لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (څلوردېرشمه برخه)
د علامه ندوي رحمه الله د ژوند روحاني شېبې
د مولانا د مېرمنې استغناء
څرنګه چې د مولانا کور له روحانیت او معنویت څخه ډک و او تل به پکې ذکر، تسبیح، تلاوت او دیني بحثونه کېدل، نو د هغه مېرمن هم له دې روحاني فضا ډېره اغېزمنه شوه. بلال عبدالحی حسني لیکي: «د هغې (د مولانا د مېرمنې) بله ځانګړنه زهد او استغناء وه. د مولانا په حضور کې سوغاتونه او ډالۍ راتللې او مولانا هغه خپلې مېرمنې ته استولې او هغې هم سمدلاسه یې وېشلې؛ هر څوک به چې راغی، په تش لاس به نه ستنېده او نه به یې له دوه یا درې لاسو زیاتې جامې راټولې کولې. څو ځله داسې وشول چې نوې جامې به یې اغوستي وې؛ که به د کومې مسکینې ښځې خوښې شوې نو سمدستي به یې نورې جامې واغوستې او هغه به یې غریبې ښځې ته ورکړې. هغه د خپل ژوند په پای کې له دنیا څخه ډېره وېرېدله او د خدای سره د لیدو هیله پرې غالبه شوې وه.»
هو، هغه کسان چې د مراد په اسونو ناست او د معنوي دنیا سفر یې کړی وي، هېڅکله به د نفس او خواهش په بند کې نه وي او د دوی لپاره به د فاني دنیا څخه، تلپاتې دنیا ډېر ارزښت ولري.
د عاجزۍ او تواضع سمبول او څېره
تواضع د علم او پوهې د سترو شخصیتونو له غوره او عالي صفتونو څخه ده. هر هغه څوک چې د علم او پوهې، تقوا او روحانیت څخه برخمن شوی وي، د عاجزۍ او تواضع په لور یې غښتلی ګام پورته کړی وي؛ ځکه چې دوی په بصیرت او معرفت پوه شوي چې:
افتادګي آموز اګر طالب فیضی هرګز نخورد آب زمین که بلند است
تواضع کند هوشمند ګزین نهد شاخ پر میوه سر بر زمین
د خدای قانون دا دی چې څوک د خدای د رضا لپاره له تواضع څخه زیاته ګټه پورته کړي، خدای تعالی به هغه د علم او رفعت درجې ته لوړ کړي. «من تواضع لله رفعه الله».
امام ندوي رحمه الله د خپل عاجزۍ له امله یو له سترو شخصیتونو څخه وو او د ډیرو خلکو لپاره نمونه و. ويلای شو چې دغه ارزښتناک صفت د نورو فضيلتونو ترڅنګ د هغه په وجود کې څرګند و او د هغه د لوړتيا لامل شو. مولانا ندوي د ټولو خلکو په وړاندې خپله تواضع وښوده او د کوچنیانو او ماشومانو په مخ کې به یې هم پښې نه اوږدولې او که به یې داسې وکړل نو د سختۍ او مجبورۍ له امله به یې تل له ټولو بښنه غوښتله؛ دا د هغه د بشپړې عاجزۍ نښه وه.
بلال عبدالحی حسني وايي:« ما پخپله لیدلي چې د یوه معاصر شیخ له وفات وروسته چې زوی یې د مولانا سره ملاقات ته راغی، مولانا له خپل ځای څخه پورته شو او د هغه مخې ته په ګونډو کېناست.
ادامه لري…