Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»متفرقه»همجنسبازۍ «همجنسپالنه» (اوومه برخه)
متفرقه یکشنبه _4 _اگست _2024AH 4-8-2024AD

همجنسبازۍ «همجنسپالنه» (اوومه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: اسماعیل ساراني


همجنسبازۍ «همجنسپالنه» (اوومه برخه)

یوې پوښتنې ته ځواب
د همجنسپالنې ډېر پلويان د همجنسپالنې د طبيعې ښودلو لپاره د جينوم او وراثت موضوع راپورته کوي، که څه هم يو وخت ساينس پوهانو او ارواپوهانو دا يو ډول رواني اختلال او ناروغي ګڼله، خو نن د هغه جنتیکي والي په اړه خبرې کیږي؛ د مثال په ډول د امریکا د ارواپوهانو ساینسې ټولنې (APA) تر 1974 پورې هغه یو رواني اختلال ګڼل، چې د هغه وروسته هغه یې د رواني اختلالاتو او ناروغیو له ډلې څخه لرې کړه، او د هغه د جنتیکي والي او وراثت په اړه خبرې پیل شوې.
د وراثت سره د همجنسپالنې د تړلو لومړۍ هڅه د ارواپوهنې ډاکټر «فرانز جوزف کالمن» لخوا پېل شوه.
۱. د غبرګ ماشومانو کتنه:
فرانز جوزف کالمن د غبرګولیانو په اړه یوه څېړنه وړاندې کړه او دې نتیجې ته ورسېد: “چې که د غبرګولیانو څخه یو همجنسباز وي، بل به هم همدارنګه وي”؛ يعني په جنسي تمایل کې د موافقت تناسب سل په سلو کې دی، خو په دې څېړنه کې د هغه دروغ ډېر ژر په ډاګه شول؛ لکه څنګه چې فیلسوف او قانون پوه «اډوارډ اشتاین» د فرانز په څېړنه نیوکه وکړه او ویې ویل: “هغه د دې حقیقت لپاره هیڅ دلیل نه دی وړاندې کړی چې تر څېړنې لاندې غبرګولیان عملاً په وراثتي ډول سره ورته دي.”
د هغه د څیړنې وروسته، نورې څیړنې رامنځته شوې، چې په ورته لارې کې یې حرکت کاوه، مګر د جین(وراثت) او همجنسپالنې ترمنځ یې هیڅ اړیکې اثبات نه کړې؛ او په 2011  کال کې ډاکټر «نیل وایتهید» په خپل څېړنه کې وايي: “د محاسبه شوي جینونو د کسر د کوچنيوالي له امله، باید ووایو چې خلک په اصل کې دا ډول (همجنسپالان) نه زیږېدل کیږي. “
لارنس مایر، د بیولوژي ساینس پوه او پاول مک هوګ یو ارواپوه، په 2016 کې د همجنسپالنې په اړه د څیړنې عمومې بیاکتنې وروسته، خپلې پایلې داسې بیان کړې: “په لنډ ډول سره ویلی شو چې هیڅ ساینسي دلیل شتون نلري چې ثابت کړي چې جینونه د خلکو جنسي تمایل ټاکي … او دغه حقیقت چې «دا د انسانانو لپاره طبیعي دی او د بیولوژیکې پلوه ثابته شوې، او خلک پدې ډول زیږېدلي دي»  د علمي دلایلو څخه پرته دی. “
۲- د جنیټیک علم:
په دې برخه کې لومړنۍ هڅې په ۱۹۳۳ کال کې د جینونو پوه «دین هَمر» لخوا پیل شوې. هغه د 40 همجنسبازانو جوړه معاینه کړه او د دې څیړنې پایلې دې ټکې ته ورسیدې چې د ایکس کروموزوم او د 28Xq جینیټیک او همجنسپالنې تر مینځ احتمالې اړیکه شتون لري، مګر هغه دا ادعا ونه کړه چې دا د همجنسپالنې لامل دی، بلکې هغه ادعا وکړه چې یو ممکنه اړیکه شتون لري. خو د دین همر له څیړنې وروسته ډاکټر جورج رایسو او د هغه څیړنیز ګروپ ورته څېړنه په پراخه کچه ترسره کړه او د څیړنې په پای کې یې وویل: «دا څرګنده نه ده چې ولې زموږ پایلې د «همر» د پایلو سره بشپړ توپیر لري. زموږ څېړنه د دین هَمر او د هغه د همکارانو د څیړنې په پرتله خورا پراخه وه. موږ په ورته کچه د جنتیکې اغېزې موندلو لپاره کافي ځواک درلود لکه څنګه چې په دې څېړنه کې بیان شو، او سره له دې، زموږ موندنې د جنسي تمایل او د 28Xq جنیتک باندې د لوړې اغېزې څخه ملاتړ نه کوي.»
په 2012 کې ترټولو لویه هڅه د همجنسپالنې اړوند جینونو ټاکلو لپاره ترسره شوه، چې د امریکا د بشري جینیتیک ټولنې په 23,000 خلکو ترسره کړ – په یاد ولرئ چې دا 23,000 خلک دي، نه څو سوه کسان. او پایلې یې په لاندې ډول وې: «یو ګډ دلیل د جنسي هویت او په نارینه او ښځینه کې د ایکس کروموزوم په اړه د واحد نوکلئوتیدونو (SNPs) توپیر یا ګډې نمونې د جینومیک اهمیت سره نه دې موندل شوي.»
په 2015 کې، همدغه اتحادیې د کالیفورنیا پوهنتون څخه یوه څېړنه وړاندې کړه، چې لنډیز یې، لکه څنګه چې د تلګراف ورځپاڼې لخوا تشریح شوی، په لاندې ډول دی: «همجنسپالنې د زیږون وروسته د چاپیریال له امله رامینځته کېدای شي.» په 2010 کې په یوه لېدنه کې، د جان هاپکنز روغتون کې د رواني ناروغیو د څانګې مشر ډاکټر پاول مک هوګ، چې له 40 کلونو راهیسې د همجنسپالنې درس ورکوي، په دې اړه د هغه نظر وپوښتل شو، او هغه په ​​​​لاندې ډول ځواب ورکړ:
«لکه څنګه چې ما مخکې وویل، د همجنسپالنې جین په څیر هېڅ شی شتون نلري، او داسې نور لاملونه شته چې د بیولوژي په پرتله ډېر اغېزمن دي. البته، غوره معلومات د فرامنګهام د څیړنې پورې اړه لري.»
«که څه هم ډیری جنتیکې، هورمونې، رشدې، ټولنیز او کلتورې څیړنو د جنسي تمایل په اړه ترسره شوي، خو هیڅ یوې موندنې، ساینس پوهانو ته ندي څرګند کړي چې جنسي تمایل د یو ځانګړي لامل یا د لاملونو یوې ځانګړې مجموعې لخوا ټاکل کیږي.»
ډاکټر لارنس او ​​مک هوګ د 28Xq جین په اړه د «سانډرز» وروستي څیړنې ته په کتنې کې وايي: « څرنګه چې دغه اغېزه کوچنۍ ده، نو ویلای شو چې جنتیکي لامل د جنسي تمایل لپاره مناسب شاخص نه شي کېدلای.»
حتی که فکر وکړو چې جین اغېزه لري، خو بیا هم د هغه اغېزه د روزني، بیولوژیکي او چاپیریال لاملونو په وړاندې خورا کمزورې ده.
ډاکټر نیل وایتهید، بیولوژیست او احصایه پوه په دې اړه وايي: «په خورا خوشبینانه حالت کې، وراثت یو کوچنی عامل ګڼل کیږي […] په شخصي چلند باندې د جینونو اغېزه خورا کمزورې ده، ځکه چې جین پروټینونه جوړوي، نه انتخاب. “
ادامه لري…
Previous Articleحضرت علی کرم الله وجهه (دیرلسمه برخه)
Next Article سیکولریزم «د مخلوقاتو د تکامل په اړه د مسلمانو پوهانو ځینې نظرونه» (دوه ویشتمه برخه)

اړوند منځپانګې

متفرقه

د شعبان میاشت (د روژې لپاره د چمتووالي ښوونځی) (برخه: ۲)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۵)

دوشنبه _2 _فبروري _2026AH 2-2-2026AD
نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۴)

یکشنبه _1 _فبروري _2026AH 1-2-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD3 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD3 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD6 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساينتولوژي ريښې او باورونه (برخه: ۱۰) سریزه موږ په تېره برخه کې…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹)

سه شنبه _3 _فبروري _2026AH 3-2-2026AD7 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا راژوندي کېدل (برخه: ۹) سریزه د دې لپاره…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.