شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: اسماعیل "ساراني" نشه یي توکي او روږدیتوب (یوولسمه او وروستۍ برخه) یادونه نن ورځ ډاکټران نشه يي توکي د تسکین ورکوونکو درملو لپاره کاروي، د دې حکم څه دې؟ د مخدره توکو د سرچینو د کښت حکم د کارولو ځای پورې اړه لري. که کښت د درملو د جوړولو لپاره وي، روا ده، او که د حرامو موخو لپاره وي، دا حرام دی. البته، د زمانې فساد ته په پام سره، د هغه د کرلو اجازه باید عمومي نه وي؛ بلکه د وخت حکومت باید د اړتیا وړ اندازه کښت تر خپلې څارنې او کنټرول لاندې ولري. ډاکټر وهبه الزحیلي وايي: «لږ کارول او مصرف د درملنې لپاره روا دي؛ ځکه حرام والی یې ذاتي نه دی، بلکې د هغو د ضرر او زیان په سبب دی.» همدارنګه شیخ الاسلام مولانا عبدالحمید حفظه الله وایي: «د شریعت له نظره د نشه یي توکو استعمال، پېر او پلور او کښت بالکل حرام دې. البته که يو ډاکټر داسې درمل وټاکي چې نشه يي توکي پکې وي، نو د هغه استعمال حلال ده.» البته د علماوو ترمنځ د طبي موخو لپاره د نشه یي توکو د کارولو په اړه د نظر اختلاف شتون لري او په همغه اندازه چې د دې نظريې مخالفین شته، د فقې په ډګر کې موافقین یې هم شته چې د ناروغۍ د درملنې لپاره يې په استعمال کې کومه ستونزه نشته. پایله د روږدو کسانو څخه پاکه ټولنه ډیره ښایسته ده. څومره ښکلې ورځ ده چې د کورنۍ پلار، مور، زوی او لور له کلونو کلونو روږدیتوب وروسته د کورنۍ ګرمې غېږې ته راستانه شي. هغه ورځ تر دې هم ډېره ښکلې ده چې مسلمان ځوانان قلم په لاس کې ونیسي او د سرنج د لرلو او تزریق کولو پر ځای د امت درد په خپلو زړونو کې احساس کړي. د هغې ورځې په هيله چې د ځوانانو پياوړې مټې د نشه يي توکو د استعمال له امله د کمزوري کېدو پر ځاى، د خداى په لاره او د کفارو او استعمارګرو پر وړاندې په جهاد او مبارزه کې وکارول شي.
متفرقه د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (شپږمه برخه)پنجشنبه _21 _نوومبر _2024AH 21-11-2024AD نور یی ولوله
متفرقه د مخ پټولو حکم ته یوه تحلیلي کتنه (پنځمه برخه)چهارشنبه _20 _نوومبر _2024AH 20-11-2024AD نور یی ولوله
متفرقه په اسلام کې ډیپلوماسي (نهمه او وروستۍ برخه) یکشنبه _17 _نوومبر _2024AH 17-11-2024AD نور یی ولوله