Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د ښځې مقام (اتلسمه برخه)
اسلام شنبه _28 _سپتمبر _2024AH 28-9-2024AD

په اسلام کې د ښځې مقام (اتلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکواله: "ام عایشه"

په اسلام کې د ښځې مقام (اتلسمه برخه)

 د ښځو سره سلا او مشوره کول
 الله سبحانه و تعالی فرمایي: «وامرهم شوری بینهم»؛ ژباړه: (او د دوی کار په خپل منځ کې په مشوره ولاړ دی.) د دې په پام کې نیولو سره چې خلک تل د نارینه او ښځینه دوو ډلو څخه جوړ شوي، د اسلامي شریعت له مخې د دواړو ډلو لپاره د سلا او مشورې حق ثابت شوی دی. د رسول الله صلى الله عليه وسلم په زمانه کې د شورا حکم په خپلو څرګندو او روښانه بېلګو سره په داسې ډول پلي کېده چې په هغه کې د اختلاف ځای نه دی پاتې.
 له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت دی چې د حدیبیې د سولې په ورځ، دوی ام سلمه رضی الله عنها ته ورغلل او له خپلو اصحابو څخه یې شکایت وکړ چې هغو ته یې امر کړی چې د نذرانې څاروي حلال کړي او خپل سرونه وخریي، خو هغوى د دې مناسکو له ترسره کولو ډډه کړې. ام سلمه رضي الله عنها ورته وویل: «یا رسول الله صلی الله علیه وسلم، ایا ته خوښ یې چې دوی دې دا کار وکړي؟ بهر لاړ شه او له هېچا سره خبرې مه کوه تر څو چې خپل اوښ حلال نه کړې او چاته ووایې چې سر دې وخریي.» په دې توګه رسول الله صلی الله علیه وسلم بهر راووت او د ام سلمه رضی الله عنها خبره یې عملي کړه.
 ډاکټر سعید رمضان بوطي وایي:«رسول الله صلی الله علیه وسلم ته اړتیا نشته چې له ام سلمه رضی الله عنها سره مشوره وکړي؛ ځکه چې هغه صلی الله علیه وسلم په ​​خبرو او عمل کې د تجربې، حکمت او بصیرت له وجې د خدای د عنایت او پېرزوینې لاندې دې؛ خو لکه څنګه چې حسن بصري او نورو ویلي دي، رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتل چې خلک په دې مشوره کې د هغه پیروي وکړي او له داسې ښځې سره چې په علم، پوهه او بصیرت کې له دوی څخه کمه وي، په مشوره کې د شرم او کمۍ احساس ونه کړي. داسې ښکاري چې دا د امت لپاره یو ډول ښوونه وه چې په داسې مواردو کې ښځې له پامه و نه غورځوي او کمې یې و نه ګڼي؛ بلکې له هغوی سره مشوره او نظرغوښتنه وکړي.
 ابن حجر عسقلاني رحمه الله هم په «الاصابه» کتاب کې له ابو برده له پلار څخه نقل کړی چې هغه ویلي دي:«موږ ته د عایشه رضی الله عنها څخه پوښتنه کول کومه ستونزه نه وه، مګر دا چې موږ ولیدل چې هغې په دې اړه پوهه درلوده.» عطاء بن ابورباح هم وايي:«حضرت عائشه رضی الله عنها په خلکو کې تر ټولو فقیهه او د نظر په بیانولو کې تر ټولو غوره وه.»
حضرت عمر رضي الله عنه له حضرت عائشې رضي الله عنها سره د ښځو په مسايلو او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د کور د حالاتو په اړه مشوره کوله، لکه څنګه چې د نورو ښځو سره يې هم مشوره کوله. هغه له خپلې لور حضرت حفصه رضي الله عنها سره د هغه وخت د ټاکلو په اړه مشوره وکړه چې سړی کولای شي له خپلې مېرمنې لرې پاتې شي او په جهاد او نورو چارو کې بوخت شي. حضرت حفصه رضي الله عنها فرمايي چې له مېرمنې څخه د غيبت تر ټولو اوږده موده بايد څلور مياشتې وي. حضرت عمر رضي الله عنه دا وړانديز ومنلو او دا موده يې د نارينه وو  د استول شوو پلاوو لپاره ضرب الاجل وټاکه.
همداراز ابوبکر، عثمان او علي رضی الله عنهم هم له ښځو سره مشورې کولې. د تاریخ او سیرت د هیڅ کتاب په څنډه یا حاشیه کې موږ داسې څه نه وینو چې وښيي کوم صالح خلیفه یا صحابه ښځې د مشورې له حقه بې برخې کړي وي او د هغوی نظر یې له پامه غورځولی وي. د رسول الله صلى الله عليه وسلم په احاديثو او سنتو كې داسې څه نه دي موندل شوي چې په ډاګه او صراحت سره ووایي  چې ښځه د مشورې حق نه لري. همدارنګه، موږ په هیڅ اسلامي منابعو او مصادرو کې نه شو موندلی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په ځینو مسایلو کې د نارینه وو سره مشوره کړې وي او د ښځو سره یې له مشورې څخه ډډه کړې وي.

 

 ادامه لري…
Previous Articleاسلامي حجاب او ښځه په جاهليت او اسلام کې (دوهمه برخه)
Next Article ځوانان؛ بې مثاله شتمنۍ (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل‌ پاتې معجزه (برخه: ۶۰)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD2 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD5 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
دینونه

شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD12 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان ‌پرستي (برخه: ۲۸) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې د…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.