Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د امنيت ارزښت (اتمه برخه)
اسلام پنجشنبه _10 _اکتوبر _2024AH 10-10-2024AD

په اسلام کې د امنيت ارزښت (اتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکوال: "ابوعائشه"

په اسلام کې د امنيت ارزښت (اتمه برخه)

کله چې موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم ژوند په دقت سره وڅېړو، نو وينو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د امن او خوندي چاپېریال د رامنځته کولو لپاره ډېر تدبیرونه نیولي دي، تر څو خلک په سولې او اطمينان کې وي او د هیڅ ډول خطر څخه وېره ونه لري. که څه هم د رسول الله صلی الله علیه وسلم د سیرت په څېړلو سره ډیری پیښې موندلی شو، مګر لاندې ځینې پيښې ذکر کوو:
۱. د جومات جوړول
مدینې ته له هجرت وروسته رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو د راغونډولو لپاره لومړی ګام واخيست چې هغه د جومات او مسجد جوړول وو. په دې نېک او مبارک عمل سره رسول الله صلی الله عليه وسلم غوښتل چې مسلمانان پنځه وخته سره راټول شي، د خپل رب عبادت وکړي، یو بل وپېژني او د یو بل له ستونزو څخه خبر شي. همدارنګه، کله چې ناامني او یا ستونزې رامنځته شي، په جومات کې مشوره وکړي او د هغه د حل کولو پرېکړه وکړي؛ ځکه په هغه وخت کې جومات د راغونډېدو، د ستونزو د حل او مشورې یوازینی مرکز وو.
د «الأمن في القرآن والسنة» کتاب لیکوال لیکي: «[رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې ته له هجرت سره د مسجد په جوړولو پیل وکړ] ترڅو د خلکو د راغونډېدو، عبادت، د چارو د اداره کولو، د اسلامي احکامو او د رسول الله صلی الله علیه وسلم د بياناتو د بیان مرکز وي.»
لومړی کار چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې وکړ هغه د جومات جوړول وو چې له هغه ځایه د «الله اکبر، الله اکبر» نارې پیل شي او دا پاک جومات د اسلامي امت لپاره د روزنيز راغونډېدو مرکز وي. په دغه جومات کې مسلمانانو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د الله تعالی وحيه او د دین اړوند مسایل زده کول. دا جومات همدارنګه د نظامي قوماندې ځای و چې د خدای تعالی په لاره کې پیل شو.
یو له هغو لاملونو څخه چې جومات د سیمې د خلکو پر امنیت، سولې او ډاډمنتیا مثبت اغېز کولای شي، د نبوي جومات جوړول دي. له بلې خوا که جومات د الله تعالی د رضا لپاره نه وي، په ټولنه کې د ضرار د جومات په څېر د تفرقې او نفاق لامل ګرځي. په هغه وخت کې ټول پلانونه او مشورې په جومات کې کېدې. له همدې امله د اسلام په پيل کې د جومات او د هغې جوړونې ته پاملرنه ډېره مهمه وه.
ضرار جومات د منافقانو لخوا جوړ شوی وو. دغې ډلې غوښتل چې له دغه سپېڅلي ځای څخه ناوړه ګټه پورته کړي او مسلمانانو ته زیان ورسوي او په ښار او سیمه کې د تفرقې، جلاوالي او ناامنۍ لامل شي. الله سبحانه وتعالی په دې اړه فرمایي: «وَالَّذِينَ اتَّخَذُوا مَسْجِدًا ضِرَارًا وَكُفْرًا وَتَفْرِيقًا بَيْنَ الْمُؤْمِنِينَ وَإِرْصَادًا لِمَنْ حَارَبَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ مِنْ قَبْلُ»؛ ژباړه: «او [د منافقانو څخه] داسې کسان شته چې د نفاق او دوه‌مخې پر بنسټ يې جومات جوړ کړ، ترڅو مؤمنانو ته تاوان ورسوي، د کفر او تفرقې لپاره، او همدارنګه يو مورچل د هغو کسانو [د راغونډېدو] لپاره چې مخکې یې د خدای او د هغه د رسول سره جګړه کړې وه.”

 

ادامه لري…
Previous Articleعلامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (نهه دېرشمه برخه)
Next Article علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (څلوېښتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD3 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.