شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: مهاجر عزیزي د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (پنځمه برخه) د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د بوغرې(برقع) ډولونه 1. په اسلامي هیوادونو کې برقع یو پوښښ دی چې ځینې مسلمانې ښځې یې کاروي، او د برقعې بڼه د سیمو له مخې توپیر لري؛ لکه څنګه چې په افغانستان او د ماوراءالنهر په ځینو سیمو کې، ښځې یو حجاب لري چې له سر څخه تر پښو پوښي او د “بوغرې/برقع” په نوم پېژندل کیږي. په افغانستان کې دوه ډوله بوغرې ډېرې مشهورې دي، چې یوه یې د “چادري” په نوم یادیږي او معمولاً شنې وي او زرغون او سپین رنګونه لري، چې د ښځې بدن په بشپړه توګه پوښي، پرته له یوې وړې سیمې څخه د سترګو لپاره، چې په مشبک ډول باندې پوښل شوي دي. دويم: هغه بوغره ده چې مستطیل او غیرمستطیل شکل لري، ښځې يې د حجاب ترڅنګ خپل مخونه په پټوي. دا ډول بوغرې په دوه ډوله ترتیب شوي دي، لوی او کوچنۍ، کوچنۍ یې یوازې مخ او غاړه پوښي، او لوی یې له سینې څخه تر پښو پورې غځېدلي دي. په عربي هیوادونو لکه متحده عربي اماراتو، بحرین، سعودي عربستان، عمان، قطر، کویټ، د فلسطین په ځینو جنوبي سیمو او ځینو افریقايي هیوادونو لکه سوډان، الجزایر او مغرب کې ځینې ښځې چادرۍ اغوندي. خو په دغو هېوادونو کې د بوغرې بڼه توپير لري. لکه څنګه چې هر هیواد د بوغرې پوښلو کې ځانګړی کلتور لري. د متحده عربي اماراتو میرمنې نازکې، پستې او کوچنۍ بوغرې اغوندي. په عربي هیوادونو کې موږ هغه چادرۍ هم وینو چې په قیمتي ډبرو او د سرو زرو په سکو سينګار شوي دي. باید وویل شي چې نن سبا په عربي هیوادونو کې برقع/بوغره د شرافت او اسلامي حجاب څخه د فیشن او ځانښکارنې وسیله ګرځیدلې ده. په سعودي عربستان کې، بوغرې ته «برقع ميلايه» او «نقاب» ویل کیږي، او ډیری کوچۍ او کلیوالې میرمنې یې کاروي. هلته، بوغرې د “آهارلرونکي سپين تنزيب” ټوکر څخه جوړه شوي دي. او په جده، مکه او مدینه کې، ښځې د سپینو برقعو سربېره شنې برقعې اغوندي. په بوغرې باندې ډیرې ګلدوزۍ کیږي. اوږدوالی یې کله تر سینې او کله تر ځمکې پورې رسیږي. شکل یې اکثره مستطیل وي، چې د سر شاوخوا په دوو یا درو پټۍ، د شقيقو، سترګو او غوږونو تر څنګ تړل کیږي. د فلسطین په جنوب او په غزې، په ځانګړې توګه په بئر شبع کې برقع د “عِصابه” یا “عَصبه” په نوم یادیږي. عصابه یا عصبه د سر بند سره وصل دی. د شمالي افریقا د ښځو د بوغرې شکل د عربو بوغرې ته ورته دی. دوی اکثرا د تور یا سپینې نازکو او نخي ټوکر څخه بوغرې جوړوي چې په زیورونو سینګار شوي دي. د مصري او سوډاني ښځو بوغرې تر پښو پورې غځېدلي دي. 2. په غربي او کفري هیوادونو کې که غربي هېوادونو ته وګورو، نو هغو په دې برخه کې مسلمانې ښځې ازادې نه دي پرېښودلي، له يو څو هېوادونو پرته چې په نسبي ډول په ځينو چارو کې د مذهبونو ازادۍ ته پام کوي. فرانسه یو له هغو لومړنیو اروپایي هیوادونو څخه ده چې په ۲۰۱۱ کال کې یې په عامه ځایونو کې د حجاب (مخ پټولو) د منع کولو قانون تصویب کړ. دغه راز په اتریش، هالنډ، جرمني، ایټالیا، سویس، بلجیم او نورو هیوادونو کې په عامه ځایونو کې د حجاب او بوغرې پر اغوستلو بندیز تصویب شوی دی. که چیرې په دې هیوادونو کې مېرمنې د بوغرې ترڅنګ بشپړ حجاب هم واغوندي، نو دوی به په مالي جریمه محکوم شي او … مګر د انګلستان په څېر هیوادونو کې د مذهبي عقایدو له امله د حجاب یا د حجاب منع کولو کوم سخت قانون شتون نلري. اسپانيا، پرتګال او یونان اوس مهال د حجاب د استعمال د منع قانون نه لري. همدارنګه د امریکا متحده ایالات کې د حجاب د منع کولو قانون شتون نه لري ځکه چې د امریکا اساسي قانون، د مذهب او بیان ازادي په رسمیت پېژني. د کاناډا هېواد په ناڅاپه توګه په ۲۰۱۲ کال کې د دغه هېواد د تابعیت د مراسمو پر مهال د ښځو لپاره د بوغرې او حجاب پر اغوستلو بندیز ولګاوه؛ خو په ۲۰۱۵ کال کې حکومت دغه قانون یو ځل بیا لغوه کړ ځکه چې دا د مذهبونو د ازادۍ خلاف و. که څه هم په اسټرالیا کې په دې کار کوم قانوني بندیز نشته، خو ځینې ډلې غواړي چې په عامه ځایونو کې د بوغرې او حجاب پر استعمال بندیز ولګوي. ادامه لري…