د اسلام له نظره د خاوند او مېرمنې د ټاکلو معیارونه (پنځمه برخه)
ب. د مېرمنې غوره کولو لپاره معیارونه
کورنۍ يې د اصليت او عزت څخه برخمن وي.
بل اصل او معیار چې اسلام د راتلونکې مېرمنې د غوره کولو لپاره ټاکلی د هغې د شرافت او د کورنۍ د اصالت پر بنسټ د ښځې انتخاب دی. دا په دې مانا چې د ژوند ملګری او راتلونکې مېرمن باید د یوې شریفې او د ښې کورنۍ څخه وي، چې د خلکو په منځ کې د عزت، پاکوالي، وړتیا او اخلاقو سره مشهور وي. ځکه چې خلک په حقیقت کې د کانونو په څېر دي چې د اصليت، نیمګړتیا، فساد له پلوه یو له بل سره توپیر لري.
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايې: هغه کسان چې د واده لپاره لیواله دي ویې هڅوئ چې د صداقت، غیرت، پاکۍ او اخلاقي وړتیا پر بنسټ د مېرمن غوره کړي او لارښوونه وکړي چې هغه مېرمن غوره کړي چې په یوه مناسب چاپیریال او شریفو کورنیو کې لویه شوي وي او د دوی اولادونه د نېک نسل او د نېکو پلرونو او نیکونو څخه وي. ځکه چې د جنیتیک او طبي علومو له نظره، په اولاد باندې د رېښو او نسلونو اغیزه یقیني ده.
شاید د دې سپارښتنو د حکمت راز دا وي چې له پيله د اولادونو د وجود د بنسټ ډبره يو له غورو څخه وي او د هغوی کردار او مزاج له ارزښتناکو عاداتو او اسلامي اخلاقو څخه جوړ وي او په ماشومتوب کې له دې سپېڅلې منبع څخه د اخلاقي فضیلتونو شیدې وڅښي. په همدې خاطر کله چې «عثمان بن ابي العاص ثقفي» خپلو اولادونو ته سپارښتنه کوي چې پاکې نطفې غوره کړئ او له داسې ښځې څخه ډډه وکړئ، کوم چې د بدۍ له اصله سرچینه اخستې وي او وايي: ای زما بچو! واده کوونکی، د هغه سړي په څیر دی چې یو نیالګی کښینوي، نو هغه باید ډېر پام وکړي چې په څه ډول ځمکه کې نيالګی کرل کېږي. یوه بده ریښه او نسل د ښه اولاد نتیجه نه ورکوي. نو په خپل انتخاب کې محتاط اوسئ، مهمه نده چې څومره وخت ونیسي.»
د دغه ډول انتخاب د ارزښت بل ثبوت د عمر بن الخطاب رضي الله عنه هغه ځواب دی چې یو کس ترې وپوښتل: د اولاد حق پر پلار څه دی؟ هغه وویل: دا چې د هغه لپاره ښه مور غوره کړي او د اولاد لپاره ښه نوم غوره کړي او قرآن ور زده کړي. نو که واده ته لیواله کسان غواړي چې په خپل ژوند کې بریالي وي او ښه اولاد او پاک نسل ولري، نو اړینه ده چې د خپل مېرمنې په انتخاب کې ډېر احتیاط وکړي.