ځواب: وروسته له اقرار او تصدیق په هغه څه چې د الله ﷻ له لوري په محمد ﷺ نازل شوي په ورځ کې پنځه وخته د فرض لمونځ اداء دي.
پوښتنه: لمونځ کول په څو کلنۍ کې باید شروع کړل شي؟
ځواب: په ۷ کلنۍ کې باید لمونځ او نور احکام د ماشومانو لپاره زده کړل شي او په لس کلنۍ کې باید جبري لمونځ پري اداء کړل شي.
پوښتنه: لمونځ په کوم کال فرض شو؟
ځواب: د بعثت په لسم کال د معراج په شپه.
پوښتنه: آیا مخکې د بعثت له لسم کال رسول الله ﷺ او صحابه کرامو لمونځ نه ادا کاوه؟
ځواب: هو ادا کولو يې مګر داسي فرض نه وو خو غوره عبادت شمیرل کیده.
پوښتنه د لمونځ ثبوت په کړم شرعي دلیل سره شوی دی.؟
ځواب د لمونځ ثبوت د قرآن ډیرو آیاتو ثابت شوی دي.
پوښتنه: آیا د لمونځ د رکعتونو تعداد هم له قرآن کریم څخه ثابت شوی دی؟
ځواب: نه، په متواترو احادیثو او د مسلمانانو په متواتر عمل ثابت شوي او هر څوک چې د رکعتونو تعداد ونه مني کافر ورته ویل کیږي که څه هم سنت هم وي او ثبوت یې متواتر وي لکه د سهار ۲رکعته سنت.
د سهار ۲ رکعته فرض، د ماسپښین/غرمې ۴ رکعته فرض، د مازیګر ۴ رکعته فرض، د ماشام ۳ رکعته فرض او د ماخستن ۴ رکعته فرض لمونځ نه که څوک انکار وکړي کافر کیږي، البته د سنتو تعداد په متواتر ډول نه دی روایت شوی پرته د سهار له دوه رکعتونو، همدارنګه د رکعتونو د تعداد په نسبت مختلف احادیث راغلي دي لکه څنګه چې په اوس عصر کې زموږ په هیواد کې سنت ادا کیږي همدا ډول هم روایت شوي دي، ادا کول یې لوی اجر لري اما منکر یې نه کافر کیږي بلکي فاسق او ګمراه دی.
پوښتنه: لمونځ کول په جماعت سره غوره دي که یوازي؟
ځواب: لمونځ په جماعت سره غوره دی ځکه په جماعت سره د لمونځ اداء کول ۲۷ درجې فضیلت د انفرادي لمونځ څخه لري، د امام د تقوا، د جماعت د کثرت، او د مسجد د لريوالي په سبب یې ثواب لا هم زیاتیږی.
پوښتنه: په جماعت سره د لمونځ اداء کولو حکم څه دی؟
ځواب: زموږ په مذهب کې سنت مؤکد او د ځينو علماؤ په نزد واجب دی لکه امام شافعي.
ځواب: اته شرایط د لمانځه د ادا کولو لپاره په نظر کې نیول شوي دي: ۱- اودس یا تیمم کول ۲- د ځای پاکوالی، ۳- د جامو پاکوالی، ۴ د بدن پاکوالی، ۵- د عورت پټول چې د نارینه لپاره د نامه تر زنګنو پوري او د ښځو ټول بدن عورت دی، او تبرج هم په دې کې شامل دی که د ښځې اندامونه ښکاره شي لمونځ یې نکیږي لکه پتلون، برجس، نازکې جامې، او د سر ویښته، که د ښځو د سر ویښته اندک هم ښکاره شي لمونځ یې نکیږي، ۶- مخ اړول قبلې لوري ته، ۷- نیت په زړه کې که په ژبه وویل شي غوره دی، ۸- د وخت پیژندل.
پوښتنه: د نفل او سنت لمونځونو ادا کول په کور کې غوره دی که مسجد کې؟
ځواب: په کور کې (رسول الله ﷺ فرمایلي دي: بهترین لمونځ هغه دی چې کور کې ادا شي مګر فرض لمونځ) چې هغه د جماعت سره ادا کیږي.
پوښتنه: که یو څوک سهواً پورته شرایط ترک کړي لمونځ یې کیږي که نه؟
ځواب: نخیر که سهواً یې هم ترک کړي باید لمونځ له سره اعاده کړي.
پوښتنه: په اودس کې څو فرض دي؟
ځواب: په اودس کې د اهلسنتو په نزد څلور فرض دي، ۱- مخ وینځل، ۲- د لاسونو وینځل تر څنګلو، ۳- د سر مسحَ، ۴- د پښو وینځل تر بجلکو، که یو له دي څخه عمداً یا سهواً ترک شي اودس صحیح نه دی.