په دې مبحث کې هڅه پر دې وشوه چې د استعمار مختلف اړخونه، د هغه ډولونه او تاریخ تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شي او په اسلامي ټولنه کې د هغه آثار او پایلې او هم دا چې د مختلفو نسلونو د فکر او نظریو په رامنځته کېدو او لوری ورکولو کې څه رول لري، وڅېړل شي.
همدارنګه د دې بحثونو په بله برخه کې، د استعمار د تاریخ او آثراتو په اړه معلومات وړاندې شول او دا چې استعمارکوونکي کومو موخو او آرمانونو ته د رسېدو په لټه کې دي، تر بحث او ارزونې لاندې ونیول شول.
استعمار توانیدلی پر استعمار شوو ټولنو ژور او د پام وړ اغیزه ولري او ډول-ډول نسلونه او قشرونه تر خپلې اغیزې لاندې راولي، استعمار او استعمارکوونکو په استعمارشوو ټولنو او کمزورو هېوادونو کې د ډېرو جنایتونو مرتکب شول او په دې برخه کې د استعمارکوونکو پر لمن تور داغ پاتې شو.
دغه ناوړه حرکت، په وروستیو دوه لسیزو کې د افغانستان پر مؤمنې او متدینې ټولنې هم خپل سیوری غوړولی و او په دې هېواد کې یې په بیلابیلو قشرونو باندې ډېرې ترخې او زړه بوګنوونکې قضیې ثبتې او ډول-ډول ظلمونه یې ترسره کړل، اوس هم د هغوی د ډېرو جنایتونو آثار پر دې مظلومه خاوره لیدل او احساس کېږي او د هغوی د له منځه وړلو لپاره بې شمېره او دوامداره هڅو ته اړتیا ده.
له دې وجې، د فکر او پوهې پر خاوندانو، زړه سوانده واکمنانو او د اسلامي اُمت پر ویښو او با احساسه ځوانانو الزامي ده چې د استعمار د حقیقت او ماهیت او د هغه د تګلارو په درک کولو او پېژندلو سره، له اسلامي ټولنو څخه د هغو د ړنګولو او له منځه وړلو لپاره هڅه وکړي او په دې برخه کې په هر اړخیزو څېړنو او نه ستړي کېدونکو هڅو اسلامي اُمت وژغوري او مطلوبو موخو ته د رسېدو په لار کې ورسره مرسته وکړي.
په ډاډ سره د استعمار د ښکاره او پټو اړخونو او هغو خطرونو او زیانونو پېژندل چې اسلامي هېوادونو ته متوجه دي، د مسلمانانو د جهادي او فکري له بنسټیزو اړتیاوو څخه دي او جدي اړتیا ده چې په کره او متخصصانه ډول تر څیړنې او ارزونې لاندې ونیول شي.