د مولانا دغه سفر چې د «ډاکټر سعید رمضان» په بلنه د« جنیوا» د اسلامي مرکز په غونډو کې د ګډون په موخه ترسره شو، یو له خورا ګټورو او په ورته وخت کې د مولانا ندوي تر ټولو غمجن سفر و، په دې سفر کې علامه ندوي له ژنیو، لوزان، برلین، پاریس، لندن، کیمبرج، اکسفورډ، ګالسکو ایډا میبرا ښارونو او په هسپانیه کې له مادرید، تولیډو، سیویل، کورډوبا او ګراناډا ښارونو څخه لیدنه وکړه، هغه د «اډمبرا» او لندن په پوهنتونونو کې خبرې وکړې او دوه مرکې یې له راډیو بي بي سي سره درلودې.
د دې سفر اصلي او مهمه برخه هسپانیې ته سفر بلل کېږي، هغه هېواد چې پیړۍ یې د اسلام تر بیرغ لاندې تیرې کړې او په تاریخ کې یې د ساینس، صنعت او رجال پالنې په برخه کې تر ټولو ځلانده شخصیتونه درلود، چې نن ورځ نه د« قرطبې» جومات هغه جومات دی او نه د هسپانيې منارونه هغه مناورنه دي؛ مګر:
افسوس که این مزرعه را آب ګرفته
دهقان مصیبت زده را خواب ګرفته
خون دل ما رنګ می ناب ګرفته
و ز سوزش تب پیکر ما تاب ګرفته
د مولانا هسپانیې ته سفر؛ د دې سفر تر ټولو ښه او خوندوره برخه ګڼي، د اسلام له لاسه وتلی جنت چې د دې خاورې هر منبر او منار د مسلمانانو په ذلت او کمزورۍ او د دې هېواد په وړاندې د هغوی پر بې پروايي ماتم او وير کوي. مولانا ندوي دلته له هر پرېښودل شوي هېواد څخه زیات د نږديوالي، محبت او خپلوي احساس کاوه او داسې ښکاري چې د دې خاورې هر ګوډ او کونج یې په غیږ کې نیولی دی، د دې خاورې هره لویشته د مینې او انسانیت پیغام لري او له هغه لمونځ څخه چې دلته یې کاوه او د الله تعالی جل جلاله له ذکر څخه یې ځانګړې اغیزه او خوند وموند، چې په بل ځای کې یې احساس نه کړ؛مولانا وایي: دې سفر زما د زړه زخمونه او د اسلام د ویاړ او عظمت ټول تاریخ تازه کړ، هغه چې ما د تاریخ په پاڼو کې لوستلی و، هغه ماته د خیال په نړۍ کې ښکاره شو.
مولانا لیکي: چې زموږ لارښود (ژباړونکی) چې له موږ سره یې په انګلیسي ژبه خبرې کولې دا جمله یې څو ځله تکرار کړه چې کله موږ له دې ځایه عربان وشړل، دا زما لپاره ډېر دردناک و؛ له همدې امله ما له هغه څخه وغوښتل چې دا بیا تکرار نه کړي او هغه هم بښنه وغوښته.
مولانا د قرطبې په تاریخي ښار کې د جامع جومات څخه لیدنه وکړه او هلته یې د لمانځه د منع کولو سره سره دوه رکعته لمونځ ادا کړ او په غرناطه کې د استوګنې په وخت کې یې د جمعې لمونځ د یو عرب شاګرد په کوټه کې ادا کړ او هغه څه چې د دوی لپاره خورا دردناک وو، د مسلمانانو سُستي او کم همتي او د هغوی بې پروایي وه؛ د هېڅ هېواد مسلمانانو په تیره بیا د عربو مسلمانانو د دغه له لاسه وتلي جنت د بیرته تر لاسه کولو لپاره هېڅ ډول هڅه ونه کړه او حتیٰ په دغه هېواد کې یې د اسلام د معرفت او پېژندلو او اسلامي دعوت د خپراوي په برخه کې هېڅ راز هڅې او کوښښونه ونکړل، واکمني او پاچاهي لا پریږدۀ؛ فألی الله المشتکی.
سره له دې چې علامه ندوي رحمه الله اروپا ته له سفر مخکې په غربي او اروپايي کلتور نیوکې وکړې؛ خو هلته په تللو او د دې خاورې له نږدې کتلو سره دا حقایق ثابت شول؛ نو په دې ځای کې د علامه ندوي د څرګندونو او مشاهداتو یوه برخه راوړو:
«که څه هم غربیان د ښځو د کرامت او حقونو په اړه چیغې وهي؛ خو په اروپا کې د ښځې حیثیت او کرامت مخ په زوال او له منځه تللی دی او دغه بې وزله مخلوق د یوه بې ارزښته او د سپکاوي وړ موجود حیثیت یې ځان ته غوره کړی دی چې په دوکان کې د پلورونکې په توګه کار کوي، هغه څوک چې مالونه وړي، هغه څوک دي چې د هرڅه لپاره مسؤله ده؛ په ریل ګاډي او بس کې ځورول کېږي او ځمکې ته غورځول کېږي، سړی په آرام ناست دی او ښځه ستړې ولاړه ده؛ بلکې د حیا، ښځیتوب او جذابیت ټول عناصر له هغې څخه اخیستل شوي دي؛ نو اوس پوه شوم چې د دې زړه راښکونکو عکسونو، رومانتيک فلمونو او په هر ځای کې د بې حیايۍ راز په څه کې دی؟ هو، دوی د ښځو عزت او جاذبه له منځه وړې ده؛ خو دوی غواړي چې دا په داسې شیانو سره یې بېرته ورکړي».
که څه هم ما اروپا (انګلستان)او د هغه تمدن له نږدې ولید په دې مهم ټکي لا ښه پوه شوم چې د دوی ژوند یوازې کمپیوټري، ماشیني ژوند دی او له روحي ژوند، احساس او معنویت څخه بې برخې دي او د اقبال دا شعر را په یاد شو: