لیکوال: داکټر فضل احمد “احمدي”
سیکولاریزم ته يوه كتنه (لومړۍ برخه)
لنډيز
سیکولاریزم یو ډول ایډئولوژي ده چې په طبیعي اخلاقو کې ریښه لري او د وحې او مافوق الطبیعي چارو پر بنسټ نده ولاړه. په حقیقت کې دغه ایډئولوژي (نظریه) له سیاست څخه د دین د جلاوالي په لټه کې ده او د دنیاپرستۍ، د دنیاوي چارو په اصالت اعتقاد، بی دینۍ، له دنیا څخه د دین جلا کولو، له شریعت او دیني مطالبو سره مخالفت، دود پالنې او بې حرمتۍ ته بلنه ورکوي. اوس د سیکولاریزم د دې ځانګړتیاوو ته په کتو سره، اساسي مسئله داده چې سیکولاریزم څنګه رامینځ ته شو؟ او له دین سره یې اړیکه څنګه ده؟
د کتابتوني سرچینو په کارولو او توصیفي- تحلیلي طریقو سره، دا موندنې ترلاسه کیږي چې سیکولاریزم په شپاړسمه پیړۍ کې د فلسفي-سیاسي فکر په توګه راڅرګند شو او په نولسمه پیړۍ کې د فرانسې له انقلاب وروسته د کلیسا او پاپ د حرمت په کمزوري کېدو سره پیاوړی شو. د سیکولاریزم او مذهب تر منځ د اړیکو په ډګر کې مختلف نظرونه شتون لري لکه حد اقل نظر، حد اکثر نظر، او منځنی نظر، دا هر یو خپل پیروان لري او د دې هر یو نظر پر بنسټ د سیکولاریزم او مذهب ترمنځ اړیکه کې توپیر لیدل کیدی شي.
بنسټیزي کلمې: سکولار، سیکولاریزم، دین، اخلاق او فکر
سریزه
هر څه د وخت په تېرېدو سره د لوړې او ژورې سره مخ کېږي او حتی هغه فکرونه او باورونه چې ممکن د ډېرو کلونو لپاره ډېری پیروان ولري، بدلون به مومي او د خپل صعود او نزول مرحلې څخه تیریږي. سیکولاریزم چې یو ډول ایډیالوژي ده، په طبیعي اخلاقو کې ریښه لري او د وحی او مافوق الطبيعي چارو پر بنسټ نده ولاړه. په حقیقت کې دا نظریه له سیاست څخه د دین جلا کول او دنیا پالنې ته بلنه ورکوي او د دنیوي چارو په اصالت باور، بې دینۍ، له دنیا څخه د دین جلا کولو، د شریعت او دیني مطالبو سره مخالفت، دودپالنې او بې حرمتي په لټه کې ده؛ چې نن ورځ په مختلفو ټولنو کې ډېر پلویان او حامیان لري؛ نو د دې عقیدې او فکر له څیړلو څخه څرګندیږي چې له دیندارۍ او دیني چارو سره د مخالفت ستر او نړیوال اړخ لري.
په عمومي توګه د سیاسي افکارو په برخه کې او په ځانګړې توګه په سیکولاریزم کې څیړنه کول نن ورځ او په یوویشتمه پیړۍ کې چې هر څه روښانه دي، ډېر اهمیت او پیروانو سره، لوړ منزلت او ځانګړتیاوې هم لري. په عین حال کې، یو له مهمو مسئلو څخه چې د بشري ټولنې د سیاسي، اقتصادي او کلتوري ژوند د ودې او پراختیا لامل کیږي د توپیرونو متقابل تفاهم او ډېری سیاسي-فلسفي باورونه دي چې د بنسټ ایښودونکو په ارادې د ټولنې په بنسټیزو مسئلو باندې حاکم دي. د دې مسلې له مخې د سیکولاریزم د سیاسي فکر څېړنه یوه له سیاسي اړتیاوو څخه ده، دې ته پاملرنه د عقایدو د ودې او پراختیا او د نورو د عقایدو د درناوي لامل کېږي او همدارنګه موږ د دې باور ته نږدې کوي چې ډېر خلک اوس هم په سیاسي افکارو باور لري چې زموږ له نظره او په ځانګړې توګه د اسلامي شریعت له نظره رد کیدی شي.
د سیاسي افکارو په ډګر کې په ټولیزه توګه د لیکوالانو له خوا ډېر کتابونه لیکل شوي دي. دا تقریبا ویلای شو چې په ټولیزه توګه د سیاسي افکارو په اړه چې هر کتاب لیکل شوی د سیکولاریزم د تعلیماتو په اړه مفصل یا لنډ بحث پکې شتون لري. همدارنګه د سیکولاریزم د فلسفي-سیاسي فکر په اړه زیاتې مقالې لیکل شوي چې ځینې یې د دې څیړنې د سرچینو په لست کې درج شوي دي.
خو د دې څېړنې او په دې برخه کې د نورو شته څېړنو تر منځ توپير دا دی چې اوسنۍ څېړنه عمومي نظر او د عقايدو او افکارو لنډ بيان، د ظهور عوامل او د سیکولاریزم د نظريې عناصر وړاندې کوي. په عمومي نظر کې لوستونکی کولی شي په خپل ذهن کې سیکولاریزم تصور کړي او پوه شي چې دا سیاسي فکر کومې عقیدې درلودې او په حقیقت کې د کومو عقایدو په مخالفت کې یې وده او پراختیا کړې. همدارنګه، دا تحقیق د سیکولاریزم په څو پیړیو عمر کې د لوړو او ژورو څیړنه کوي.
د پخوانیو مطالبو له مخې، اصلي پوښتنه دا ده چې سیکولاریزم څنګه منځ ته راغی او له دین سره یې څه اړیکه ده؟ د کتابتوني سرچینو په کارولو او د توصیفي/ تحلیلي میتود په مرسته، دا موندنې ترلاسه کیږي چې سیکولاریزم د فلسفي / سیاسي فکر په توګه په شپاړسمه پیړۍ کې راڅرګند شو او په نولسمه پیړۍ کې د کلیسا او پاپ د حرمت په کمزوري کېدلو سره د فرانسې د انقلاب وروسته پیاوړی شو. د سیکولاریزم او دین تر مینځ د اړیکو په ډګر کې، مختلف لیدلوري شتون لري لکه حد اقل لیدلوری، حد اکثر لیدلوری او د سیکولاریزم منځنی لیدلوری. د دغو نظریو څخه هر یو خپل پیروان لري او د دې هر یو نظر پر بنسټ د سیکولاریزم او مذهب ترمنځ په اړیکو کې توپیر لیدل کیدی شي.