Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»په اسلام کې د ښځې مقام (څوارلسمه برخه)
اسلام دوشنبه _23 _سپتمبر _2024AH 23-9-2024AD

په اسلام کې د ښځې مقام (څوارلسمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
لیکواله: "ام عایشه"

په اسلام کې د ښځې مقام (څوارلسمه برخه)

ښځو ته د زده کړې حق ورکول
 د الهي پیغمبرانو یو له مهمو دندو څخه ښوونه او روزنه ده. الله تعالی فرمایي: «هوالذی بعث فی الامیین رسولا منهم یتلو علیهم آیاته و یزکیهم و یعلمهم الکتاب و الحکمة»؛ ژباړه: [الله تعالی] هغه ذات دې چې د نالوستو خلکو په منځ کې یې له دوی څخه پیغمبر رالېږلی دی چې دوی ته د هغه آیتونه تلاوت کوي او دوی تزکیه کوي او کتاب او حکمت ور زده کوي.»
 لکه څنګه چې اسلام د علم او پوهې لاسته راوړلو ته هڅونه کوي، ښځې یې هم له دې پراخ دسترخوان څخه نه دي بې برخې کړي او د علم او زده کړې په برخه کې یې د نارینه او ښځو ونډه یو شان او مساوي ګڼلې ده. د اسلام د سپېڅلي دين موخه دا ده چې ټول انسانان په دې مهم کار کې پرمختګ وکړي او د کمال لوړو پوړونو ته ورسیږي. له همدې امله، داسې شرایط یې چمتو کړي چې د نارینه وو په څیر، ښځې کولی شي پوهه ترلاسه کړي او ځان ته وده ورکړي. اسلام دوی ته نه یوازې دا چې د علم او پوهې زده کړې اجازه ورکړې، بلکې دا یې اړین او ضروري ګڼلې ده. د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:«طلب العلم فریضة علی کل مسلم»؛ ژباړه: د علم او پوهې حاصلول په هر مسلمان نر او ښځه لازم او ضروري دي.
 اسلام نه غواړي چې مسلمانې ښځې خپل ژوند په غفلت او جهالت او له هر ډول پرمختګ او کمال څخه لرې تېر کړي. د رسول الله صلی الله علیه وسلم احادیثو هم د علم د حصول په اړه د نارینه او ښځینه تر منځ برابروالی تامین کړی دې. له حضرت ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:«څوک چې د علم لاره لټوي، الله تعالی به ورته د جنت لاره اسانه او هواره کړي.»
 دا حدیث په عمومي ډول بیان شوی او نارینه او ښځینه پکې شامل دي. همدارنګه له هغه احادیثو څخه دی چې د علم په زده کړه کې د ښځې او نارینه برابروالی ثابتوي او هر څوک دې عاقلانه حرکت ته هڅوي، که څه هم هغه مینځه وي، له هغې څخه وغواړي چې خپل وخت د علم حاصلولو لپاره وقف کړي، په علمي ناستو کې برخه واخلي او په دې برخه کې د نورو سره سیالي وکړي.
 حقیقت دا دی چې لوستل او لیکل په انسانانو باندې د الله تعالی له نعمتونو څخه دي او د پلرونو لپاره دا مناسبه نه ده چې خپلې لوڼې له زده کړې څخه بې برخې کړي او د خپلو زامنو په شان دې د خپلو لوڼو تعلیم ته هم پام وکړي او په دې اړه د نجونو او هلکانو ترمنځ توپیر و نه کړي.
 اسلام تل د ښځو د تعلیم غوښتنه کړې ده؛ ځکه ښځه د خپلو اولادونو د روزلو لپاره د ښوونځی په شان دې. که ښځه بې تعلیمه، ناپوهه او نالوستې وي، نو اولادونه به یې هم بې تعلیمه، جاهل او نالوستي وي.
ښځو ته د واده حق ورکول
 د اسلام له نظره د ښځو د درناوي يوه بېلګه دا ده چې د جاهليت په دوره کې واده د نارینه و په وړاندې د ښځو يو ډول غلامي وه. اسلام دا په ديني او مدني تړون بدل کړ چې د نارينه او ښځې تر منځ د مينې ، د دوو کورنیو ترمنځ د مینې او خپلوۍ د دایرې د پراخولو او له والدینو څخه اولادونو ته د رحمت او انساني عاطفې د لېړلو له لارې له جنسي اضطراب څخه د نفس د هوساینې طبيعي حق پوره کړي؛ لکه څنګه چې خدای تعالی فرمایي: «ومن آیاته ان خلق لکم من انفسکم ازواجا لتسکنوا الیها و جعل بینکم مودة و رحمة ان فی ذالک لآیات لقوم یتفکرون»؛ ژباړه:  “او د هغه له نښو څخه دا هم ده چې هغه ستاسو لپاره ستاسو د خپل جنس څخه مېرمنې پیدا کړې ترڅو تاسو د دوی ترڅنګ ارامه شئ او ستاسو په مینځ کې یې مینه او رحمت ځای په ځای کړ، دا د هغو خلکو لپاره نښې دي چې فکر کوي.”
 ښځه هم په دې واده کې د ټاکلو او غوره کولو حق لري. خنساء بنت خدام په دې خپه وه  او شکایت یې درلود چې یو چاته په نکاح ورکړل شوې وه. له قاسم څخه روایت دی چې: د جعفر له اولادې څخه یوه نجلۍ ویره درلوده چې پلار به یې د هغه د ناخوښۍ په صورت کې یو کس ته په نکاح کې ورکړي، نو هغې دوو معززو کسانو عبدالرحمن او مجمع ته قاصد ولېږه او هغو دواړو وویل: «مه خپه کېږه، موږ به دا ستونزه حل کړو.» د خنساء پلار هم هغه په ​​زوره یو کس ته په نکاح ورکړې وه او رسول الله صلی الله علیه وسلم یې نکاح فسخ کړه.
 یو له هغو مواردو څخه چې د اسلام مبارک دین ښځو ته عزت او قدر ورکړی دا دې چې د عربو، بني اسرائیلو او نورو قومونو نارینه وو به د خپلې خوښې له مخې له ډېرو ښځو سره ودونه کول او د دوی تر منځ عدالت شرط نه و؛ د اسلام سپېڅلي دين دا حالت په څلورو ښځو محدود او مشروط کړ او كه څوك دا وېره ولري چې د دوو مېرمنو تر منځ به عدل ونه كړي، نو لازمه ده چې په يوې ښځې ځان محدود كړي. الله جل جلاله زیاتوالی په دې شرط مباح ګرځولی چې هغه څوک چې اړتیا ورته لري د نفقې د برابرولو، عفت او عدالت وړتیا ولري.
 د« منار» په تفسير كې راغلي دي: «په اروپا او نورو ځايونو كې ځينې خلك په دې اند وو، چې د ښځې لپاره مناسبه نه ده چې د دین پیروي کوونکې اوسي؛ حتا په رسمي توګه يې د سپېڅلو كتابونو له لوستلو هم منع كړې وې؛ خو اسلام راغی او نارینه او ښځو ته یې د مؤمنانو او  مؤمناتو، مسلمانو او مسلماتو د لقبونو په ورکړې سره د کارونو او اعمالو د ترسره کولو خطاب وکړ.
 په ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي برخو کې د ښځو حضور ته اجازه ورکول
 په اسلام کې ښځو ته په ټولنیزو، سیاسي او کلتوري چارو کې د دخالت حق ورکړل شوی، خو په دې شرط چې خپل شرافت، عفت او د انسانیت حریم وساتي.

 

 ادامه لري…
Previous Articleد عقل ځواک او د هغه ساحه (څلورمه برخه)
Next Article علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (اووه ویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD
نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۴)

دوشنبه _19 _جنوري _2026AH 19-1-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶) د انسان تنفسي سيستم (د…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD7 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳) په دې…

نور یی ولوله
نظریات او فکري مکاتب

د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې ټکر (برخه: ۱۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD10 Views

لیکوال: م. فراهی توجګي د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره یې…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵)

چهارشنبه _21 _جنوري _2026AH 21-1-2026AD10 Views

لیکوال: دوکتور نور محمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۵) د انسان په هاضمې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۵۶)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې دالهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۳)

پنجشنبه _22 _جنوري _2026AH 22-1-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.