Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»دیني پلورالیزم «کثرت‌پالنه» (دوهمه برخه)
متفرقه پنجشنبه _17 _اکتوبر _2024AH 17-10-2024AD

دیني پلورالیزم «کثرت‌پالنه» (دوهمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: عبدالحمید "ګرګیج"

دیني پلورالیزم «کثرت‌پالنه» (دوهمه برخه)

 د دیني پلورالیزم اصول او بنسټونه
دیني پلورالیزم له پیل څخه د علمي او عملي لارو چارو له لارې د واقعیت پېژندلو او حقیقت ته د رسیدو لپاره د نظریې په توګه وړاندې شوی دی. په دې فکري تګلاره کې د واقعیت اصل مهم رول لري. د واقعیت چې په هغه بڼه دی او د هغه واقعیت تر منځ توپیر لکه څنګه چې د انسان په تجربو کې تعبیر شوی، یو له هغو مهمو مسئلو څخه دی چې د دیني مفکرینو پام یې ځانته اړولی.
 دا نظریه هڅه کوي چې دا توپیر روښانه کړي او په منطقي توګه یې د فلسفي اصولو په کارولو سره تشریح کړي. هغه حقیقت او واقعیت چې مطلق او نه ختمیدونکی دی، هېڅکله په بشپړه توګه د انسان د پوهې او تجربې په چوکاټ کې نه شي ځایېدای. دا حقیقت بې ساری، خپلواک او د بشپړتیا ټولې ځانګړتیاوې له ځانه سره لري. په مختلفو کلتورونو او ژبو کې د دې حقیقت لپاره مختلف نومونه او مفکورې کارول شوي دي. په لوېدیځ کې دې ته  “وروستی حقیقت”  ویل کیږي، په عربي کې ورته “الحق” او په سنسکرت کې “ست” ویل کیږي. دا ټول هغه حقایق څرګندوي چې د انسان د پوهې او تجربې له لاسرسي بهر دي.
 له بلې خوا خلک په خپلو دیني تجربو کې یو ډول حقیقت او واقعیت پیژني او په مختلفو بڼو، مفاهیمو او نومونو یې ورته خطاب کړی دی. دا پیژندل شوی حقیقت محدود دې او د انسان د پوهی او عقلي او فکري وړتیاو په چوکاټ کې راځي. دا هماغه حقیقت دی چې د خدای، رب، خالق او نورو په نومونو پیژندل شوی او زموږ په دیني تجربو او حالتونو کې شتون لري. دا محدود حقیقت د انسان د فکر او تجربې په بند کې محصور شوی دې. دا هماغه حقیقت دی چې په مختلفو مذهبونو او د انسانیت په اوږده تاریخ کې په مختلفو ژبو او شکلونو کې راڅرګند شوی او د هر دین پیروانو  له هغه څخه خپل ځانګړی درک او اخیستنه کړې.
 د دې دوه ګوني توب یا د حقیقت او واقعیت دوه ګوني توب فلسفي توضیحاتو لپاره، د پلورالیسټي فکر خاوندان د کانټ په ادراکي اصل تکیه کوي. د دې اصل پر بنسټ هغه پوهه چې انسان د خپل چاپېریال او له وجود څخه بهر د شیانو او موجوداتو په اړه لري د هغو موندنو او فعالیتونو او تعبیرونو مجموعه ده چې له بهر څخه یې لاسته راوړي او هغه فعالیتونه او تفسیرونه چې په خپله ذهن کې ترسره کېږي. هر هغه پوهه او تجربه چې موږ یې د بهرنۍ نړۍ او زموږ څخه هاخوا واقعیتونو په اړه لرو د دې ذهني تعاملاتو په چوکاټ کې ځای پر ځای شوي او موږ لکه څنګه چې راته ښکاري هغه موندو او تجربه کوو(نه لکه څنګه چې دي ). د دې اصل پر بنسټ، د حقیقت لپاره دوه مخونه راښکاره شوي: یو په خپل ذات کې واقعیت او لکه څنګه چې دي، چې دا اړخ زموږ له لاسرسي څخه بهر ده او هغه ته د لاسرسي لپاره لاره نشته، او بل هغه حقیقت دی لکه څنګه چې موږ ته ښکاري او موږ یې شاهدان یو .
 د دیني پلورالیزم (کثرت پالنې) د فرضیې دعوه کوونکي هڅه کوي چې دا خبره ثابته کړي او دیني خلکو ته دا ومني چې ټول دینونه د یو شان حقیقت په لټه کې دي او هر یو د خپل توان او د خپلو اصولو په چوکاټ کې دې حقیقت ته رسیږي. مطلق  حقیقت او واقعیت د ټولو دینونو تر شا ولاړ دی او هیڅوک یې نشي درک کولی او د درک کولو وړتیا او توان یې نلري و نه به یې ولري. هغه څه چې د هر دین د الهي حقیقت په توګه د ټاکلو او د مجموعې یوه برخه ده او د هغه دین په تاریخ کې د هغې یوه نه بیلیدونکې برخه ګرځیدلې ده په ورته دیني چوکاټ کې خاص او ټاکل شوی حقیقت دی.
د دیني کثرت پالنې تعریف
 داسې کوم بشپړ تعریف نشته چې پر بنسټ یې د مذهبي کثرت پالنې لپاره اتفاقي ځانګړتیاوې په پام کې ونیسو، مګر لږترلږه موږ د دې کلمې لپاره یو څو بېلابېلې کارونې موندلي:
 لومړۍ کارونه
   دیني کثرت پالنه د جنګونو او شخړو د مخنیوي لپاره د زغم او سوله ییز ګډ ژوند په معنی ده؛ په بل عبارت، کثرتونه او ګڼ توب باید د ټولنیزو واقعیتونو په توګه ومنل شي او د ټولنې مصلحت دا نه دې چې دوی یو له بل سره لاس او ګرېوان شي، بلکې دوی خپل منځ کې همپالنه ولري او ګډ سوله ییز ژوند کولو ته ژمن و اوسي. د دینونو او مذهبونو په ساحه کې هم، دوه ډلې یو بل ته درناوی کوي او په عملي توګه یو له بل سره ښکیل نه دي، که څه هم دوی ځانګړي او مختلف تمایلات او لیدلوري لري. په عین حال کې چې هر څوک خپل نظر سم او د نورو نظر ناسم ګڼي، خو په عمل کې د ورورګلوۍ ژوند کوي.
 ځینې ​​بیا زغم او تسامح له کثرت پالنې څخه متفاوت ګڼي او وايي چې په تسامح کې انسان د نورو د ازادۍ او حقونو درناوی کوي که څه هم په دې باور وي چې ټول حقیقت له ده سره دې. د پلورالیزم دغه تعریف درې تفسیرونه لري:
 تر ټولو لومړی داچې: دیني خلک باید د ټولو دینونو دیني اصول په عقلي او منطقي طریقه وڅیړي او نورو دینونو ته د علمی او منطقی معیارونو سره سم غوږ ونیسی تر څو تر ټولو صحیح دین ته ورسیږي.
 دوهم داچې: له رواني اړخه د بین الادیان خبرو اترو او د نظرونو د تبادلې تفسیر؛  دا په دې مانا چې د مختلفو ادیانو او مذهبونو خلک باید د یو بل سره د خواخوږۍ او درک په احساس، د زړه او باطني نږدېوالي لپاره سره کښیني او د ټولنیز تاوتریخوالو د کمولو لپاره په زغم سره حلقې تنظیم کړي، که څه هم هیڅکله د شیانو د درک یو شان پایلو ته و نه رسیږي.
 دریم داچې: د بین الادیان خبرو اترو طریقه باید د یو چا په خپلو دیني باورونو د شک پر بنسټ وي.
 دوهمه کارونه
 دا حقیقت چې یو واحد دین د خدای له خوا راغلی او مختلف شکلونه یې اخیستي لکه عیسویت، یهودیت او اسلام، دا په ډاګه کوي چې ټول دینونه د یوه حقیقت ډولونه دي. توپیر د مذهبونو په ماهیت کې نه دی، بلکې له دین څخه زموږ په تفسیر او پوهه کې دی. ځینې ​​په یوه شکل پوه شول او یهودان شول، ځینې یې په بل ډول او مسیحیان یا مسلمانان شول. یو څوک باید په ښکاره ډول یو دین سم او بل ناسم اعلان نه کړي؛ ځکه چې هر سړی د خپل ذهنیت او شرایطو پر بنسټ په واقعیت پوهیږي. هغه څه چې زموږ په لاس کې دي مختلف پوهاوی ده او موږ نشو کولی په ډاډ سره ادعا وکړو چې کوم یو غوره یا ډیر سم دې . البته شواهدو او قراینو ته په استناد سره کولی شو یوې پوهې ته د بلې په نسبت غوره توب او لومړیتوب ورکړو.
 دا تعبير د لرغونو يوناني فيلسوفانو له افکارو سره ورته والی لري، چې هره پايله يې د شخصي ادراک پايله ګڼله او د مطلق حقيقت په توګه يې نه منله. د دې نظر په نیوکې سره دا ویلای شو چې که موږ ټول  فهمونه او بېلابېلې او ناڅرګنده پوهې ومنو، نو زموږ پلورالیسټي پوهه به هم  په قطعي ډول سمه نه شي ګڼل کېدای او د دین له مختلفو تعبیرونو څخه به یوازې یو وي. که ټولې دیني ډلې د خپلو نظریو په ګټه شواهد وړاندې کړي، او دیني پلورالیزم هم له دې قضیې څخه استثنا نه وي، نو کثرت پالنه څنګه د بین الادیاني ستونزو حل ګڼل کیدی شي، کله چې دا پخپله د ویش او تاو تریخوالي لامل کیږي؟
کله چې کومه فرقه، هغه اسلام وي یا مسیحیت، هڅه کوي خپل عقاید ثابت کړي او پر مخالفو عقایدو نیوکه وکړي، کثرت پالنه د فضا د کړکیچ او د سیالانو د شمیر د زیاتوالي لامل کیږي. که چیرې ونشي کولی چې مخالفان راجلب کړي، کیدای شي د جګړو او دښمنیو د زیاتوالي لامل شي. له پایلو څخه یې تکفیر، کرکې او د شخړو زیاتوالی یادولی شو.
 درېمه کارونه
 همدارنګه دریم لیدلوری هم شته چې په دې باور دی چې حقایق ګڼ دي او دا نه شو ویلی چې وجود او عدم او ریښتیا او درواغ په یو وخت کې دې حقیقت وي.
څلورمه کارونه
 د پلورالیزم څلورم ډول هم دی، چې وايي حقیقت له هغو برخو او عناصرو جوړ دی چې په هر دین کې موندل کیدی شي، او هیڅ دین په یوازېتوب سره د ټولو حقایقو جامع نه دې. له دې نظره، هیڅ دین دا ادعا نشي کولی چې د حقیقت کمال ته رسېدلی دې.
ادامه لري…
Previous Articleد رسنیو رول او د مسلمانانو په هویت د هغوی اغېزې (پنځه پنځوسمه برخه)
Next Article د اهل سنت او جماعت ځانګړنو ته یوه کتنه (درېيمه برخه)

اړوند منځپانګې

Blog

لوی اختر؛ د اطاعت او فرمان‌بردارۍ اُسوه

جمعه _6 _جون _2025AH 6-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

د تشریق ورځې او تکبیرونه

پنجشنبه _5 _جون _2025AH 5-6-2025AD
نور یی ولوله
متفرقه

دیوبند؛ د هند نیمه وچه کې د دیني مدرسو مور (لسمه برخه)

دوشنبه _2 _جون _2025AH 2-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه ډله «فرقه»  څلورمه برخه د کرامیه ډلې پر وړاندې د اهل سنت…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD0 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه پنځمه برخه د سیک مذهب لس تنه…

نور یی ولوله
اسلامي علما

د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (پنځه‌ويشتمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD1 Views

لیکوال: عبیدالله نیمروزي د ابوحامد امام محمد امام غزالي رحمه‌الله ژوندلیک پنځه‌ويشتمه برخه د مقام…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

کرامیه ډله «فرقه» (څلورمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD

سیکیزم؛ پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (پنځمه برخه)

چهارشنبه _2 _جولای _2025AH 2-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.