د الله تعالی توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (نهه پنځوسمه برخه)
خالد رضی الله عنه د مرج الروم جګړې په ډګر کې
لکه څنګه چې په تېرو برخو کې هم بحث وشو، حضرت سیدنا خالد رضی الله عنه د خدای په نصرت او مرستې سره د دښمن پر وړاندې ودرېد او بیا یې ټول سولې ته اړ کړل.
اوس د حضرت سیدنا خالد رضي الله عنه د ژوند په دې برخه کې غواړو چې په بېلابېلو جګړو کې د هغه د نورو زړورتیاوو او سرښندنو په اړه خبرې وکړو؛ له همدې امله زموږ د بحث تمرکز به تر ډېره د مرج الروم، حمص، حاضر، قنسرین او مرعش په جګړو وي.
خالد رضی الله عنه په مرج الروم او حمص کې
علامه ابو زید شلبي رحمه الله په خپل کتاب کې لیکي: «په ۱۵ هجري قمري کال کې د فاروقي په زرینې دوره کې د روم پاچا هرقل د حمص په ستر ښار کې اوسېده او هغه یې د خپل پوځي او مهماتي مرکز په توګه ټاکلی و. کله چې هغه خبر شو چې په دمشق او اردن کې یې لښکرې ماتې خوړلې دي او مسلمانان د حمص د فتح کولو اراده لري، نو د روم کلیسا کشیش “توذر بطریق” په مشرۍ یې یو لښکر حمص ته واستاوه او د هغه تر شا یې د یو بل کس “شنس رومي” تر قوماندې لاندې یو بل لښکر د توذر د مرستې او د حمص د دفاع لپاره هلته ولېږه.
د دمشق لوېدیځ سیمې په یوه ښار کې، چې مرج الروم نومېده، مسلمانان د همغه تازه دمو رومي لښکرو سره مخامخ شول؛ سخته جګړه رامنځته شوه. حضرت سيدنا ابو عبيده رضي الله عنه د شنس له لښکر سره او حضرت سيدنا خالد رضي الله عنه د توذر له لښکر سره په جګړه اخته شول.
امام طبري رحمه الله په خپل تاریخ کې لیکي:« حضرت سيدنا ابو عبيده ابن الجراح رضي الله عنه د شنس له لښکر سره سخته جګړه و کړه او ډېرې وینې وبهېدې؛ هغه په همدې جګړه کې شنس وواژه. په هغه وخت کې د مارج ښار ټول د روميانو له قربانيانو ډک و او ځمکه يې د مړو له امله بدبويه شوه او له دې خاورې ډېر خلک وتښتېدل.»
توذر په دې فکر چې مسلمانان د شنس له لښکر سره په جګړه اخته دي، له خپل لښکر سره دمشق ته وتښتېد؛ خو حضرت سيدنا خالد رضي الله عنه ورپسې روان شو. د دمشق په ښار کې یزید ابن ابو سفیان هم ورسره مقابلې ته تیار شوی و. له همدې امله د اسلام دواړو لښکرو، د خالد لښکر له وړاندې او د يزيد لښکر له شا څخه هغوی کلا بند کړل او ټول يې له منځه يووړل. توذر پخپله د حضرت سیدنا خالد رضی الله عنه له خوا ووژل شو او پاتې ټول مالونه یې د اسلام د دواړو لښکرو تر منځ وویشل شول؛ په دې توګه د مرج الروم ښار هم فتح او د اسلامي نظام تر واک لاندې راغی.
خالد د حمص په مشهور ښار کې
کله چې هرقل ته د توذر د وژل کېدو او د هغه د لښکر د ماتې او هلاکت خبر ورسېد، نو سمدستي د حمص له ښاره ووت او خپل استازی یې وټاکه؛ او هغه ته یې امر وکړ چې د یخنۍ له ورځو پرته دې له مسلمانانو سره د جګړې لپاره له پناه ځایونو څخه نه وځي، ښایي ساړه مسلمانان تباه کړي.
حضرت سيدنا ابو عبيده رضي الله عنه د بعلبک له لارې حمص ته روان شو او خالد رضی الله عنه یې تر شا روان شو. ټولو مسلمانانو د حمص ښار په کلکه کلا بند کړ. د سړو موسم پای ته ورسېد او دښمن له مسلمانانو سره جګړه ونکړای شوه، نو مجبور شول چې له وینو تویولو پرته سوله وکړي؛ مسلمانانو ورسره سوله وکړه او هغه ښار یې فتح کړ.