شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: ابو مهاجر د دین مقام د انسان په ژوند کې (پنځمه برخه) د ادیانو لغوي او اصطلاحي تعریف الف- ادیان: جمع دین، او دین مختلفې معناوې لري: په قران کریم کې د “دین” د کلمې مفهوم: • «مَالِكِ یوْمِ الدِّین» ژباړه: “د قیامت د ورځې مالک”. په دې آیت کې دین د سزا او تسلیمۍ په معنی دی. • «وَقَاتِلُوهُمْ حَتَّى لَا تَكُونَ فِتْنَةٌ وَیكُونَ الدِّینُ لِلَّهِ» [البقرة: ١٩٣] ژباړه: “او له هغو سره وجنګېږئ تر څو چې نور فتنه پاته نه شي او دين د الله لپاره شي.” په دې آیت کې دین د اطاعت او شریعت په معنی دی. • «أَعْبُدَ اللَّهَ مُخْلِصًا لَّهُ الدِّینَ» [الزمر: ١١] ژباړه: “د خدای عبادت وکړه په داسې حال کې چې خپل دین د هغه لپاره خالص کوې.” په دې آیت کې د دین معنی عبادت او اطاعت دی. • «لَا إِكْرَاهَ فِی الدِّینِ» [البقرة: ٢٥٦] ژباړه: «په دین کې اجبار نشته.» په دې آيت کې له دين څخه مراد عقیده ده. • «ِإنَّ الدِّینَ عِندَ اللَّهِ الْإِسْلَامُ» [آلعمران: ١٩] ژباړه: «حقيقت دا دی چې د خدای د منلو وړ دين، اسلام دی»، په دې آيت کې د دين څخه مراد آئین دی. • «وَلَا یدِینُونَ دِینَ الْحَقِّ» [التوبة: ٢٩] په دې آيت کي د “لايدینون” څخه مراد یعني هغوی اطاعت نه کوي، او دلته د دين څخه مراد شريعت دی. • «فِی دِینِ الْمَلِكِ» [یوسف: ٧٦]د مصر د پاچا د دین له مخې، د ابن عباس رضي الله عنهما له نظره د پاچا د واک په مانا ده او د قتاده د نظر له مخې د پاچا د قضاوت مانا لري. د دین لغوي معنی: د اطاعت او تسلیمۍ معنی لري، چې جمع یې ادیان دي. د دې تعریف له مخې، یو دیني سړی هغه څوک دی چې د خدای اطاعت کوي او د آخرت ورځ مني. د دغو څو معناوو له مخې چې پورته ذکر شوي دي، دين ټول د اطاعت څخه عبارت دي او يو داسې نسخه چې انسان يې ومني او باور پرې وکړي، که هغه په ښکاره وي او که په ظاهري چارو کې. له دوو مشهورو نظریو څخه د دین اصطلاحي مفهوم ۱. د شريعت په اصطلاح کې دين: د هغو عقايدو او عملي اصولو مجموعه ده چې د انبیاو لخوا (د حضرت نوح علیه السلام تر رسول صلی الله علیه و سلم پورې) د نجات او سعادت لپاره نازل شوي دي او په لاندې دریو ارکانو ولاړ دی: ۱. توحید 2. قيامت؛ 3. نبوت؛ ۲. دین د ټولنپوهانو له نظره: د عقیدې یو مکتب دی چې د ځانګړو اعمالو او عبادتونو سره شتون لري چې د اخلاقي قواعدو او فلسفي حکمتونو یوه مجموعه پکې شامله ده. د اديانو ډولونه آسماني دینونه: هغه دینونه چې د خدای لخوا پیغمبرانو ته نازل شوي یا پیغمبر ته منسوب شوي؛ لکه: اسلام، یهودیت، مسیحیت او صائبيت. غیر آسماني دینونه: هغه دینونه چې د خدای له خوا نه دي؛ بلکې دا د یو شخص شخصي افکار دي چې د ټولنې لخوا منل شوي او د وخت په تېریدو سره یې دیني رنګ اخیستی دی. لکه: زرتشتیت، هندویزم، بودیزم، کنفوشيزم، شینتوايزم. د نن ورځې بشري حالات له دیني لحاظه په څلورو برخو وېشل شوي دي: ۱. اهل ايمان: هغه کسان چې په خدای ایمان لري او له قرآن، سنت او پیغمبر څخه پیروي کوي او په نیکۍ امر کوي او له بديو څخه منع کوي؛ ۲. هغه کسان چې اسلام ته منسوب دي؛ خو په ګمراهۍ کې دي. لکه باطنيان، نصيريان او داسې نور؛ ۳. اهل كتاب: هغه كسان چې د هغو دینونو سره تړاو لري چې اصل يې د خداى له لوري نازل شوى دى؛ خو په هغه کې يې شرک او توهمات ورزيات کړل او بيا د اسلامي شريعت په راتګ سره هغه دينونه منسوخه شول. لکه: یهود او نصاری؛ ۴. ملحد: هغه څوک دی چې په هیڅ دین باور نه لري او یا د هغه دین پیروان دي چې د خدای له شتون څخه انکار کوي. لکه: ځینې فیلسوفان او روحانیون او ځینې مکتبونه. ادامه لري…
اسلام په اسلام کې د امنیت ارزښت (درویشتمه برخه) پنجشنبه _21 _نوومبر _2024AH 21-11-2024AD نور یی ولوله