لیکوال: عبیدالله "نیمروزی"
علامه سید ابوالحسن ندوي رحمه الله (پنځه ویشتمه برخه)
د سلطان محمود غزنوي د پلازمینې په لور
د وخت د کمښت او د پروګرامونو د زیاتوالي له امله افغانستان ته سفر لنډ او یوازې د کابل ښار او شاوخوا سیمو د بنسټونو، شخصیتونو او فرهنګي مرکزونو په لیدلو پورې محدود شو. ما د پوهنې له وزیر او د هغه له مرستیال څخه د اسلامي اسکندریې پلازمېنې او د اسلامي سلطنت بنسټ ایښودونکي او هغه شخصیت چې په هند کې یې د اسلام سپېڅلی بیرغ رپاند کړ، سلطان محمود مجاهد ښار (غزني) ته د سفر کولو اجازه وغوښتله.
غزني هغه ښار دی چې د تمدن، پوهې، ادب او شعر لپاره یې نوی تاریخ جوړ کړ. لکه څنګه چې قرطبه او غرناطه په لوېديځ کې د پنځمې پېړۍ په لومړيو کې ځلېدل، همدا شان غزنې هم د هجري کلیزې د څلورمې او پنځمې پېړۍ په لومړيو کې ځلېدل. زه پوهېدم چې افغانستان ته زما سفر به نیمګړی وي که چیرې ما د دې ښار لیدلو فرصت نه درلود. د دې ښار د روح او ژوند ډیره برخه د نوي ښار د ودانیو، بازارونو او منشورونو او د هغې د پراختیا په پرتله په خپلو ویجاړیو، آثارو او کیسو کې ده. زه به د محمود غزنوي او حکیم سنايي د ښار له لیدلو پرته خپل هیواد ته راستون شم او د اړتیا او افسوس احساس په ما کې پاتې شي. د پوهنې وزیر په خوښۍ سره زما وړاندیز ومانه او مرستیال یې د غزني والي او د پوهنې رئیس ته امر وکړ، چې د میلمنو ډلې ته ښه راغلاست ووایي او متخصصین او کارکوونکي راغونډ کړي، ترڅو د ښار د ابداتو او تاریخي ځایونو په لیدو کې له موږ سره مرسته وکړي.
د غزني د تمدن او علم تاریخ
د شنبې په ورځ، د جون په نهمه، موږ غزني ته روان شوو. غزني له کابل څخه شاوخوا ۱۳۸ کیلومتره واټن لري. په ښار کې مو د ښاروال او د پوهنې وزارت د ځینو مسوولینو له خوا تود هرکلي وشو او د لرغونو اثارو د ادارې یو شمېر مدیران او کارکوونکي یې له موږ سره ملګري کړل او سمدلاسه مو د پخواني ښار په لور چې په ختیځه برخه کې پروت و، حرکت وکړ. د غزنويانو پلازمېنه د بغداد له دارالسلام وروسته د اسلامي نړۍ د خلافت مرکز او پلازمينه وه، او د غزنويانو په دوره کې دا يوه ډېره پراخه ودانۍ او د تمدن د ځلېدو ځای و؛ خو اوس ډېر زيانمن او ويجاړ شوى دې. لکه څنګه چې مقناطیس د اوسپنې ټوټې جذبوي او بازار تازه او نوي توکي راجلبوي، همدا ډول غزني هم د غزنویانو په دوره کې د فضل او کمال خاوندان، علمي او ادبي شخصیتونه، تکړه هنرمندان، ماهر معماران، لوی شاعران، جید علما، متقیان، زاهدان، عارفان، صوفیان، طبیبان، فاتحان او فیلسفوفان ځانته را جذب کړي و. لکه څنګه چې کوچني سیندونه او ویالې د سمندر په لور بهیږي او له هغې سره نښلي، همدا شان له فتح شویو سیمو څخه غنیمتونه او نادره او ګران بیه شیان غزني ته روان و.
لکه شاعر او لیکوال بدیع الزمان همداني، ابو ریحان بیروني، د ریاضیاتو او فلکیاتو له امامانو څخه، د فارسي ژبي نوموتی شاعر فردوسي او د فارسي ژبې نور شاعران لکه عسجدي، عنصري، اسدي، غضاري، فرخي او منوچهري له غزني سره ژورې اړیکې درلودې او د هغه ملګري او رازداره وو. شاوخوا ۴۰۰ شاعران د سلطان غزنوي لخوا روزل شوي وو.
د غزني د ویجاړېدو ترخه پېښه
د غزني ښار په یوه پېړۍ کې د خپل تمدن او ښکلا اوج ته ورسېد او خپل نوم، نښان، دود او دستور یې درلوده. خو دا د هغه نسل د یرغل او بریدونو ښکار شو چې د غرور او حرص له امله راوتلي و، چې دا د غوریانو کورنۍ وه؛ هغه کورنۍ چې مجاهد پاچا شهاب الدین غوري پکې سر راپورته کړی و. د دې کورنۍ یو غړی علاء الدین حسین بن حسن چې د هغه وخت د غزني له پاچا بهرام شاه سره یې کینه او عناد درلوده، غزنی ته ننوت او درې ورځو او شپو په لړ کې یې لوټ کړ او اور یې پکې بل کړ؛ هر وچ او لوند پکې د اور خوراک شو او ټول ښار یې په کنډوالو بدل کړ او د هغه ښار هیڅ نښې ـ نښانې یې پرې نه ښودې.
دا پېښه په ۵۴۷ هجري کې شوې ده. له همدې امله علاءالدین په تاریخ کې د “نړۍ سوځونکي” په لقب سره مشهور شو. خدای تعالی څومره ښایسته ویلي دي:«ان الارض لله یورثها من یشاء »؛ له شک پرته چې ځمکه د خدای ده او له خپلو بندګانو څخه هر چاته یې چې وغواړي، ورکوي یې.
موږ به په دې کنډوالو کې ګرځېدو او دا بیتونه به مو ويل:
خفف الوطا ما اظن ادیم الارض الا من هذه الاجساد
وقبیح بنا و ان قدم العهد هوان الاباء والاجداد
سر ان استطعت فی الهواء رویدا لا اختیالا علی رفات العباد
یعنې ورو ګام پورته کړه د ځمکې مخ په مړو پوښل شوی. دا موږ ته د دې وړ نه ده چې د خپلو پلرونو او نیکونو سپکاوی وکړو که څه هم د دوی وخت تیر شوی دی. که کولی شئ، په اسمان کې ورو وګرځئ، نه په کبر او غرور سره د بندګانو په جسدونو.
د ډېرو کيندنو په ترڅ کې د مسعود بن محمد د واکمنۍ او له هغه وروسته د ودانيو پاتې شوني موندل شوي دي. کار پوهانو راته وویل چې د کیندنې کار له لسو کلونو راهیسې روان دې او د ښخ شوي ښار او لرغوني تمدن ډیرې نښې او آثار موندل شوي دي.
ادامه لري…