Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کور پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
    • ابراهیمي ملت
    • د مهاجر تفسیر
    • احادیث شریف
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوسیزم
    • زرتشتيت
    • شیطان پرستي
  • نظریې
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپیټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • ناسیونالیزم (ملي پالنه)
    • استعمار
    • فراماسونري
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • صحابه کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله بن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي عالمان
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاري رحمه‌الله
      • امام ترمذي رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولي الله دهلوي رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
    • د علماوو ویناوې
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
    • د تاریخ له کرښو
  • بېلابېل
    • ړنا او تیاره
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»د ښه ژوند لپاره ارزښتناکه قرآني لارښوونې (لومړۍ برخه)
متفرقه دوشنبه _19 _اگست _2024AH 19-8-2024AD

د ښه ژوند لپاره ارزښتناکه قرآني لارښوونې (لومړۍ برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: امان الله “مختار”


د ښه ژوند لپاره ارزښتناکه قرآني لارښوونې (لومړۍ برخه)

سریزه
خدای تعالی انسان له ټولو ښکلاوو او ځانګړتیاوو سره پیدا کړی او هغه ته یې دا عزت ورکړی چې خپل برخلیک په خپله خوښه وټاکي. دا ځانګړنه انسان د “اراده لرونکي مخلوق” په توګه معرفي کوي.
دا ځانګړنه هغه ته اجازه ورکوي چې خپل او د نورو ژوند تنظیم کړي او نړۍ، د اوسېدو لپاره مناسب ځای وګرځوي. پر دې سربیره انسان د دې پراخې نړۍ یو باعزته او کلیدي مخلوق ګڼل کیږي او د «اشرف المخلوقات» په لقب سره د هغه پر اوږو لوی مسوولیتونه اچول شوي دي. خو د انسان په دغه لاره کې خنډونه هم شته، که له هغو څخه غافل او ناخبر پاتې شي، کېدای شي کندو ته سقوط وکړي او بالاخره ژوند یې په ستړيا سره پای ته ورسېږي.
په هرصورت، د هر انسان په زړه کې د عقل او فکر رڼا شته چې هغه له تیارې څخه رڼا ته رسوي. مهربان او عالم خدای، اسماني کتاب رالیږلی ترڅو د انسان ژوند تنظیم کړي او کمال او هوساینې ته یې هدایت کړي. دا کتاب په تیاره کې د څراغ په څیر، له بې لارۍ څخه انسان ژغوري او زړونه په روښانه میثاق سره حق ته راوباسي.
کله چې یو څوک دا کتاب په خپلو لاسونو سره لمس کړي او د هغه په موضوعاتو کې غور وکړي، له ستړیا څخه به خلاص شي او د امید او اطمینان باغ ته به ورسیږي. او په پسرلي کې د ګل په څیر، خپل ژوند به د ښکلا او خوښۍ څخه ډک کړي او د خپلو هیلو په لور، په ټینګ او ډاډمن ګامونو سره به حرکت وکړي. په حقیقت کې په دې سپیڅلي کلام کې پټه پوهه او حکمت لکه د شپې په زړه کې د رڼا په څیر، انسان سره د ارامتیا او ځان پوهنې په لټون کې مرسته کوي.
دغه کسان یو پیاوړی شخصیت لري چې د زمانې د اندیښنو له امله نشي ماتیدلی او د ژوند د بېلابېلو شرایطو او حالاتو سره په خورا هوښیارۍ سره تطابق کوي. د دوی دغه ځواک او انرژي له خورا قوي ځای څخه سرچینه اخلي چې کولای شو هغه د “قرآن لوړ ځواک” وبولو. او پایله کې، دغه خلک د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې بریالي کیږي.
دوی له ننګونو او ستونزو څخه کار اخلي او هغه د زېنو په توګه کاروي او د نېکمرغۍ او روحي او معنوي هوساینو په لور پورته کیږي.
په بلې خوا کې هغه ډله ده چې د دې «ژوند ورکوونکي کتاب» څخه یې مخ اړولی دی. هغه ډله چې خپل ژوند یې په ماديت سره تباهۍ ته کش کړی دی، هغه تباهي چې له هغې څخه وتل خورا ستونزمن دی.
هغه پوښتنه چې دلته باید وپوښتل شي دا ده چې د دغو دوو ډلو د پلویانو او مخالفانو تر منځ توپیر څه دی او اصلاً د دوی په کار کې ستونزه چیرته ده؟
 د ځوانانو د ناکامۍ او خپګان په برخه کې معمول مفکوره تر ډېره حده اقتصادي ستونزې ګڼل کیږي، یعني اوس مهال ډیری فکر کوي چې پیسې او شتمني راټولول د ځوانانو اصلي اندېښنه ده او وايي: که ځوانان په دې برخه کې بریالي نه شي، کیدای شي سخت رواني زخمونه ورته پیدا شي. تر یوه حده دا ممکنه ده او د منلو وړ ده، خو دا ناشونې ده، چې ټول ځوانان یوازې د پیسو او مادي اسانتیاوو په خاطر بې تفاوته او خپه وي.
شتمني نشي کولی یو څوک نېکمرغه کړي (هغه نېکمرغي چې په هغه کې ارامتیا وي). پداسې حال کې چې کولای شي هوساینه راوړي خو ارامتیا نه راوړي، ارامتیا د هوساینې څخه توپیر لري. یعني داسې کسان هم شته چې ژوند یې په ډېرو لږو وسایلو سره نېکمرغه کړی دی.
 هغه ډله چې ژوند فتح کوي او هغه ډله چې نشي کولی د مادي ستونزو له کوچنیو څپو څخه د خپل ژوند بیړۍ وژغوري په مینځ کې یو شی مشترک دی؛ هغه د ژوند کولو لاره ده. هغه خلک چې د ځان لپاره یې غلطه لاره غوره کړه له ستونزو کړاوونو سره مخ شول او هغه خلک چې د ژوند سمه لاره او اصل یې غوره کړ، بریالي شول او د نېکمرغۍ لاره یې وموندل.
نو د دې لپاره چې یو نېکمرغه او خوشاله ژوند ولرو باید خپل:
۱- انفرادي ژوند
۲- کورني ژوند
۳-ټولنیز ژوند
د هغه لارښوونو سره عیار کړو چې د ښه ژوند کولو لپاره موږ ته یوه رغنده لارښوونې راکوي چې د زلالو اوبو او د ژوند د درملنې د نسخې په څیر دي. نو په دې لیکنه او د هغې په لړۍ کې هڅه کوو چې پر دې حیاتي لارښوونو لیکنې وکړو چې هغه کسان چې ژوند یې ورک کړی او سرګردانه ګرځي بېرته ښه ژوند ته راوګرځي. ان شاء الله
ادامه لري…
Previous Articleنشه یي توکي او روږدیتوب (څلورمه برخه)
Next Article د الله تعالی توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (شپېتمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د انبیاوو علیهم‌السلام  په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه: ۶۲)

یکشنبه _16 _اگست _2026AH 16-8-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې ( برخه : ٦١ )

شنبه _1 _اگست _2026AH 1-8-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنیو کې د الهي روزنې بېلګې (برخه : ٦٠)

یکشنبه _19 _جولای _2026AH 19-7-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD57 Views

ليکوال: میا نور آغا ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱) اووم بحث: د حرم احکام د بیت…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD34 Views

لیکوال: مولوي رحمت الله عبید مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰) امام…

نور یی ولوله
ډیموکراسي

اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)

پنجشنبه _3 _سپتمبر _2026AH 3-9-2026AD52 Views

لیکوال: محمد داود یوسفي اسحاقزی اسلام او ډیموکراسي (برخه: ۱۰)  د اکثریتو حکومت؛ د اقلیتونو…

نور یی ولوله
اسلامي علما

مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _2 _سپتمبر _2026AH 2-9-2026AD29 Views

لیکوال: مفتي احمدالله مهاجر مقتدا [امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله‎] (برخه: ۲۹) د امام ابوحنيفه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

ابراهيمي ملت (برخه: ۱۱)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD

مقتدا [امام اعظم ابو حنیفه رحمه الله] (برخه: ۳۰)

شنبه _5 _سپتمبر _2026AH 5-9-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.