ځواني انرژي او نوښت، بخښنه او سرښندنه، ژوند او بخشش ده. همدا لامل دی چې د تاریخ په اوږدو کې ځوانان د دولتونو، سازمانونو او بشري ټولنو د تمرکز مرکز ګرځېدلي او دا بهیر دوام لري. په دنیا کې ستر انقلابونه د ځوانانو د هڅو پخاطر بریالي شوي او ځوانانو د تاریخ په بدلون کې اساسي رول لوبولی دی.
له همدې امله، اسلام د الهي نظام په توګه د ځوانانو اهمیت او رول په ګوته کړی او د هغوی په ارزښت او موثریت یې ټینګار کړی دی. لکه څنګه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یو نفر ناست و، په همدې حال کې د هغه زوی ننوت. سړي هغې ښکل کړ او په زنګون یې کښېناوه. بیا یې لور راننوتله، لور یې مخې ته کښېنول. رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په دې تبعیضي عمل خپه شو او ویې ویل: ولې دې د خپلو اولادونو په منځ کې عدل او برابري ونه ساتله؟ بیا یې وویل:
«انّ الله تعالی یُحبُّ ان تعدلوا بین اولادکم حتّی فی القبله.» ژباړه: «الله جل جلاله خوښوي چې تاسو د خپلو اولادونو په مینځ کې انصاف وکړئ حتی په ښکلولو کې.»
په یو بل حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: «زه تاسو ته امر کوم چې د ماشومانو او ځوانانو سره ښه چلند وکړئ. ځکه چې دوی یو نرم زړه او ډیر نیکپسنده زړه لري.» هغه زیاته کړه: «الله جل جلاله زه مبعوث کړم چې د خدای د رحمتونو ته خلکو زیری ورکړم او د هغه له عذابه یې وویروم. ځوانانو زما خبره ومنله او له ما سره یې تړون وکړ، خو سپین ږیرو زما بلنه ونه منله او زما مخالفت یې وکړ.»
د رسول الله صلی الله علیه وسلم له نورو حکمونو څخه یو دا دی چې ځوانانو ته پاملرنه وشي؛ ځکه چې د هرې خاورې سوکالي او پرمختګ او د هر ملت عزت او عظمت د نېکو او پاک فکره ځوانانو په تعلیم پورې تړلی دی. له همدې امله، اسلام د ځوانانو لپاره په مادي، معنوي، تعلیمي، اخلاقي، دنیا، آخرت او داسې نورو برخو کې هراړخیز پروګرامونه لري، چې د ځینو غربي مفکرینو په اند په نورو دینونو کې نشته.
په نننۍ نړۍ کې یوه ډله افراط ته رسېدلې ده او ځوانان یې د تجربې د نه لرلو له امله له خپل اصلي موقف څخه ښکته کړي دي او بلي ډلي د تفریط خوا خپله کړې ده، او ځوانان یې له خپل اصلي مقام څخه پورته کړې ده چې په تولنه کې د ډېرو ناکامیو او ګډوډۍ لامل شوي دي.
«رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: د الله تعالی یوه فرښته ده چې هره شپه راښکته کیږي او تاسو ته غږ کوي چې ای شل کلنو! جدي اوسئ او هڅه وکړئ، او ای دېرش کلنو! په ژوند مه دوکه کیږئ. او ای څلویښتو کلنو! د خپل رب د ملاقات لپاره مو څه تیار کړي دي؟ او اې پنځوس کلنو! تاسو ته وېروونکی (د بوډاتوب اثر او مرګ) راغلی دی، او اې شپېته کلنو! د لو کولو وخت رسېدلی، ای اویا کلنو! تاسو ځان ته رابولي، نو ځواب ووایاست، او ای اتيا کلنو! ستا (اخري) ساعت راغلی او تاسو بې خبر یاست. بيا وايي: كه رکوع کوونکي، عاجز بندګان، شېرخوره ماشومان او څاروي نه واى، نو پر تاسو به ډېر سخت عذاب نازل شوى واى.»
په دې مبارک حدیث کې ځوانانو ته ویل شوي چې په خپل عمر کې سخت کار وکړي، ځکه چې عمر دې ته اړتیا لري چې خپل ځان او نورو ته ګټه ورسوي. سخت کار وکړي او د مختلف عمرونو خلکو ته مختلف پیغامونه لري. په دې نبوي حدیث کې ځوانانو ته د کار او زیار لارښوونه شوې ده، نو په دې حدیث کې موږ زده کوو چې ځوانان په ځوانۍ کې کار او زیار ته اړتیا لري، او د نړۍ د ځوانانو په څیر د مسلمانو ځوانانو مسؤلیت دی. او دا باید په یاد ولرو چې اسلامي ټولنه پخپله د مسلمانو ځوانانو لپاره یو مهم ځای غواړي.