ډېرو معاصرو علماوو او پوهانو د دغې نظریې یادونه کړې او په اړه یې بحثونه کړي دي.
له معاصرو پوهانو څخه «محمد احمد باشمیل» د مخلوقاتو د تکامل او تدریجي اصلاح د تیورۍ په اړه لیکي : «هغه څه چې په خلاصه ډول د مسلمانانو د دې ډلې له فقهاوو په تېره بیا د امام حسن بصري او علامه ابن خلدون له اقوالو څخه ترلاسه کیږي، هغه دا دي چې په دې قول کې چې الله جل جلاله انسان له یوه کوچني حیوان څخه بشپړ انسان ته ارتقا او وده ورکړه، د قرآن کریم له تعلیماتو او د مسلمان له عقیدې سره هیڅ ډول تضاد او مخالفت نلري؛ ځکه که داسې وای نو مسلمانان به د علامه ابن خلدون د ادعا په وړاندې چوپ پاتې نه وو».
مسلمان لیکوال «عباس محمود عقاد» لیکي: «هر هغه تعبیر چې د تکامل په مذهب کې د انواع په ارتقاء باندې باور لرونکي خلک په هغه باندې عقیده ولري، د دین د ابطال او یا د خالق د انکار یا د الهي تدبیر او قصد له نښو نښانو څخه د هستۍ د خالیتوب په برخه کې به د ملحدینو لپاره هیڅ ډول مستند یا مدرک نه وي».
البته دا باید په پام کې ونیول شي چې د مسلمانو پوهانو دا نظرونه هیڅکله د «ډاروین» او د هغه د پلویانو د نظریاتو او اندونو د تایید په لور ندي، بلکې موخه یې دا ده چې د تاریخ په اوږدو کې د مخلوقاتو د ارتقاء مسله او دا چې خدای تعالی په خپل قدرت او خلاقیت سره د مخلوقاتو نړۍ په تدریجي او پرمختللې توګه پیدا کړې، ثابته شي.
خو هغه څه چې د ارتقاء او تکامل په اړه د اسلامي لیدلوري او د ډاروين افکارو ترمنځ متفاوت وګڼل شي هغه دا دي چې د اسلام له نظره د شيانو اصول او حقيقتونه ثابت او نه بدليږي او جزئيات او شکلونه يې بدليږي؛ همدارنګه یو بل مهم ټکی دا دې چې د ټولو چارو او شیانو بدلون او تکامل د خدای تعالی له خوا ترسره کیږي او دا خدای دې چې دوی یې پیدا کړي او په مختلفو شکلونو او صورتونو کې یې بدلوي او بشپړوي.
دا په داسې حال کې ده چې ډاروين او د هغه پلويان، د مخلوقاتو وجود او تکامل د طبيعت د نفوذ، د مناسبو شرايطو او فضاء، طبيعي انتخاب او جنيتيکي بدلونونو پايله ګڼي او دا خبره له ديني ارشاداتو او مفاهيمو سره په ټکر کې ده.
« شیخ انور الجندي» لیکي: « صحیح علمي مفهوم دا دې چې د عناصرو یوه برخه ثابته ده او بله برخه یې بدلېدونکې او د تکامل وړ ده او د ثابتو او متغیرو عناصرو تر منځ ځانګړی نظم او ترتیب شتون لري. دا علمي مفهوم د اسلام د لارښوونو او مفاهیمو سره سم دې؛ ځکه چې اسلام د جزئياتو، فروعاتو او څانګو د ودې او پراختيا ترڅنګ د عمومي اصولو او سترو احکامو ثبات او دوام ته ژمن دې.
په ژوند کې ثابت ارزښتونه شتون لري چې د تکامل نظریه به هېڅکله د هغوی لوري ته پام ونکړي؛ لکه د خدای تعالی توحید، د انسان حقیقت او ماهیت، د دین اصول، د انساني جنس یووالی، د خدای تعالی حدود، له مرګ وروسته بیا ژوندي کېدل، او د الهي سزا قانون، چې د تکامل تیوري هیڅکله د دې شیانو په اړه څه نه شي وېلای.
اسلامي فکر، خلاقیت د الله سبحانه وتعالی لپاره ثابت ګڼي، نه د طبیعت لپاره. بعث او حشر په غیبي نړۍ د ایمان لرلو په څېر، آخرت ثابتوي. د ډاروین او د هغه د نظریې هدف روښانه او څرګند دې، چې دوی د تجربوي علومو او د هغه د قواعدو له حدودو څخه بهر، غواړي دیني فکر او له هغه سره تړلي هرڅه لکه په الله تعالی او د آخرت په ورځ ایمان، له منځه یوسي.