ليکوال: عبیدالله نیمروزی
د سیدنا عمر فاروق رضی الله عنه ژوندلیک (دریمه برخه)
د معاصرو لیکوالو له نظره د هغه مقام څرګندونه
ډاکټر سيد امير علي په خپل مشهور کتاب «تاريخ او اسلام» کې په دې اړه ليکي: «وکانت وفاة عمر خسارة فادحة وحادثة کبیر للإسلام»؛ «د عمر رضی الله عنه مړینه د اسلام لپاره لویه ضایعه او ناورین وه»همدارنګه په خپل بل کتاب «د اسلام روح» کې لیکي: «عمر د اسلام له قبولولو وروسته د ایمان له سنګرونو څخه شو او د یوه قاتل په لاس د دغه ستر انسان مړینه بې له شکه د اسلامي حکومت لپاره یوه نه جبرانېدونکې ضایعه وه.»
«پطرس بستانی»، یو عیسوي لیکوال لیکي: د عمر د شهادت لامل هغه څه نه دي چې مورخینو لیکلي دي؛ بلکې کافرانو دغه غلام د هغه د وژلو لپاره ټاکلی و، فکر یې کاوه چې له مرګ وروسته به د اسلام ځواک کمزوری شي او د اسلام واکمني به ختمه شي.
د حضرت عمر په اړه د « فرانسې پروفیسر الکساندر مازاس» لیکي: عمر رضي الله عنه هغه څوک دی چې د خپل خلافت په وخت کې یې هم خپل ساده او پرهیزګاره ژوند نه دی پرېښی، کله چې یې د نړۍ پر لویه برخه واکمني کوله.
هغه څوک چې د وچکالۍ په وخت کې د نورو مسلمانانو سره د خواخوږۍ لپاره کافي خواړه نه وه خوړلي، تر دې چې د هغه رنګ او مخ تور شو؛
هغه څوک چې د خپلو مسلمانانو د نافرمانۍ لپاره د شپې په اوږدو کې د مدینې په کوڅو او شا و خوا ګزمې کولې؛
هغه څوک چې د دولتونو استازو د هغه سادګۍ په لیدلو سره ونه پیژندل؛
هغه څوک چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه فرمایلي دي: «اې عمره، ته په لاره نه تېرېږي؛ پرته لدې چې شیطان هغه لاره پریږدي او له بلې لارې تیریږي؛»
«سر ولیام میور» لیکي: عمر فاروق رضی الله عنه د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته هغه په اسلامي هیواد کې تر ټولو ستر شخصیت ګڼل کیږي، د خپل هوښیارتیا او استقامت په وسیله یې، په دې لسو کلونو کې یې د سوریې، مصر او فارس سیمې د اسلام تر واک لاندې راوستې، چې له هغه وخت راهیسې د اسلام د خاورې برخه ده. سره له دې چې هغه د یوه پراخ هیواد ځواکمن، امير و؛ هېڅکله په عمومي او وړو مسایلو کې خپل هوډ او عدالت له لاسه نه دی ورکړی. هغه نه خوښېده چې په لویو مستعارو نومونو ونومول شي، پرته له دې چې هغه د «عرب سردار» وو. د خلیفه او امیر المؤمنین لیدو ته له لرې ولایتونو خلک راتلل او د هغه په لټه کې وو او د جومات له خلکو یې پوښتنه کول، په داسې حال کې چې د امیرالمؤمنین په جومات کې په ساده جامو کې د خلکو په منځ کې ناست وو.
• پروفیسور «مهرین» معاصر پوهاند ليکي: عمر فاروق رضي الله عنه یو امپراتور و چې د بډایه او زیوراتو تخت پر ځای په ځمکه ناست و او پر ځای یې هغه لوکس جامې چې له ختیځ او لویدیځ څخه بیت المال ته راتلل، هغه خپل بدن په یوه پیوند شوي جامو کې مستور کاوه چې د هغه د بې وزلو رعيتو جامې وې.او له ایران او روم څخه راوړل شوي قیمتي ګاڼو څخه ډک د سرو زرو تاج پر ځای یې یوه نرۍ پګړۍ د هغه ویاړ او وقار نور هم زیات کړ او هغه د تر ټولو ټیټو عامو خلکو سره په مساوي توګه ناست و او یو حبشی غلام یې خپل دیني ورور ګڼل. هغه یو امپراتور و او د شپې به يې د مدينې په کوڅو کې د بېوزلو سره د مرستې او د يوې کونډې د پالنې لپاره ګرځېده.هغه غوښتل چې د رعیت یې د سر د ټيټولو پر ځای په اسلام کې ژوند وکړي، هغه د یتیمانو ښوونکی او د مسکینانو غمخوار او د روم او ایران فاتح وو.
« دانگلستان دائرةالمعارف» ليکي: عمر رضي الله عنه يو هوښيار او پراخ فکر خاوند و او د اسلام لپاره يې د قدر وړ خدمتونه وکړل.
• «ډاکټر مایکل هارټ« وايي: د عمر اثار رښتیني اثار دي، هغه له محمد صلی الله علیه وسلم وروسته د اسلام په خپراوي کې یوازینی اغېزمن شخصیت و.د هغه له فتوحاتو پرته، دا ناشونې ښکاري چې اسلام به د نن ورځې په څیر مشهور وي.
ادامه لري…