رومي ډله چې لوړه رتبه یې درلوده او په یو وجه یې د نورو ډلو استعمار کړی و، دې ډلې نه توحیدي دین درلود او نه یې د ایمان لپاره یوه فلسفه درلوده. دوی د جهالت په تیاره کې چې مختلف رنګونه او زاویې یې درلودې، ډوب شول. دې حاکمې طبقې به د عامو خلکو سره د بُت پرستۍ په جشنونو کې برخه اخیسته او د الهي تمثالونو (بتانو) لپاره به یې خدمت کاوه. خو په حقیقت کې هغو له شهواني چارو پرته په بل څه باور نه درلود.
خو د دوی فرهنګي او پوهه ډله په بېلابېلو برخو ووېشل شوه، يوې ډلې يې د تصوف او تجريد مبالغه کوله، بلې يې د “ابقوریه” مکتب شاګردان وو چې د بهیمیت او حسیات په برخه کې یې ډېر افراط کړی وو او نورې فرقې يې د هغو فکري مکتبونو تر اغېز لاندې وې چې هغه د فلسفې او بُت پرستۍ تر اغیز لاندې وې.
د روم عام خلک په خپل فطرت کې دین او دیندارۍ ته لېوال وو، خو د آلهه و او فیلسوفانو ترمنځ خطرناکې او ترخې جګړې دوی دې ته اړ کړي وو چې په دیني او فلسفي عقایدو باندې له اعتماده لاس واخلي او خپلو شهوتونو او جنسي غوښتنو ته مخه کړي.
لنډه دا چې روميانو هېڅ دین په جدي توګه چې خپل عقيده، افکار او د ژوند نظام له هغه څخه واخلي نه درلود.
مسيحي دين هم د شريعت د احکامو د لارښوونې او پلي کولو څخه ډډه کړې وه، دا دين چې يو وخت د هېوادونو له حکومت او ادارې څخه وتلې او ترټلې وه، ناڅاپه يې د حکومت چارې په لاس کې اخيستې او کليسا يې د حاکميت او امر خاونده کړې وه. خو له دې بریا سره-سره کلیسا د ځان د پوهې او د نړۍ د پرېښودلو په اړه د عیسیٰ علیه السلام اصلي تعلیمات هېر کړي وه او حکومت یې د شریعت له تطبیق څخه لوړ ګڼل.
کلیسا کولای شوی چې د حکومت د ترلاسه کولو وروسته شریعت پلي کړي، مګر نه کلیسا د خلکو په لارښود کې جدي باور درلود او نه پاچا د بُت پرستۍ په پریښودو کې مومن او جدي و. هغه څه چې د کلیسا او امپراتورۍ د یووالي لامل شو، د خلکو له ژوند څخه د شریعت د لیري کولو په برخه کې د دواړو خواوو دنیاوي ګټې وې. کله چې کلیسا ونتوانېد چې د خلکو په منځ کې د بت پرستۍ او لذت پرستۍ ریښې له منځه یوسي، نو چیري توانېده چې د خلکو ژوند د دین او ارزښتونو پر بنسټ جوړ کړي؟
لومړنى کس چې د عقيدې، دود او بنسټ په وړاندې يې د شريعت د تطبيق او پرېښودلو مسئله مطرح کړه، هغه يهودي شائول پولس و.
«برینتن» لیکي: “شائول پولس فتوا صادره کړه چې یونانیان، مصریان او رومیان چې عیسویت مني د ختنه کولو او د قانون د پایبندۍ څخه معاف دي.”
د وخت په تېرېدو سره دغه انحراف هغه مقرره او ټاکلې طریقه شوه چې کلیسا پرې اعتماد او تکیه کوله او د شریعت او عقیدې تر منځ یې بېلتون را منځته کړ او د انسان ژوند یې په دوو برخو ووېشو:
لومړی دیني ژوند چې یوازې د الله تعالی جل جلاله لپاره دی او رهبانيت، مواعظ او شرعي لند احکام د هغه محتويات وه چې له شخصي حالاتو پرته په نورو مسائلو کې یې رول نه درلود.
دویمه برخه د نړۍ هغه برخه ده چې د قیصر او د هغه قانون ته ځانګړې شوې وه چې پکې سیاسي، اقتصادي، ټولنیز ترتیبات، نړیوالې اړیکې او د خلکو د ژوند نظم شامل وو.