لیکوال: محمد عاصم اسماعیل زهي
اعتدال (دوهمه برخه)
اعتدال ته اړتیا:
د نړۍ نظام د دقیق هندسې پر بنسټ ولاړ دی. د کایناتو ټولې پېښې، د لوی کهکشان څخه نیولې بیا د اتوم تر ټولو کوچنیو ذراتو پورې، د پیدایښت عادلانه قانون چې حقیقت ورته ویل کېږي، تعقیبوي.
د انسان خلقت هم د یو داسې قانون پیروي کوي چې هېڅکله د هغه د پیدایښت په اصولو کې کمښت نشته. نو له هغه څخه دا هم غوښتل شوې چې د نړۍ د مخلوقاتو سره په مطابقت کې په مستقیمه لاره ګام واخلي او هېڅکله افراط او تفریط و نه کړي.
په قرآن کې اعتدال:
په قرآن کریم کې د اعتدال د مفهوم لپاره د «قصد» د کلمې څخه کار اخیستل شوی دی. البته په دې معنا کې د وسط، سواء او حنيف په څېر کلمې هم کارول شوي، خو تر ټولو ډېر کارول شوی مفهوم او اصطلاح د قصد او اقتصاد په کلمو کې موندل کېږي. د قرآن په تعلیماتو کې اقتصاد او اعتدال ته په هر کار کې غوره والی راغلی دی او په قرآن کریم کې د انسان په قوتونو کې د اعتدال د رامنځته کولو او د اعتدال په لور د هغوی د کنټرول او لارښوونې لپاره ډېر تعلیمات وړاندې شوې دي.
د اعتدال د ارزښت او اعتبار لپاره همدومره کافي ده چې په قرآنکریم کې سمه لاره د منځنۍ لارې په توګه ذکر شوې ده. «وَلَمَّا تَوَجَّهَ تِلْقاءَ مَدْيَنَ قالَ عَسى رَبِّي أَنْ يَهْدِيَنِي سَواءَ السَّبِيلِ»؛ «کله چې يې د مدين لوري ته مخه شوه، ويې ويل: هيله لرم چې زما پروردګار ماته د سمې لارې لارښوونه وکړي.»
د حضرت موسىٰ عليه السلام له دې وينا څخه څرګندېږي چې منځنۍ لار سمه لار ده. حتیٰ حضرت ابراهیم علیه السلام هم خپل دین د اعتدال دین بللی او هغه ته یې د حنیف دین نوم اېښودلی چې انسانان پوه کړي چې اعتدال څومره اړین او مهم دی.
خدای جل جلاله د ابراهیمي دین د ځانګړتیاوو په بیانولو کې چې یو ځانګړی اصالت لري، فرمایي: “«مَا كانَ إِبْراهِيمُ يَهُودِيًّا وَلا نَصْرانِيًّا وَلكِنْ كانَ حَنِيفاً مُسْلِماً وَما كانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ«؛ «ابراهیم نه یهودي و او نه نصرانی، مګر یو خالص موحد او مسلمان و، هغه هېڅکله مشرک نه و.» موږ پوهېږو چې د یهودیت او عیسویت دین افراط او تفریط ته مخه کړې، یو یې د باطنیت په اوج کې دی او بل یې د ظاهریت په اوج کې دی، یو یې له دنیا او قوانینو سره ډېر تړلی او ډېر سخت قوانین لري او بل یې د قوانینو په اړخ کې ډېر نرم او آرام دی، ته وایې چې هیڅ اصول نلري.
یو په بشپړه توګه ځمکنۍ دی او بل په بشپړه توګه په اخرت پوري تړلی او اسماني دی. نو ویلای شو چې د ابراهیم علیه السلام دین د اعتدال دین و او له افراط او تفریط څخه لرې شوی.
اسلامي اُمت یو متوسط او میانه اُمت دی. الله تعالی جل جلاله اسلامي اُمت ته په وسط او میانه اُمت ویلي دي او دوی یې تر ټولو غوره اُمت ګڼلی چې په ځمکه کې پیدا شوی دی.
دا امت هغه امت دی چې بنسټيز اصل یې په هر کار کې اعتدال دی او له همدې امله دوی یو مثالي اُمت دی: «كُنْتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ»؛ «تاسو تر ټولو غوره اُمت یاست چې د انسانانو (د ګټې او هدایت) لپاره پیدا شوي یاست.»
د قرآن د لارښوونو له مخې، دا لیدل کیدی شي چې اسلامي اُمت د قرآني امت په معنا او د عقیدې او چلند په ډګر کې غوره ټولنه ده، او یو معتدل او میانه اُمت دی.
له همدې امله دوی په دې کار کې نه کموالی(تفریط) کوي او نه هم زیاتی(افراط)، بلکې په خپل چلند، وینا، اقتصاد او خوراک کې اعتدال ساتي او په دیني کارونو او عبادتونو کې د افراط او تفریط لاره نه نیسي.
نور بیا…