د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (شپاړلسمه برخه)
خالد رضي الله عنه د هوازن د غزوې اتل
د (هوازن) کلمې تعریف:
هوازن د مضر عربي قبيلو د يوې لويې قبيلې نوم دی چې د عربو له څو مشهورو قبيلو څخه جوړه ده او ټول يې يو کس ته منسوب دي چې نوم يې (هوازن بن منصور بن عکرمه بن خصفه بن قيس عیلان بن الياس بن مضر) دی.
شیخ ابراهیم بن ابراهیم قریبي وايي: (هوازن د عربو له لویو قومونو څخه دی، چې قوت او شمېر یې د خطرناک شهرت له امله د غطفان قبيلې ته ورته دی).
د هوازن او حنین غزواتو (جګړو) ترمنځ اړیکه:
په حقیقت کې د حنین د غزوې او د هوازن د غزا ترمنځ توپیر نشته؛ پرته له دې چې هوازن د عربو د یوې ډلې نوم و چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د جګړې لپاره راپاڅیدلي و او حنین د یوې وادي نوم دی چې د مکې ښار او طائف ښار ترمنځ موقعیت لري چیرته چې د اسلام او کفر لښکرونه سره یو ځای شول؛ له همدې امله کله کله دا جګړه د موقعیت پر بنسټ د حنین جګړه بلل کیږي او کله کله د خلکو په اعتبار د هوازن جګړه بلل کیږي.
د هوازن او نحنین غزوې د واقع کېدلو لامل:
د هجرت په اتم کال د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم له خپلو اصحابو سره د مکې ښار ته راغی او پرته له کوم قتل او وینې تویولو یې فتح کړ.
دا کار د مکې د ښار شاوخوا کفارو او مشرکانو ته په عموم کې او په ځانګړې توګه د هوازن د لویې قبیلې لپاره د منلو وړ نه و؛ ځکه هغوی دې باور او ډاډ ته رسېدلي وو چې هغه ورځ به خامخا راځي چې محمد صلی الله علیه وسلم به له خپلو ملګرو سره زموږ ماڼۍ ته ننوځي او شاهي تاج به زموږ له سرونو راښکته کړي او زموږ د شرابو او مستۍ ګرم بازار به له منځه وړي؛ له همدې امله د مکې په شاوخوا او کونجونو کې د عربو څو قبیلې راټولې شوې او له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې د جګړې لپاره تیاري ونیوله او په زرګونو جنګیالي، اسونه او په سلګونو نور تجهیزات یې چمتو کړل او غوښتل یې چې برید پیل کړي.
د حنین غزا پیل کله وشو؟
د رمضان له مبارکې میاشتې څخه پوره شپږ ورځې تېرې شوې وې، چې د شنبې په ورځ د ۸ هجري قمري کال د شوال د میاشتې په شپږمه نېټه دا خبر رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ورسېد، هغه مُبارک سمدستي د همغه لس زره کسیزه لښکر سره چې د مکې د فتحې لپاره تللي وو او دوه زره کسه نور هم ورسره یوځای شول، د حنین په لوري رهي شول او د سه شنبې ورځ د شوال په لسمه نېټه حنین ته ورسېدل.