لیکوال: شکران "احمدي"
د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دوهمه برخه)
د شریعت د مقاصدو (موخو) تعریف او اهمیت
له شک پرته، چې د هر علم د مفرداتو او اصطلاحاتو تعریف او د هغه د اهمیت بیانول، اصلي موضوعاتو او بحثونو ته د ننوتلو دریڅه ده او د هغه علم د بحث او زده کړې لامل بیانوي؛ نو په اوسنۍ څېړنه کې به لومړی د شرعي مقاصدو د علم اصطلاحات تعریف کړو، بیا به یې اهمیت بیان کړو.
اړینه ده چې د بحث د قلمرو د تشریح او د خطا او غلط فهمۍ د مخنیوي لپاره، د اصطلاحاتو تعریف او د لوستونکو لپاره د شریعت د مقاصدو د تدریس اهمیت او اړتیا تشریح او د موضوع په اړه د څیړنې انګېزه رامنځته شي.
د شریعت د مقاصدو تعریف
د شریعت مقاصد د دوو کلمو “شریعت” او “مقاصد” ترکیب دی او دا ترکیب د نحو پوهانو له نظره اضافي مرکب بلل کیږي. په لومړي سر کې، د دواړو کلمو لغوي معنی بیانوو او بیا د علم په توګه د هغې اصطلاحي تعریف وړاندې کیږي.
الف: د مقاصدو لغوي معنی
مقاصد د “مقصد” جمع دې او مقصد میمي مصدر دې چې له (قصد) فعل څخه اخیستل شوی. لکه څنګه چې ویل کیږي:«قصد، یقصد، قصد و مقصدا» د «قصد» او «مقصد» کلمې دواړه په یوه معنی کارول کیږي. د قصد کلمه په لاندې معناوو کې کارول کیږي:
1- باور، پاملرنه او یو کار ته لاسرسی؛ لکه څنګه چې امام مسلم رحمه الله په خپل صحیح کې روایت کړی دی چې:«… فکان رجل من المشرکین اذا شاء ان یقصد الی رجل من المسلیمن، قصد له فقتله»؛ ژباړه: له مشرکانو څخه یو کس چې غوښتل له مسلمانانو څخه یو کس په نښه کړي ، لومړی به یې هغه ته پام کاوه او بیا به یې وژل.
2- په سمه لاره استقامت؛ د قصد کلمه په خپل یو اطلاق او کارولو کې د نېغې او مستقیمې لارې په معنی کارول کیږي. په دې مبارک آيت کې په همدې مفهوم کې قصد کارول شوى چې خداى تعالى فرمايي:«وعلی الله قصد السبیل و منها جائر ولو شآء لهداکم اجمعین» يعنې: بندګانو ته سمه لار ښودل د الله دنده ده؛ خو ځینې لارې ناسمې دي؛ او که خدای وغواړي، هغه به تاسو ټولو ته په جبر سره لارښوونه وکړي (مګر مجبوریت هیڅ ګټه نلري.)
3- عدل، اعتدال او منځلاریتوب؛ لکه څنګه چې خدای تعالی فرمایي: “واقصد في مشیک” همدارنګه د خدای رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: “القصد القصد تبلغوا” یعنې منځلاریتوب او اعتدال غوره کړئ تر هغه چې تاسو خپل هدف ته ورسیږئ.