الله تعالی په خپل سپېڅلي کلام کې په مختلفو ځایونو کې د ځوانانو یادونه کړې ده. د بېلګې په توګه په قرآن کریم کې د حضرت موسی علیه السلام د قوم او د اصحاب کهف د ځوانانو یادونه شوې ده. همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث کې د ځوانۍ ارزښت او مقام ته اشاره کړې ده: «مَا بَعَثَ اللَّهُ عَزَّوَجَلَّ نَبِیا إِلَّا وَهُوَ شَابٌّ، وَلَا أُوتِی عَالِمٌ عِلْمًا إِلَّا وَهُوَ شَابٌّ»؛ ژباړه: “الله جل جلاله هیڅ پیغمبر نه دی مبعوث کړې مګر په ځوانۍ کې، او هیڅ عالم ته یې علم نه دی ورکړی مګر دا چې هغه ځوان وو.”
قرآن د ځوانانو په اړه کیسې بیانوي؛ د مثال په توګه د حضرت ابراهیم علیه السلام کیسه چې په ځوانۍ کې یې لومړی له خپل تره او بیا له خپلو قومونو سره مبارزه وکړه او د هغوی فاسد عقاید لکه لمر، سپوږمۍ او ستوري یې باطل وګڼل او د قوم بتان یې په تبر ووهل او ټوټې ټوټې کړل . همدارنګه د حضرت اسماعیل علیه السلام کیسه چې په ځوانۍ کې یې د خدای د حکم پر وړاندې ځان قربانۍ ته چمتو کړ او خپل پلار ته یې وویل: «یا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِی إِنْ شَاءَ اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِینَ»؛ او داسې نورې ډېرې کیسې په قرآن کریم کې بیان شوي چې په هغه کې د ځوانۍ د نعمت ارزښت څرګندېږي.
د رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځوانۍ په دور باندې د اهمیت ټینګار
ځواني هغه له لاسه تللی جوهر دی چې زاړه یې تل په ژړا او افسوس سره یادوي او په لټه کې یې دي؛ مګر دوی نشي کولی بیرته ترلاسه کړي. ځواني د ژوند له هر پړاو او عمر سره نشي پرتله کېدای او هېڅکله شاته نه ځي. له همدې امله، د ځوانانو والدین باید په دې پړاو کې هوښیار وي او پخپله ځوانان هم باید د دې پړاو په ارزښت پوه شي.
د اسلام ګران پیغمبر صلی الله علیه وسلم د دغه نسل روزنه وکړه او د هدفمنو پلانونو او هڅو تر سیوري لاندې یې هغوی څخه ستر او نامتو شخصیتونه جوړ کړل چې وروسته د بشریت لپاره د وياړ سرچینه شوه. رسول الله صلی الله علیه وسلم ځوان نسل د هرې خاورې د بالقوه سرمایې په توګه معرفي کړ او په عملي توګه یې وښودله چې ځوانان د اسلامي ټولنې د موخو او اهدافو په پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي. په همدې اساس د رسول الله صلى الله عليه وسلم په ارشاداتو کې په ځوانۍ او ځوانانو باندې ډېر ټينګار شوى دى او پخپله يې په ځوانانو باور کړى او هغوى ته يې مهمې دندې سپارلې دي. د بېلګې په توګه، د مکې له فتحې او د حنين او هوازن تر جګړې وروسته، کله چې مدينې ته راستون شو، نو عتاب بن اسيد چې يو هوښيار ځوان وو، د مکې د والي په توګه وټاکه، په داسې حال کې چې عمر يې يوازې ٢١ کاله و. حتی د پیغمبر صلیاللهعلیهوسلم زیاتره سفیران ځوانان وو.
د ځوانانو د جوړولو اړتیا
ایا موږ باید ځوان پر خپل حال یوازې پریږدو یا د هغه لپاره پلان ولرو؟ د ټولنې ټول روڼ اندې او خواخوږي په دې نظر دي، چې ځوانان بايد يوازې په خپل حال پاتې نه شي. بلکه باید د هغه لپاره یو پلان جوړ شي. ځوانان لا هم په بېلابېلو برخو کې پوره تجربه نه لري او د ګمراه کېدو امکان یې ډېر دی.
ځوانان د هر هیواد پانګه ده او د دوی فکري او ذهني زیرمې د ځمکې او ځمکې لاندې تر بل هر پانګې ډیر ارزښت لري. د هر هیواد اصلي سرمایه د ځمکې لاندې زیرمې او کانونه، ځنګلونه او څړځایونه نه دي. ځکه چې دوی ټوله استخراج کوونکو او روښانه فکرونو ته اړتیا لري. دې نسل ته پاملرنه هغه وخت نوره هم اړینه برېښي کله چې موږ پوهیږو چې دوی یو زیان منونکې طبقه ده او د سیاستوالو او استعماري بادارانو لالهانده سترګې دوی ته دي.
د کوم هیواد د ویجاړولو لپاره اړینه نه ده چې د هغوی زیرمې او سرچينې له منځه یوسو. بلکې د دې خاورې د ځوانانو د مغزو او ذهنونو فلج کول بس دی. همدا راز په ټولنو او په ځانګړې توګه په اسلامي ټولنو کې د نړۍ د خاینانو او د اسلام او مسلمانانو د دښمنانو له خوا د فساد او اعتیاد د خپریدو راز دی. که نن ورځ د ځوانانو او د هغوی د اړتیاوو لپاره پلانونه جوړ نه شي، نو دا به ډېر ناوخته وي چې د دوی لپاره راتلونکی جوړ کړي او دا به هيڅ پايله ونه لري. ځوانان باید هغه کارونو ته وهڅول شي چې دوی له ځوانۍ څخه لیوالتیا او استعداد يې لري او حتی مخکې له دې.