د اسلام له نظره د خاوند او مېرمنې د ټاکلو معیارونه (څلورمه برخه)
ب. د مېرمنې غوره کولو لپاره معیارونه:
۳. دا غوره ده چې پېغله وي؛ د ښځې په انتخاب کې د اسلام له روښانه حکمونو څخه یو دا دی چې د پېغلې غوره کول او هغه د کونډې څخه غوره وګڼل شي. په دې لارښود کې ژور حکمت او ډېرې ګټې شته، چې په لاندې ډول یادولای شو:
پيغلتوب د لا زیاتې مینې او علاقې سرچینه ده او همدارنګه نجلۍ د ماشوم د زېږونې لپاره ښه چمتوالی لري او د هغې سره د تفاهم امکان ډېر دی. همدارنګه، د داسې واده سره، د کورنۍ مرکز د سولې او مینې څخه ډک وي. په اصل کې، د خپل مېړه ته په لومړۍ لیدنه کې، نجلۍ خپله مینه هغه ته ورکوي؛ ځکه چې د هغې خاوند لومړنی کس دی چې د خپل معصومیت په دائره کې یې قدم ایښی، نو د هغه وجود د خپلې مېرمنې له وجود سره یو ځای کېږي او د دوی ترمنځ د سولې، مینې سمندر جوړېږي. خو کونډه په دوهم واده کې د لومړي واده خوښي او مینه او د خپل مېړه په وړاندې د پخواني واده مینه او محبت نه لري.
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر کونډو باندې د پېغلو نجونو ځینې امتیازات په ګوته کوي او فرمایي: “له هغو پېغلو نجونو سره واده وکړئ چې خوږې خبرې کوي، ډېر اولادونه زېږوي، مکر چالاکي يې لږ وي او د مېړه سره همغږي لري.”
همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم د جابر په نوم له خپل یوه صحابي سره په خبرو کې دغه مهم ټکي ته اشاره کوي چې له پېغلې سره واده کول مینه زیاتوي او د مسلمان له ګناه څخه د ساتنې او د هغه د عفت د ساتنې لپاره غوره ده. لکه څنګه چې له حضرت جابر بن عبدالله رضي الله عنه څخه روایت دی چې هغه وفرمایل: موږ د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په غزوه کې وو، کله چې بېرته مدينې ته راستانه کېدو زما اوښ ډېر ورو روان و، په بېړه او ګړندیتوب کې وم چې یو سواري له شا څخه ماته را نېږدې شو، د خپلې لکړې(لرګي) سره یې زما اوښ ته حرکت او سرعت ورکړ او زما اوښ د غوره او ښو اوښانو په څېر حرکت وکړ او ومې کتل چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وو. ما وویل:« یا رسول الله! ما تازه واده کړی.» هغه وویل: تا واده کړی؟ ما وویل: هو،. ويې فرمايل: «پېغله ده که کونډه؟» ما وویل: «هغه کونډه ده». ويې فرمايل: ولې دې له يوې پيغلې سره واده ونه کړ، چې له هغې سره ټوکې او لوبې وکړې او هغه له تا سره لوبې وکړې؟
ما وویل: یا رسول الله! زما پلار د احد په جګړه کې شهید شو او له شهادت وروسته یې اوه لوڼې پاتې شوې، له همدې امله مې د هغوی د پالنې لپاره یوه تجربه کاره کونډه غوره مې کړه.» پیغمبر صلی الله علیه وسلم وفرمايل: «انشاءالله، د انتخاب پایله به هغه څه وي چې تاسو یې غواړۍ.»
دا حدیث په دې دلالت کوي چې د پېغلې سره واده کول له کونډې ښځې سره د واده کولو څخه غوره دی، مګر په ځینو مواردو کې، لکه د جابر قضیه چا چې واقعاً د دې مُبارک آيت له غوښتنو سره سم عمل کړى وي چې فرمايې: په نېکو کارونو او تقوا کې له يو بل سره همکاري وکړئ.
بايد يادونه وشي چې د پېغلو نجونو سره د واده کولو حکم د کونډو سره د واده کولو څخه د غفلت په معنا نه دى؛ ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د جابر رضی الله عنه واده تائيد کړی دی.