحد بدن په څېر ښکاره کېده.
که څه هم د پوځ په یووالي کې یوه یا دوه ستونزې وې او حتی په نازکو پړاوونو کې د سرتېرو ترمنځ اختلاف رامنځته کېده، خو د دغو ټولو ستونزو او سرغړونو سره سره، د یافا په سیمه کې دا ټول بېلابېل توکمونه د ۱۱۹۲ میلادي کال تر مني پورې د سلطان د حکم تابع وو. له ۱۱۸۷ میلادي کال راهیسې سلطان له دوی څخه د خدای په لاره کې د جهاد غوښتنه کوله، او تر وروستۍ شېبې پورې یې د هغه حکم منلی و. نه د ولایت والي د هغه له امر څخه سرغړونه وکړه او نه د قومونو مشرانو د مالیاتو او جزیې په ورکولو کې نافرماني یا بغاوت وکړ.
که څه هم خلکو هغه تمې چې د سلطان له خواخوږۍ څخه یې درلودې، په دې وروستیو کې د رامنځته شویو ستونزو له امله د باور د له لاسه ورکولو او د شکونو د زیاتېدو احتمال موجود و، خو په عراق کې د سلطان د خپلوانو لهخوا یوازې لږه سرغړونه شوې وه، چې هغه هم سمدستي بښنه وغوښته.
د سلطان دا ټول کنټرول په دولتي چارو کې د هغه د ماهرانه مشرتابه څرګندونه کوي. د پنځه کلونو جګړو له پای ته رسېدو وروسته، سلطان صلاحالدین ایوبي یوازینی واکمن و چې د کردستان له غرونو څخه د سوریې تر دښتې پورې یې واکمني وکړه. له دې محدودې څخه بهر، د کردستان پاچا، د ارمنستان واکمن، د قونیې سلطان او د قسطنطنیې امپراتور ټول لېوالتیا درلوده چې سلطان صلاحالدین د ملګري او همکار په توګه غوره کړي.
خو سلطان له دوی څخه د هیڅ یو د منت بار لاندې نه و؛ ځکه چې د جګړې په وخت کې یې له ده سره مرسته نه وه کړې. یوازې د فتحې وروسته د مبارکۍ لپاره د سلطان خدمت ته ورغلل. سلطان دا ټول کار په یوازیتوب ترسره کړی و، او یوازې په دې وروستیو کې د هغه ورور “العادل” هم ورسره ملګری و.
هیڅ چا دا ونه شو ثابتولی چې هغه والیان او قوماندانان چې له سلطان سره یې همکاري کړې وه او د هغه ملاتړ یې کړی و، له دې لارې پر سلطان مسلط شوي وو.
سلطان د «جګړې غونډې» په نوم یوه شورا جوړه کړې وه، چې په مهمو پوځي او نظامي چارو کې به یې پرېکړې کولې. کله ناکله به داسې پېښېده چې د سلطان پر سم نظر د نورو ناسم نظرونه غالب شول؛ لکه څنګه چې په صور او عکه کې وشول. خو دا ثابته نه شي کېدای چې د شورا د کوم غړي نظر به د سلطان د رایې پر اغېزه برلاسی و.
وروڼه، تره ګان، زاړه ملګري، ماتحت والیان، هوښیار او محافظه کار قاضیان، دیندار وزیران، متعصب مبلغین، او د سیمې ملايان ټول په دې خبره متفق وو چې جهاد باید وشي. هغوی ټولو په پوره ایماندارۍ او شفقت سره د خپلې وسې او وړتیا په اندازه له خپل مسلمان مشر سره مرسته کوله.
خو هیچا دا نه و هېره کړې چې مشر څوک دی؟ دا مانا لري چې هیڅوک د مشر کېدو په فکر کې نه و. په دې نازکو پړاوونو، د فداکارۍ پر وخت او د ستونزو د غلبې پر مهال یوازې یو ځیرک او تکړه تصمیم نیونکی و، چې ټول کارونه یې په اغېزمن ډول تنظیمول، او هغه سړی سلطان صلاحالدین و.