په تمدن کې د رسول الله صلی الله عليه وسلم کړنې (څورلسمه برخه)
۹: د سیاست په ډګر کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنه:
موږ باید د «سیکولاریزم» د مفکورې پر بنسټ قضاوت ونه کړو چې وايي: دین له سیاست څخه جلا دی یا د اسلام سیاست روښانه نه دی! [نعوذ بالله] که نه نو رسول الله صلی الله علیه وسلم څنګه کولای شوای چې د خپل دعوت میوه په خپل ژوند کې وویني او د جګړې ډګر ته داخل شي او په ټولو کې برلاسی شي او اوس دوه میلیارده تابعدار ولري؟
بلکې رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپل حکومت دننه کې شریعت نافذ کړ او له حکومته بهر یې د خدای جل جلاله د کلام د لوړولو لپاره جهاد ته دوام ورکړ. له همدې امله د رسول الله صلی الله علیه وسلم کار په لاندې بنسټونو ولاړ و:
حکومت: له حکومت پرته اسلام نه پاته کېده، په مدينه کې د حکومت جوړول او د مدينې د تړون تر سرليک لاندې د قانون جوړول [چې مخکې مو پرې بحث وکړ] د رسول الله صلى الله عليه وسلم د اسلامي تمدن د رامنځته کولو په برخه کې له مهمو کړنو څخه وو. او باید دا هېره نه کړو چې په اسلامي نظام کې حاکم باید د قوانینو پلي کوونکی، مخلص، صادق او قاطع وي.
بلنه: رسول الله صلی الله علیه وسلم د اسلامي تمدن د تأسیس په وخت کې په خلکو غږ وکړ چې خرافات او شرک پرېږدي او د دې پاک تمدن لپاره په مکه کې پرله پسې دیارلس کاله قربانۍ ورکړي، تر څو د سیاسي موخو د تحقق لپاره تبلیغ کاوو او خپلو افکارو ته یې بلنه ورکوله، حتیٰ په لومړي سر کې یې پوره درې کاله په مکه مکرمه کې د ارقم بن ابي ارقم په کور کې په پټه تېر کړل. د خلکو د اداره کولو هنر دا غوښتنه کوله چې دعوت ته دوام ورکړي، نو هلته وو چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په بازارونو او غونډو کې خپل بلنه په سمه توګه او له مداهنت او غوړه مالۍ پرته وړاندې کړه.
هجرت: هجرت دوه عوامل او رغنده رول لوبولی شي:
کله چې تاسو د ضعف په حالت کې یاست او هېڅ اغیزه ونلری، تاسو باید د یو څه وخت لپاره ځان پټ کړئ او صحنې ته د نوي قوې او قدرت سره د ننوتلو لپاره تیاری ونیسئ.
د هجرت په اساس کولای شو، مالي او ځاني ملاتړي زیات کړو او په ډېر ځواکمن قوت سره میدان ته داخل شو، له همدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم په خپل وخت کې دوه هجرتونه وکړل، لومړی هجرت یې حبشې ته او دوهم مدينې ته هجرت وو.
د سیرت او تاریخ په کتابونو کې دا خبره د تواتر حد ته رسېدلې ده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې د مدینې له انصارو سره دوه بیعتونه کړي وو، یو یې د نبوت په دولسم کال، چې د لومړي بیعت په نوم یادیږي او دوهمه یې د نبوت په دیارلسم کال کې چې د مدینې ۷۳ نارینه او ښځو پکې ګډون کړی وو، په مدینه منوره کې نور بیعتونه هم وشو او بیعت یې د سیاسي اصولو په توګه د خپلو خلیفه ګانو او جانشینانو لپاره د سیاسي میراث په توګه پرېښود.
د مکې په ديارلس کلنه مرحله کې، د دې حقيقت پر بنسټ چې اسلام حاکميت نه درلود او رسول الله صلی الله عليه وسلم يوازې په فکري او سياسي توګه جګړه کوله؛ خو كله چې مدينې ته راغى او حكومت يې جوړ كړ او د اسلامي تمدن ستنې ټينګې شوې؛ نو حکمونه ورځ په ورځ فرض شول