Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د درود ویلو فضایل او برکات (اتمه برخه)
متفرقه دوشنبه _4 _نوومبر _2024AH 4-11-2024AD

د درود ویلو فضایل او برکات (اتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحمید ګرګیج

د درود ویلو فضایل او برکات (اتمه برخه)

 د جمعې په ورځ د درود او سلام ویلو فضیلت
 له ابو الدرداء رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «د جمعې په ورځ پر ما ډېر درود واستوئ؛ ځکه چې په دې مبارکه ورځ ملائکې حاضرې وي او هرکله چې څوک ماته درود و وايي نو هغه درود ماته رسوي. ما وویل: یا رسول الله! آیا ستاسو له وفاته وروسته هم درته درود رسیږي؟ هغوی وویل:«هو، له وفات وروسته هم، خدای تعالی په ځمکه د پیغمبرانو د جسدونو له منځه وړل حرام کړي دي؛ نو د خدای پیغمبران به ژوندي وي او روزي به ورکول کیږي.»
 ملا علي قاري رحمه الله وايي: الله تعالی په ځمکه باندې د پیغمبرانو د جسدونو له منځه وړل حرام کړي دي؛ نو دوی ته ژوند او مرګ هیڅ فرق نه لري. په دې حدیث کې راغلي دي چې د پیغمبرانو په روحونو او بدنونو باندې درود وړاندې کیږي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا وینا چې فرمايي:«انبیاء ژوندي وي په داسې حال کې چې خدای دوی ته روزي ورکوي»، په خپله رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اشاره ده، خو داسې ښکاري چې په دې مسله کې ټول پیغمبران شامل دي؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ولیدل چې حضرت موسی علیه السلام او حضرت ابراهیم علیه السلام په خپلو قبرونو کې ولاړ وو او په لمانځه بوخت وو، لکه څنګه چې په صحیح مسلم کې راغلي دي.
دا حدیث چې پیغمبران ژوندي دي او په خپلو قبرونو کې لمونځ کوي صحیح دی او د “رزق” معنی معنوي او روحاني روزي ده، مګر هیڅ خنډ او مانع نشته چې حسي او معمولي رزق ته هم اشاره شوي وي او ظاهراً همدا مطلب دى.
علامه سخاوي رحمه الله دا حدیث په څو طریقو سره روایت کړی دی. له حضرت اوس (رض) څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «ستاسو تر ټولو غوره ورځ د جمعې ورځ ده، په همدې ورځ آدم علیه السلام پیدا شو او په همدې ورځ وفات شو. او په دې ورځ د صور لومړۍ او دوهمه نفخه واقع کیږي، نو په دې ورځ پر ما ډېر درودونه واستوئ، ځکه چې ستاسو درودونه ما ته وړاندې کېږي.» صحابه کرامو وپوښتل: یا رسول الله! زموږ درود څنګه تاسو ته وړاندې کېږي؟ په داسې حال کې چې ستاسو مبارک جسد په قبر کې تحلیل کیږي؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«خدای پر ځمکه حرام کړی دی چې د پیغمبرانو جسدونه وخوري او تحلیل یې کړي».
له ابو امامه رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«د جمعې په ورځ د نورو ورځو په پرتله پر ما ډېر درود ووایئ؛ ځکه زما د امت درود په هره جمعه کې ماته وړاندې کیږي، نو هغه څوک چې پر ما ډېر درود وايي، د قيامت په ورځ به ماته ډېر نږدې وي.»
همدارنګه له حضرت ابو مسعود انصاري رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«د جمعې په ورځ پر ما ډېر درود ووایئ؛ ځکه څوک چې په دې ورځ ما ته درود ووايي، د هغه درود به ماته سمدلاسه وړاندې کېږي.» او له حضرت عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:« په روښانه شپه (د جمعې په شپه) او په روښانه ورځ (د جمعې په ورځ)  پر ما ډیر درود ووایاست، ځکه چې ستاسو درودونه ما ته وړاندې کیږي او زه ستاسو لپاره دعا کوم او بخښنه غواړم.» همدارنګه له ابن عمر رضي الله عنهما، حسن بصري، خالد بن معدان او نورو څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«د جمعې په ورځ پر ما ډېر درود ووایئ.»
 سليمان بن سحیم وايي: ما په خوب کې رسول الله صلی الله عليه وسلم وليدى او عرض مې وکړ چې يا رسول الله! ایا ته د هغو کسانو د سلامونو څخه خبر یې چې تاته راځي او ایا هغوی ته ځواب ورکوې؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«هو، زه د دوی له سلام څخه خبر یم او ځواب ورکوم».
 په “بلوغ المرام” کې له حافظ ابن قیم رضی الله عنه څخه نقل شوی چې د جمعې په ورځ پر رسول الله صلی الله علیه وسلم د درود ویلو د فضیلت دلیل دا دى چې جمعه تر نورو ورځو غوره ورځ ده او رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټولو مخلوقاتو غوره او افضله مخلوق دی. له همدې امله د درود ویلو په برخه کې دا ورځ داسې خاص فضیلت لري چې نورې ورځې یې نه لري. ځینو ویلي دي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په همدې ورځ د خپل پلار له صلب څخه د مور رحم ته انتقال شوی دی.
 علامه سخاوي له حضرت ابوهریره، حضرت انس، حضرت اوس بن اوس، حضرت ابو امامه، حضرت ابو دردا، حضرت ابو مسعود، حضرت عمر او د هغه له زوی حضرت عبدالله څخه روایتونه نقل کړي دي چې د جمعې په ورځ پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې د درود ویلو فضیلت څرګندوي.
 له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «پر ما درود ویل د پل صراط څخه د تېرېدو په وخت کې رڼا ده او څوک چې د جمعې په ورځ پر ما اتیا ځله درود ووایي د هغه د اتیا کلونو ګناهونه به وبښل شي».
علامه سخاوي دا حدیث په خپل کتاب “بدائع الصنائع” کې د مختلفو روایتونو په کارولو سره روایت کړی دی، چې ځینې یې ضعیف ګڼلي دي، او د “اتحاف السادة المتقین” کتاب مؤلف هم دا حدیث روایت کړی دی. د محدثينو یوه قاعده ده چې هر کله چې يو ضعيف روايت په مختلفو طريقو سره روايت شي نو د فضایلو په برخه کې اعتبار ترلاسه کوي. په همدې وجه د ابوهریره دا حدیث په جامع الصغیر کې د “حسن” په نوم یاد شوی دی. ملا علي قاري دا حدیث د “الشفاء” په شرح کې د جامع الصغیر او د طبراني او دارقطني د روایتونو په حواله نقل کړی دی.
 علامه سخاوي رحمه الله وايي: دا حدیث له حضرت انس رضی الله عنه څخه هم روایت شوی دی.
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې هرڅوک د جمعې په ورځ د مازدیګر له لمانځه وروسته له خپل ځای څخه د پورته کیدو نه مخکې اتیا ځله دا درود ووایې:«اللهم صل علی محمد النبی الأمی و علی آله وسلم تسلیما.» د اتيا کالو ګناهونه به  ور وبخښل شي او د اتيا کالو عبادت ثواب به ورته وليکل شي. یو چا وویل: یا رسول الله! درودونه څنګه ووایو؟  هغه حضرت صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«اللهم صل علی محمد عبدک و نبیک و رسولک النبی الأمی»  دا ولولي او یوه ګوته دې وتړئ.» یعنې د خپلو ګوتو سره دې وشمېري. د ګوتو شمېرلو په اړه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه تشویقا ثابت دې چې فرمایي:«په خپلو ګوتو حساب وکړئ ځکه چې د قیامت په ورځ به دوی ګویا کیږي او پوښتنه به ترې کیږي. نو دا مناسبه ده چې د قیامت په ورځ زموږ ګوتې زموږ په نېکیو شاهدي ورکړي. نو دا ښه ده چې نېک عملونه ترسره کړو. حافظ عراقي د دارالقطني دا روایت حسن بللى دى. له حضرت علي رضي الله عنه څخه روایت دی، چې هغه حضرت و فرمایل:«څوک چې د جمعې په ورځ سل ځله درود ووایي، د قیامت په ورځ به له هغه سره داسې نور وي، چې که په ټولو مخلوقاتو وویشل شي، د دوی لپاره به کافي وي.»
له حضرت سهل بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی چې څوک د جمعې په ورځ د مازدیګر له لمانځه وروسته اتیا ځله دغه درود ووایي:«اللهم صل علی محمد النبی و علی آله وسلم» نو د هغه د اتیا کالو ګناهونه به معاف شي.
 علامه سخاوي رحمه الله په بل ځای کې له حضرت انس رضي الله عنه څخه روایت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«څوک چې پر ما یو ځل درود ووایي او درود یې قبول شي، د هغه د اتیا کالو ګناهونه به و بخښل شي.»
یا رب صل وسلم دائما ابدا
علی حبیبک خیرالخلق کلهم
له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«څوک چې دا دعا ووایي:«جزی الله عنا محمدا ما هو اهله»؛ د دې درود ویلو ثواب به اویا پرښتې د زرو ورځو لپاره به په زحمت کې واچوي.»
ادامه لري…
Previous Articleډیپلوماسي په اسلام کې (څلورمه برخه)
Next Article د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (درېمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.