لیکوال: عبدالحمید "ګرګیج"
دیني پلورالیزم «کثرتپالنه» (لومړۍ برخه)
لنډیز
پلورالیزم (کثرتپالنه) له پخوانیو وختونو راهیسې د څیړونکو او پوهانو د توجه او تمرکز وړ و. د کثرت پالنې د نظریې څرګندېدل او وده مسیحي کلیساګانو ته نسبت ورکړل شوی او ویل کیږي چې دا مسئله د لومړي ځل لپاره د «هرمان توتسه» په نوم یوه طبیعت پوه په ۱۸۴۱ زېږدیز کال کې په خپل کتاب «میټافزیک» کې وکارول شوه. په کلیسا کې چې چا ډیر منصبونه او دندې درلودې، د «پلورالیسټ» په نوم یادېده.
د دیني کثرت پالنې له مخې، ټول الهي او انساني دینونه په ګډه سره صادقانه او ژغورونکي اوسېدی شي. «جان هیک» دا نظر د عیسویت نړۍ د انحصارګرۍ سره په مخالفت کې وړاندې کړ. د پلورالیزم نظریه د اسلام له کلامي مبانۍ او اصولو سره مطابقت نه لري. د پیروانو په نظر، دینونه په یوه اندازه او یو شان حق نه دي؛ ښایي ځینې یې له حقه نږدې او ځینې یې له حقه لرې وګڼي او یا ځینې یې باطل او ځینې یې نیمګړي وګڼي. هر څه چې وي، اسلام د لمر په شان دی، او نور آسماني دینونه د ستورو په څیر دي چې یوازې د لمر په نشتوالي کې رڼا کوي. د اسلام حقانیت پر نورو ټولو غیر تحریف شوو دینونو لومړیتوب او غوره والی لري. یوازینی حق دین اسلام دی.
سریزه
دیني پلورالیزم یوه تیوري ده چې ځینو غربي مفکرینو او ارواپوهانو د ایډیالوژیکي او ټولنیزو ننګونو په ځواب کې وړاندیز کړې ده. دا نظریه پدې باور ده چې په ټولنیزو عناصرو او عواملو کې د تنوع شتون مشروع دی او دا کثرت باید ومنل شي. دیني پلورالیزم په دې باور ده چې “حقیقت”، “ژغورنه” او “فلاح او رېښتینولي” ځانګړي او انحصاري نه دي او د یو ځانګړي مذهب یا کلتور په ملکیت کې ندي، بلکې دا مفاهیم د ټولو مذهبونو او مکتبونو ترمنځ ګډ دي. دا نظریه په دې ټینګار کوي چې هیڅ دین غوره والی نلري او د هر دین پیروان کولی شي په سمه لار روان اوسي او له فلاح او رستګارۍ څخه برخمن وي.
د پلورالیزم یا کثرت پالنې مفهوم د لوېدیځ کلتور څخه سرچینه اخلي او په اصل کې په کلیسایي متنونو کې کارول شوی، چیرته چې دا کلمه هغه خلکو ته اشاره کوله چې ډیر کلیسایي منصبونه یې درلودل. خو نن سبا په کلتوري او مذهبي برخو کې کثرت پالنه د عقایدو او طریقو د تنوع د منلو په معنا ده.
دا متن د خلکو د یوې ډلې د افکارو او لارو چارو لنډیز دی چې یوازې د یو ځانګړي دین پیروي کولو پرته له مختلفو عقایدو سره مخ شوي دي. دغو کسانو چې ښايي د يو خداى له عبادته يې سرغړونه کړې وي، د تاريخ په اوږدو کې يې په بېلابېلو نقابونو او نومونو د اسلام د ننګونې لپاره یې هڅې کړي. له بده مرغه له دې ډلې څخه ځیني کسان توانیدلي چې له ځانه سره د اسلامي امت له دننه څخه داسې کسان ملګري کړي چې د الله د بنده ګانو په اړه د الله تعالی نظر او لیدلوری نه مني.
د تاریخ په اوږدو کې په بشري ټولنو له حاکمو قوانینو څخه یو دادې چې په هره زمانه کې د هر قوم او ملت په لاس کې ځواک، وسیلې، زور او رسنۍ وي، هغه ملت او قوم په اسانۍ او بې له کوم لګښته توانیدلي چې خپل افکار او عقاید د هغو تر اغېزې او ولکې لاندې نورو توکمونو او قومونو ته ولېږدوي او د هغوی په منځ کې یې خپاره کړي، مهمه نده چې آیا دا نظرونه او فکرونه علمي ملاتړ او قوي او منطقي دلیل لري او که نه. زموږ په معاصر وخت کې هم، د اسلامي امت پر ډېرو بچیانو د غربي کلتور او نړۍ لید د نفوذ کیسه همدا کیسه ده. یو له دغو مکتبونو او فکري مذهبونو څخه چې په لویدیځه نړۍ کې عام دی د “پلورالیزم” په نامه یو مکتب دی او په اسلامي ټولنو کې هم ځینې خلک چې د دې نظریې اصول او بنسټ یې له لویدیځ څخه ترلاسه کړی دی د مسلمانانو په منځ کې هغه ته بلنه کوي او د کتابونو، مقالاتو او رسالو په لیکلو او خپرولو سره کله ناکله د مسلمانانو په منځ کې شکونه او شبهات رامنځته کوي او د ځوان نسل د ځینو د فکري انحراف لامل شوي.
د پلورالیزم معنی
Pluralism، چې د “Plural” کلمې له ریښې څخه اخیستل شوی چې د کثرت یا تعدد معنی لري، په انګلیسي په قاموسونو او کلتورونو کې د ټول پالنې یا کثرت پالنې په معنی کارول کیږي. دا اصطلاح د ایتلافي حکومتونو لپاره کارول کیږي چې د څو ګوندونو په یووالي سره رامینځته کیږي، او همدارنګه د هغو کسانو لپاره چې څو میرمنې لري او مشرکینو او د څو خدایانو د دینونو پیروانو ته کارول کیږي؛ ځکه چې دا ټول موارد د کثرت یا تعدد صفت له ځان سره لري.
په لویدیځ کلتور کې، پلورالیسټ په لومړي سر کې هغو کسانو ته ویل کېده چې په کاتولیک کلیسا کې یې ډیر مذهبي پوستونه درلودل او له دې لارې یې ډېر عواید ترلاسه کول .د وخت په تیریدو سره، د پلورالیزم مفکوره پراخه شوه او هغو کسانو ته کاورل کېده چې له ډیرو سرچینو څخه یې عواید ترلاسه کول؛ دا اصطلاح په تدریجي ډول په هر ډګر کې چې څو اړخیزه وه، کارول کیده او په مذهبي، کلتوري او سیاسي برخو کې یې خپل کارونه وموندله.
په سیاسي کلتورونو کې، کثرتیت هغه سیاسي فلسفې ته اشاره کوي چې په دې باور دې چې د یو فرد ګټې باید د دولت سره د هغه سیاسي تړاو پورې محدود نه وي، بلکې باید نورې ګټې لکه اقتصادي، مذهبي او نور هم په پام کې ونیول شي او دا ګټې باید په کې شاملې وي. د پالیسۍ او ټولنې پالیسي په ټاکلو کې باید په پام کې ونیول شي. کثرتیت هم په ټولنه کې د ګوندونو، ډلو، اتحادیو او ذوقونو په کثرت باور لري او د دې کثرت او تعدد په پالنه او هڅونه ټینګار کوي او دولت هڅوي چې دا ډلې د ټولنې په اداره کې برخه واخلي.
دا نظریه د« مونیزم» سره په تضاد کې ده، کوم چې دې فرضیې ته اشاره کوي چې حاکمیت او لوړه اراده یوازې د دولت په واک کې وي او دا چې ټول بنسټونه او افراد باید د سیاسي دولت تابع وي. له بلې خوا، کثرتیت په دې باور دی چې د حکومت واک باید د مختلفو ډلو لکه مذهبي، ټولنیزو او اقتصادي ډلو ترمنځ وویشل شي او د دولت انحصار نه وي.
تاریخي شالید
دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره د جرمني فیلسوف او منطق پوه “لوټز” لخوا په 1841 میلادي کال کې په خپل کتاب “ما بعد الطبیعه” کې معرفي شوه.
د شلمې پیړۍ په دوهمه نیمایي کې د مذهب د فلسفې په ډګر کې یو له جدي مسلو څخه د مذهبي کثرتیت یا د مذهبونو تنوع مسله ده چې په خپلواکه توګه د مسیحیت په نړۍ کې د “جان هیک” لخوا مطرح شوه.
د مذهبي کثرت پالنې د پیدایښت تاریخ
د دینونو ګڼوالی یوه پدیده نه ده چې یوازې په اوسني عصر پورې اړه و لري. لکه څنګه چې «ګلین ریچارډز» په خپل کتاب “د ټولو مذهبونو د نظریې په لور” کې اشاره کوي، د مذهبي تجربو ډولونه چې موږ یې نن ورځ ګورو د پخوا په پرتله پکې د پام وړ زیاتوالی نه دې راغلی. دا تجربې تل شتون لري، مګر هغه څه چې په تیره پیړۍ کې بدلون موندلی د مذهبي کثرت پالنې په اړه ډیر پوهاوی دې.
جان هیک هم ټینګار کوي چې د مختلفو دینونو شتون کومه نوې پدیده نه ده او دا چې لوی دینونه د تاریخ په اوږدو کې په ځانګړې توګه د لویو حرکتونو له لارې یو له بل سره اړیکه لري. په هرصورت، د عیسویت او اسلام ترمنځ دا اړیکې د خبرو اترو او تفاهم په پرتله د تعارض او شخړې پر بنسټ دي.
کثرت پالنه په خپل اوسني شکل کې، چې مختلف مذهبونه د خپلو پیروانو د روح د نجات، خلاصون یا بشپړتیا لپاره د ممکنه لارو په توګه مني، یوه پدیده ده چې د نوي عصر سره تړاو لري. د کثرت پالنې د تیورۍ ظهور د شلمې پیړۍ پورې اړه لري او په لومړي ځل د هارورډ د علومو د ښوونځي پروفیسور ولفرډ کانټویل لخوا وړاندیز شوی وه، او بیا د هغه د شاګردانو، په ځانګړې توګه د “دین فلسفه” کتاب کې د جان هیک لخوا رامینځته شوه. مذهبي کثرتیت په خپل اوسني شکل کې په عیسوي الهیات کې د یوې نقطې په توګه رامینځته شو او په دې برخه کې د جان هیک په څیړنه سره په عیسوي نړۍ کې پراخه شو.
د مذهبي کثرتیت فلسفې ریښې د فلسفې او مذهب په لرغوني تاریخ کې موندل کیدی شي. د دې مکتب ځینې عناصر په مختلفو مذهبونو کې لیدل کیدی شي، ډیری وختونه د هغو خلکو لخوا چې د معمول طریقې سره یې مخالفت کړی وي. په هرصورت، د فرضیې یا فکري مکتب په توګه د کثرتیت رامینځته کول په تیرو یوې یا دوه پیړیو پورې محدود دي.
ځینې معاصر لیکوالان په دې باور دي چې اقتصادي او سیاسي عوامل په وروستیو پیړیو کې د کثرتیت افکارو په راڅرګندېدو او وده کې مهم رول لوبولی دی. تر نولسمې پېړۍ پورې د نړۍ د سترو مذهبونو تر منځ رابطه او تفاهم کم ليدل کېده. له نولسمې پېړۍ څخه په تېره بيا په شلمه پېړۍ کې په بېلابېلو برخو کې د اړيکو له پراخېدو سره، د بېلا بېلو مذهبونو په اړه د لا ښه پوهېدو لېوالتيا د علمي ټولنو تر منځ رامنځته شوه. په 1950 او وروسته کې، دا نظر چې باید د لوی مذهبونو، په ځانګړې توګه د اسلام، عیسویت او یهودیت ترمنځ د یو بل په اړه د لا دقیقې پوهې پر بنسټ متقابل تفاهم او ارتباط شتون ولري، په کلکه په پام کې ونیول شو. همدغه فکر د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خوځښتونو او پرمختګونو بنسټ جوړ کړ، په ځانګړې توګه په اکاډمیک چاپیریال کې، په دې لار کې سیمینارونه، کنفرانسونه او غونډې ترسره شوې. دا پرمختګونه او ارتباطات تر ډېره په ادراکي او تشريحاتو کې رامنځ ته شوي او کله کله به يې د بحث او خبرو تر عنوان لاندې تر سره کېدل.