Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اصحاب کرام»د الله تعالیٰ توره «خالد بن ولید رضي الله عنه» ژوند ته لنډه کتنه (شپږ ویشتمه برخه)
اصحاب کرام یکشنبه _12 _مې _2024AH 12-5-2024AD

د الله تعالیٰ توره «خالد بن ولید رضي الله عنه» ژوند ته لنډه کتنه (شپږ ویشتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال:  زید


د الله تعالیٰ جل جلاله توره «خالد بن ولید رضي الله عنه» ژوند ته لنډه کتنه (شپږ ویشتمه برخه)

د ابوبکر صدیق رضي الله عنه لخوا خالد رضی الله عنه« بزاخې» ته استول
حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه خالد رضی الله عنه ته امر وکړ چې له څلور زره کسیز لښکر سره د طلیحه اسدي لوري ته لاړ شي او هغه د هستۍ له پاڼې ورک کړي او یا اسدي به پخپله له شا څخه د مجاهدینو مرستې ته را ودانګي؛ خو مخکې له دې چې خالد هغې خوا ته لاړ شي، حضرت عدي بن حاتم طايي رضي الله عنه ته يې امر وکړ چې له ځينو هغو قبيلو سره خبرې وکړي، چې له طلیحه اسدي سره يې تړونونه او ملګرتيا درلوده، او هغوی بیاځلي د الله تعالی جل جلاله لوري ته را وبولي او د ارتداد له بدو پایلو څخه یې خبر ووېروي.
له یوې خوا حضرت عدي رضي الله عنه د طئ  قبيلې او نورو قبيلو په لور حرکت وکړ او هغوی ته يې دوه ځله بلنه ورکړه او د طلیحه په ملاتړ يې پښيمانه کړل او په دې وتوانېد چې د طئ له قبيلې څخه زر تنه سپاره لښکر چمتو کړي چې په جګړه کې د خالد رضي الله عنه ملګرتيا وکړي.
له بلې خوا حضرت خالد رضي الله عنه د طلیحه په لور روان شو، مخکې له دې چې هلته ورسېږي، خپل دوه ملګري عکاشه بن محصن او ثابت بن اقرام رضي الله عنهما يې د لښکر د پیلامې په توګه بزاخې ته ولېږل. هلته د حبال په نوم یو کس چې د طلیحه ورور و، له دوی سره مخامخ شو، نوموړو صحابه کرامو هغه درک اسفل ته وصل کړ، کله چې دا خبر پخپله طلیحه ته ورسېد، هغه او د هغه بل ورور چې سلمه نومېده له کوره ووتل او له دغو دوو معززو صحابه کرامو سره يې جګړه وکړه او دواړه د شهادت لوړ مقام ته ورسېدل.
طلیحه هم د خالد رضي الله عنه د برید په اړه پوه شوی و؛ له همدې امله، هغه د ځان لپاره خلک راټول کړل ترڅو د هغه د دروغو نبوت ادعا کولو لپاره په خپلو پښو جګړه وکړي.
لنډه دا چې خالد رضي الله عنه له خپلو څلورو زرو جنګیالیو او د طئ قبیلې له زرو تنو سپرو سره د بزاخې سیمې په لور روان شو چې طلحه او ملګري یې پکې اوسېدل. څه موده وروسته دوی هلته ورسېدل، ناڅاپه یې د عکاشې او ثابت رضی الله عنهما جسدونه ولیدل چې  په ځمکه پراته دي؛ مجاهدين په دې خبره ډېر خواشيني شول او دا د دوى لپاره د خفګان خبره وه او ويې ويل: دوه کسه ښاغلي او سرداران د مسلمانانو له سردارانو څخه او دوه کسه آس سپاره زموږ له آس سپرو څخه شهیدان شول.
له هغه وروسته د اسلام رښتیني لښکر د مرتدانو له لښکر سره مخامخ شو چې په طلیحه یې ایمان راوړی و، ډېره سخته جګړه وشوه؛  خو ملعون طلیحه د ځان او خپلې مېرمنې لپاره آسونه او اوښان چمتو کړي وو، تر څو د ماتې په صورت کې وتښتي او په دې فکر چې د وحې په تمه دی، جګړې ته داخل نشو او خپلو ملګرو ته یې وویل: چې زه په خیمه کې د جبرئیل له لوري د وحی انتظار کوم.
د کفري لښکر د ماتې صحنه:
د هغه یو قوماندان په سخته جګړه بوخت و، هغه درې ځله طلیحه ته راغی او ورته یې وویل: چې جګړه ډېره شدیده شوې ده، د جبرائیل په اړه دې نه دي اورېدلي؟
هر وخت به طلیحه ویل: چې زه اوس هم د وحی په انتظار یم.  بالاخره سړی ستړی شو او په دې باور شو چې دی درواغجن دی او د جګړې ډګر ته ورغی او خپلو ملګرو ته یې اعلان وکړ چې طلیحه دروغجن او کذاب دی او د هغه پیروی مه کوئ.
 له هغه وروسته د طلیحه لښکر کمزوری شو او ماتې یې وخوړه. خو طلیحه له خپلې مېرمنې سره په آس او اوښ سپور شو او د جګړې له ډګره وتښتېد، شام ته لاړ او هلته پاتې شو.
په دې توګه حضرت خالد رضي الله عنه په دې وتوانېد چې د بزاخې سيمه فتحه کړي او کفارو او مشرکانو ته يې د اسلام بلنه ورکړه، مرتدان يې بېرته اسلام ته راوبلل او په اسلام مشرف شول او يوه مياشت هلته پاتې شو.
زکات او صدقات يې راټولول او خلکو ته به یې د الهي احکامو ښوونه کوله.
د حضرت خالد رضي الله عنه له نويو مسلمان شوو مرتدانو سره بيعت:
شیخ محمد رضا عربی لیکي: حضرت خالد رضي الله عنه د مختلفو قبيلو له هغو کسانو سره بيعت وکړ چې اسلام ته يې غاړه ټيټه کړه او ايمان يې راوړ، لکه څنګه چې د بیعت متن په لاندې ډول دی: «د الله تعالی عهد په تاسو فرض دې؛ هرو مرو  په الله سبحانه وتعالی او د هغه پر رسول صلی الله علیه وسلم ایمان راوړئ، لمونځ قایم کړئ او زکات ورکړئ او د دې بیعت سره سم له خپلو زامنو او مېرمنو سره زما له طرفه بیعت وکړئ.»
د طلیحه اسدي اسلام راوړل:
د “ابوبکر الصدیق”  په نوم کتاب کې راغلي دي چې طلیحه اسدي له “بزاخې” څخه سوريې ته وتښتېد او د “کلب” په نوم سيمه کې مېشت شو او کله چې د بني اسد او غطفان قبيلې اسلام ته د رسېدو خبر ورته ورسېد، هغه هم اسلام قبول کړ. هغه د حضرت صدیق اکبر رضي الله عنه د خلافت په وروستیو شېبو کې د عمرې ادا کولو لپاره حرم شریف ته راغی. یو چا هغه حضرت ابوبکر صدیق رضي الله عنه ته ور وپېژنده چې هغه طلیحه اسدي دی او ډېر اسلام ضد کارونه یې کړي دي؛ خو د اسلام لومړی خليفه حضرت ابوبکر صديق رضي الله عنه ورته په ځواب کې وفرمایل: هغه اوس اسلام قبول کړی دی؛ نو زه باید څه وکړم؟!
د حضرت صدیق رضي الله عنه موخه دا وه چې اسلام مخکیني ګناهونه بخښي؛ نو اوس طلیحه هم ایمان راوړی دی او د کفر د وخت  سزا ورکولو اړتیا نشته.
پایله؛
له دې برخې څخه دا هم روښانه کېږي چې سیدنا خالد سیف الله رضي الله عنه د اسلام له لومړي خلیفه حضرت ابوبکر صدیق رضی الله عنه سره څه ډول دریځ درلود. نو د لومړي ځل لپاره د نبوت د مدعیانو د له منځه وړلو لپاره د حضرت صدیق رضی الله عنه لخوا  ټاکل کېږي او دا مهم مسؤلیت ورسپاري.
له بلې خوا موږ ګورو چې خالد رضي الله عنه په رښتیا هم په دې وتوانېد چې خپل ماموریت په خپلو جنګي تکتیکونو په ښه توګه سرته ورسوي او د ظُلم ډیوه او د ارتداد تیاره له منځه یوسي.
نور بیا…
Previous Articleپه تمدن کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم کړنې (دولسمه برخه)
Next Article امام اعظم ابوحنیفه رحمه الله (درېمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (یو دیرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلامي علما

د افغانستان فیلسوف؛ سید جمال‌الدین افغان رحمه الله (دېرشمه برخه)

دوشنبه _30 _جون _2025AH 30-6-2025AD
نور یی ولوله
ابوحامد امام محمد غزالي رحمه الله

د ابوحامد امام محمد غزالي رحمه‌الله ژوندلیک (څلور ویشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول پنځه ویشتمه…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD0 Views

لیکوال: ابوعائشه کرامیه ډله «فرقه» درېیمه برخه مقدمه: مخکې تر دې چې د کرامیه فرقې…

نور یی ولوله
کمونیزم

د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه (اتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD3 Views

لیکوال: م. فراهي توجگي د کمونیزم تاریخ او عقایدو ته لنډه کتنه اتمه برخه  …

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (څلوروېشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD5 Views

لیکوال: ابورائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول څلوروېشتمه برخه په…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (پنځه ویشتمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD

کرامیه ډله «فرقه» (درېیمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.