Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلامي علما»علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شلمه برخه)
اسلامي علما چهارشنبه _11 _سپتمبر _2024AH 11-9-2024AD

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شلمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
 لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"

علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (شلمه برخه)

 د پوهنې وزارت کې
 موږ پرېکړه وکړه چې شپږ ورځې په کابل کې تېرې کړو؛ د پوهنې وزارت د سعودي عربستان د سفارت په مرستې د غونډو، مرکو، لیدنو او وینا وړاندې کولو پروګرامونه چمتو او وړاندې کړل.
 د کابل پوهنتون د شرعیاتو پوهنځي رئیس پوهند غلام محمد نیازي په دې پلانونو او په ځانګړې توګه د میلمنو د ښه راغلاست په برخه کې ډېرې هڅې او هلې ځلې وکړې.
  لومړنۍ نېکمري د دې پلاوي د ملګري او ژباړن په توګه د شرعیاتو د پوهنځي د استاد عبدالرب رسول سیاف ټاکنه وه. نوموړی د دې دقیق او ستونزمن ماموریت لپاره له هر اړخه چمتو و او ما له هغه څخه بل وړ او مخلص ژباړن ونشو موندلی چې د ویونکي له ژبې څخه خپلې ژبې ته نقل او ژباړل ترسره کړي. استاد سیاف چې د الازهر پوهنتون د اصول الدین له څانګې څخه فارغ دی، له زده کړیالانو سره ژورې اړیکې لري او د اسلامي لارښوونو او د پوهنځیو او پوهنتونونو د سمو اصولو پر بنسټ د محصلینو فکري روزنې ته ځانګړې پاملرنه کوي. هغه له ما سره تر لیدو مخکې زما ځینې کتابونه لوستي وو او ډېر ملګري یې د استاد سید قطب، استاد مودودي او کاتب سطور له کتابونو سره مینه لري او لیواله دي چې په دوو رسمي ژبو( پښتو او دري) وژباړل شي.  دوه نور پوهاند ډاکټر محمد موسی توانا او برهان الدین رباني هم ځیني ژباړې او لیکنې لري چې چاپ او خپرې شوې دي.
 شپږ ورځې مو چې په کابل کې تېرې کړې، د هېواد د ارزښت او پراخوالي په پام کې نیولو سره ډېرې محدودې وې؛ مګر د پروګرامونو او ارزښتناکو کارونو په برخه کې، کافي ګټه یې له ځان سره لرله. موږ د لنډې مودې د پاتې کیدو تاوان او جریمه چې د ځینو لاملونو له امله مجبور وو، د بوختیاوو او سختو کارونو او پرله پسې پروګرامونو په منلو او زغملو سره ادا کړه. کله کله به په یوه ورځ کې څلور یا پنځه پروګرامونه جوړېدل چې په هغو کې لویو مکتبونو ته تلل او په هغو کې وینا کول، د مشهورو شخصیتونو سره ملاقاتونه او په محفلونو کې ګډون او ځینې ورځې به د ډېرو ګرځېدلو، لیکچرونو او بې خوبیو له امله به ناوخته او ستړي بیرته راستانه شوو؛ خو د قدرمنو وروڼو له هرکلي او د ځوانانو له لېوالتیا او ښه غبرګون سره چې موږ مخامخ کېدلو، قوت او خوښي به راتله او ستړیا به مو جبران شوې.
د علمي انستیتیوتونو او کلتوري مرکزونو لیدنه
 د امام ابوحنيفه رحمه الله مدرسه د هغو علمي مکتبونو او فرهنګي مرکزونو په سر کې وه چې موږ به يې ليدنه کوله او استادانو او شاګردانو ته به مو ويناوې کولې؛ دا مدرسه د کابل ولایت په بګرامیو سیمه کې موقیعت لري.
 په دې مدرسه کې درې پړاوونه لومړنی، منځنی او عالي شامل دي. د دې ادارې وړ مشر پوهاند محمد سیلاني موږ ټولګي، خونې او د ډوډۍ خوړلو تالار ته بوتلو او بیا مو د ګڼ شمېر محصلینو او استادانو په حضور کې خپه وینا هغوی ته واوروله. دوی ډاډ راکړ چې ګډونوال په عربي سره بلد او پوهیږي؛ نو ځکه د ژباړونکي اړتیا نه وه. دوهمه مدرسه چې ورغلو، دارالحفاظ و؛ مدیر یې سید محمد یعقوب هاشمي موږ ته ښه راغلاست ووېل او په زړه پورې مراسم یې تنظیم کړل.
 دریم د زده کړې مرکز چې لیدنه مو ورڅخه وکړه، د کابل دارالعلوم و چې یو لوی علمي مرکز او په پلازمینه کې ترټولو لوی دیني مدرسه ده. خبر شوم چې اوسنی لومړی وزیر ډاکټر محمد موسی شفیق د دې لېسې له فارغانو څخه دې. دارالعلوم له تکړه استادانو او مشهورو مشرانو څخه برخمن دې او شیخ محمد ګل یې د استادانو مشر دې.
 د مدرسې په انګړ کې لویه غونډه جوړه شوې وه، چې د ښار ګڼ شمېر علماوو او ګڼ شمېر مخورو او مشرانو په کې برخه اخیستې وه؛ پلاوی له ډېر شور او شوق او ښه راغلاست سره مخ شو.
 ما او استاد احمد محمد جمال وینا وکړه. زما خبرې د خليفه حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه د وياړونو په اړه وې، چې په ډېره مېړانه يې د کافرانو او مرتدينو له شره دين ساتنه کوله او د هغه ابدي وينا په بيانولو کې يې چې فرمايي:  “اینقص الدین و انا حی”  او په خپل هېواد کې د علماوو د مسوولیت په اړه هم ځینې معلومات وړاندې کړل. په دې مراسمو کې موږ په آزاده توګه او د داخلي غوښتنې سره سم خبرې وکړې؛ ځکه علمي او دیني فضا حاکمه وه او اکثره حاضرین په عربي ژبه پوهیدل.
د هغو سترو علمي مؤسساتو په سر کې چې د استادانو او محصلینو د لیدو او د لیکچر ورکولو ویاړ مو په برخه شو، د شرعیاتو پوهنځی و چې د پلاوي د غړو لپاره چې د علم او دیانت له کورنیو څخه وو، اصلي کوربه او منظم ځای ګڼل کېده او په دیني موضوعاتو کې پکې په څېړنه او تحقیق بوخت وو. رئیس یې ډاکټر غلام محمد نیازی یو له هغو سترو استادانو او څیړونکو څخه دې چې د دین په اړه ژوره پوهه او په اسلامي څیړنو کې کافي مهارت لري. دغه پوهنځي د قدرمنو وروڼو او همکارانو د پیژندګلوۍ په موخه د ماښام ډوډۍ جوړه کړې وه او د دوی د هڅو له امله د کابل پوهنتون په لوی تالار کې د یو شمېر سفیرانو، استادانو، فرهنګپالو او  لوړو پوړو کارکوونکو او بې شمېره محصلینو په شتون کې یوه شانداره غونډه جوړه شوه.
 موږ د “ملالۍ” د نجونو له لېسې څخه لیدنه وکړه، چې د ملالۍ (یوې افغانې میرمنې) په نوم نومول شوې، چې د خپلواکۍ د غورځنګ له مشرانو څخه وه. په دې لېسه کې ښاغلي احمد محمد جمال په اسلامي شريعت او ټولنه کې د مسلمانو ښځو مقام، حقوق او درناوی په خوږو الفاظو بيان کړل. کله چې موږ په دې لېسه کې وو، موږ داسې احساس کاوه چې د اروپا په پلازمینه کې د نجونو په ښوونځي یا د لویدیځ کلتور په مرکز کې یو.
 له حیا او شرم سره ګډه بي حجابي عام و.  په درنښت او وقار سره يې له ويناوال څخه پوښتنې وکړې او هغه يې په وړتيا او هوښيارۍ ځوابونه ورکړل. استاد احمد محمد جمال د مسلمانو ښځو د حقوقو او د اسلامي شريعت او بهرنيو قوانينو تطبیقي څېړنه او تحلیل کې تخصص لري. مېرمن مدیرې د څو واده حق د ښځو سپکاوی وباله او د دې د منع کولو لپاره يې د ټولنيزې فتوا د صادرولو غوښتنه وکړه؛ خو پروفیسور هغه لاملونه او عوامل تشریح کړل چې اسلام دا حق ساتلی دې.
 موږ د “استقلال” په نوم د هلکانو عالي لېسې ته لاړو. دا لېسه په نوې بڼه کې جوړه شوې وه چې د فرانسوي سبک سره ورته والی درلود او د هغې مدیر پروفیسور عبدالهادي هم په فرانسه کې زده کړې کړي دي. په دې ښوونځي کې ما زده کوونکو ته د “نمونې” یا موډل په موضوع او د ځوانانو د شخصیت او اخلاقو په جوړولو او روزنه کې د هغې د اغیزې په اړه لیکچر ورکړ.
 ادامه لري…
Previous Articleعلامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (نولسمه برخه)
Next Article اسلام او ډیموکراسي (څلورویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD4 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.