لیکواله: "ام عایشه"
په اسلام کې د ښځې مقام (شپږمه برخه)
د قرآن له نظره په اسلام کې د ښځې مقام
د مسؤولیت په اخیستلو او ترسره کولو کې ښځې له نارینه وو سره برابرې دي او د اسلام له نظره ښځې په مستقیمه توګه د پېر او پلور، مالکیت او نورو راکړو ورکړو حق لري او په خپل ټولنیز برخلیک کې برخه اخیستلی شي چې دا په اسلام کې د ښځو د درناوي یو له مظاهرو او بېلګو څخه ده. خدای تعالی په قرآن کریم کې فرمایلي دي چې انسانان یې له یو نر او ښځې څخه پیدا کړي دي او ټول سره برابر دي او د خدای په نزد د غوره والي معیار نیک عمل او تقوی ده؛ لکه څنګه چې فرمايي: «یا ایها الناس انا خلقناکم من ذکر و انثی و جعلناکم شعوبا و قبائل لتعارفوا ان اکرمکم عندالله اتقاکم ان الله علیم خبیر»؛ ژباړه: اې خلکو! موږ تاسو له یوه نر او ښځې څخه پیدا کړي یاست او په قبیلو مو ووېشلئ ترڅو یو بل وپیژنئ، بې له شکه د الله تعالی په نزد په تاسو کې تر ټولو عزتمند هغه څوک دی چې په تاسو کې تر ټولو پرهیزګار وي، بې شکه چې الله په هر څه پوه او خبر دی.
په اسلام کې د دين له ظهور وروسته د ښځو ارزښت ډېر زيات شو. له اسلام نه مخکې ښځې د شرم او ننګ سرچینه ګڼل کېده او له لومړۍ ساه اخیستلو وړاندې به ژوندۍ ښخېدلې؛ خو د اسلام له ظهور وروسته ښځو ته په ژوند کې دومره عزت او مقام حاصل شو چې ذوالجلال خالق په خپل ابدي کتاب کې د “بُشر” له کلمې سره د هغوی زېږېدل د خوشالۍ او زیری په توګه ذکر کړي دي. همدارنګه د بشریت ستر لارښود حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په خپلو ښکلو ویناوو کې د نجونو د ملاتړ غوښتنه وکړه او ویې ویل چې نجونې د خپلو روزونکو لپاره ژغورونکې دي او ویې ویل چې که هغوی ښې وروزل شي، روزونکو او پالونکو ته به د جنت زیری ورکړل شي.
د اسلام په نظام کې ښځې لوړ مقام لري چې د ښځو په وړاندې د پخوانیو ادیانو او تمدنونو د سپکاوي چلند ته په کتو ډېر د ستاینې وړ دې. د اسلام په نظام کې ښځې د ټولنې په جوړولو کې اساسي او بنسټیز رول لوبولی شي. د نورو اديانو په پرتله اسلام ښځو ته ځانګړې پاملرنه کړې او هغې ته يې د ملکيت، اقتصادي خپلواکۍ او په مهمو او پرېکنده چارو کې د سياسي او ټولنيز حضور حق ورکړی دې. اسلام د ښځو بشري او مدني حقونو ته ډېره پاملرنه کړې ده، تر څو هغوی د اسلام د لوړو اهدافو د پرمختګ لپاره د خپلو استعدادونو او وړتیاوو د ښودلو فرصت ولري؛ دا ځکه چې اسلام د امت ټول غړي د ټولنيزو چارو د تنظيم او د ټولنې د سرلوړۍ مسوول ګڼي. د نساء (ښځو) په نوم د سورت نزول په ټولنه کې د دوی اهمیت او رول په ګوته کوي. قرآن کریم نارینه او ښځې ته مساوی خطاب کړی او په عبادت کې یې هیڅ توپیر نه دی کړی او د پیدایښت له لحاظه یې یو شان ګڼلي دي.
هیثم بن عدي وایي: «د انجونو ژوندي ښخول د عربو په ټولو قومونو کې یو عام دود و او لږ تر لږه له لسو کسانو څخه یوه یې دا کار کاوه. کله چې اسلام راغی، عربو د نجونو د ژوندي ښخولو لپاره مختلفې انګیزې درلودې؛ ځینې یې د غیرت او شرم او د لوږې له امله چې د نجونو لخوا څخه دوی ته راځي، او ځینې یې د نجونو د شکل او مخ له امله په دې ناوړه کار لاس پورې کاوه، د بیلګې په توګه: تور پوستکې انجونې، یا په پوستکي سپین داغونه وو(برص) یا د ګوزڼ له امله ښخې کېدلې ؛ځکه دوی دغه صفتونه د بد شګون په توګه په توګه پېژندل.»
صعصعه بن ناجیه وايي: «کله چې اسلام راغی، ما د 300 نجونو د سر د بیې په ورکولو سره د هغوی د ژوندي ښخولو مخه ونیوله».