Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»اسلام»د ریښتیني مسلمان ځانګړنې (اتمه برخه)
اسلام چهارشنبه _3 _اپریل _2024AH 3-4-2024AD

د ریښتیني مسلمان ځانګړنې (اتمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکوال: محمد الافغاني

د ریښتیني مسلمان ځانګړنې (اتمه برخه)

فراست یا ځيرکتیا
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: «لا یلدغ المؤمن من جحر واحد مرتین»، (مؤمن بنده له یوه سوري څخه دوه ځلي نه چیچل کیږي)؛ په یوه قدسي حدیث کې راغلي؛ ژباړه: «ای زما بندګانو! که ستاسو لومړی او وروستی او جن او انس ستاسو تر ټولو پرهیزګار په شان زړونه ولري دغه حالت زما په ملک او پاچاهۍ کې څه نه زیاتوي؛ ای زما بندګانو! که ستاسو لومړی او وروستی او انس او جن، ستاسو تر ټولو فاجر انسان په څېر زړونه ولري، زما د ملک څخه څه نه کمیږي».
الله تعالی د انسان لپاره اسباب او وسایل برابر کړي ترڅو وکولای شي خپل ځان د هستۍ د ګواښونو او خطرونه څخه وساتي؛ دغه اسباب د مور په خیټه کې د ودې مناسب ځای له خلقت څخه پیل کیږي او د مور په تیو کې د شیدو پیدا کیدل او تر پنځه ګونو حواسو چې د هغوی په وسیله د ځان لپاره خواړه، جامې او هستوګنځی چمتو کړي او نور په زرګونه اسباب چې له هغو پرته د ځمکې پر مخ د انسان د ژوندي پاتې کیدو او جسمي ودې امکان یوه شیبه هم نه لیدل کیږي.
کوم ظاهري اسباب او وسایل چې موږ وینو او یا علم یې زموږ لپاره را برڅيړي او کشف کوي، تر ډیره د پیښو د زیانونو څخه د انسان د خوندیتوب لپاره کارول کیږي، په داسې حال کې چې انسان د جسم او روح څخه تشکیل شوی دې او په دې نړۍ کې داسې ګواښونه او خطرونه شته چې د جسم په نسبت، روح ته ډیر ګواښ پیښوي؛ د روح د تحفظ او ساتنې تر ټولو پیاوړې وسیله، پر الله تعالی ایمان لرل دي؛ د ایمان یو له ارزښتناکو آثار او پایلو څخه هغه ځيرکتیا ده چې مؤمن بنده له هغه څخه برخمن کیږي او د هغه په رڼا کې لاره له څاه، ښه له بد، او حق له باطل څخه او … پیژني او جلا کوي یې؛ پیغمبر صلی الله علیه وسلم فرمایي: «اتقوا فراسة المؤمن فانه ینظر بنورالله»؛ (د مؤمن له ځیرکتیا څخه وویریږئ، ځکه هغه د الله په نور ویني)؛ په معجم الوسیط کې فراست داسې تعریف شوی: (فراست یا ځیرکتیا یعنې د ظاهري آثارو له مخې د چارو د باطن په پیژندنه کې مهارت دې).
امام رازي په خپل تفسیر کې یوې واقعې ته اشاره کوي چې په ښکاره ډول د فراست یا ځیرکتیا د مفهوم بیانوونکی دې «انس بن مالک رضی الله عنه وایي: کله چې په لاره تلم سترګې مې د یوې ښځې په لوري پورته کړې وروسته د عثمان رضی الله عنه حضور ته ورغلم عثمان رضی الله عنه وویل: څه خبره ده! یو له تاسو څخه وینم چې دننه کیږي او د زنا آثار په هغه کې ښکاره دي؟ ما وویل: آیا له حضرت پیغمبر صلی الله علیه وسلم څخه وروسته وحی رالیږل شوې ده؟ عثمان رضی الله عنه وویل: نه، ریښتینی فراست (ځیرکتیا) ده».
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم صحابه کرام همغسې چې ساده ژوند کول یې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ملګرتیا څخه زده کړی و، په همغه اندازه فراست او ځیرکتیا یې هم زده کړې وه؛ صحابه کرام د چل او دوکې په لارو چارو پوهیدل له همدې وجې د دوکه کوونکو او فریبکارانو له لومې څخه خوندي ول اما هیڅکله یې په خپله له هغو څخه کار نه اخیستل.
د پیغمبر صلی الله علیه وسلم پیروي کوونکی او ریښتینی مسلمان حیف ګڼي چې خپل ارزښتناکه وخت او وړتیا په غچ اخیستنې او د خدای بندګانو د رسوا کولو لپاره په پلانونو کې و کاروي؛ هغه پوهیږي چې د نورو په وړاندې د مسلمان مسئولیت نصیحت، خواخوږي او خیرغوښتنه ده او که شونی نه وو نو بې پلې توب او چوپتیا غوره کوي.
عایشه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم په اړه وایي؛ ژباړه: (قسم په الله هیڅکله رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغې کړنې له وجې چې د نورو لخوا د ده شخصیت ته متوجه کیده، غچ وانخیست؛ اما کله چې د الله تعالی له حدودو څخه تیری کیده، هغه مهال د خدای لپاره به یې غچ اخیستل).
فراست هغه ځواک دې چې انسان د ګواښونو ډک ژوند په هر پړاو کې او هره شیبه هغه ته اړتیا لري؛ ظاهري اسباب او اکتسابي مهارتونه او وړتیاوې هیڅکله هم نشي کولای انسان له روحي او معنوي خطرونو څخه خوندي کړي؛ له همدې امله الله تعالی خپل پیغمبر ته امر وکړ ترڅو له پټو او ناپیژندو دښمنانو څخه هغه ته پناه یوسي؛
الله تعالی د انسان د اړتیا وړ هر فن او کار د زده کړې لپاره اسباب، وسایل او مشخصې تګلارې ټاکلي چې هرې حرفې او مسلک ته لاسرسی یوازې د وسایلو او ټاکلو تګلارو او روشونو په وسیلې شونې ده؛ اکثر حد کار چې انسان ترسره کوي د اسبابو او روشونو کشف کول دي نه د هغوی رامنځته کول.
… فلن تجد لسنة الله تبدیلا ولن تجد لسنة الله تحویلا(فاطر۴۳)؛ (او هیڅکله به د الله د سنت لپاره بدلون او تحول و نه مومئ).
اما فراست د تجربي علومو له جملې څخه نه دې چې وکولای شو هغه په خپلو ذاتي وړتیاوو او له شته وسایلو څخه په کار اخیستنې ترلاسه کړو؛ بلکه فراست له الله تعالی سره د اړیکې محصول دې او د بنده په وجود کې د فراست د رامنځته کیدو او ودې یوازینۍ وسیله د الله سبحانه و تعالی خالصانه عبادت او د هغه تعالی د حدودو ساتنه ده.
په هر حال که چیرې موږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم واقعي او ریښتیني پیروان و اوسو نو باید فراست ولرو او که فراست ولرو په اسانۍ سره د نورو لخوا نه دوکه کیږو او نه استعمالیږو.
ادامه لري…    ینظر بنورالله»؛ (د مؤمن له ځیرکتیا څخه وویریږئ، ځکه هغه د ا
Previous Article(اسلامي عقايد؛ د ماشامانو ډېوه (لسمه برخه
Next Article د الله توره «خالد بن ولید رض» ژوند ته لنډه کتنه (دیارلسمه برخه)

اړوند منځپانګې

اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته یوه کتنه (دېرشمه برخه)

سه شنبه _1 _جولای _2025AH 1-7-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته کتنه (نهه‌ويشتمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
اسلام

د شریعت مقاصدو علم ته يوه کتنه (اته ویشمه برخه)

شنبه _28 _جون _2025AH 28-6-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

متفرقه

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD0 Views

لیکوال: مفتي نورمحمد محبي قرآن؛ تلپاتې معجزه  دوهمه  برخه د قران د اعجاز د علم…

نور یی ولوله
دینونه

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD4 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه شپږمه برخه ۳ – ګورو امرداس…

نور یی ولوله
فتنې

کرامیه «ډله» فرقه (پنځمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD6 Views

لیکوال: ابوعایشه کرامیه «ډله» فرقه پنځمه برخه تر بحث مخکې؛ یو بحث چې په اړه…

نور یی ولوله
اسلامي تمدن

د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (شپږویشتمه برخه)

پنجشنبه _3 _جولای _2025AH 3-7-2025AD8 Views

لیکوال: ابو رائف د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول شپږویشتمه برخه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
د کلماتو په اړه

د کلماتو څېړنیز-کلتوریز څانګه د اهل السنت والجماعت یوه دعوتي څانګه ده چې د پاکو اسلامي ارزښتونو د ترویج، د سپیڅلي اسلامي شریعت د لوړو اهدافو تحقق، د لویدیځ د فکري جګړې پر وړاندې مبارزه، د خداى د كلام لوړولو او د اسلامي امت د وېښولو په برخه کې په خپلواکه توګه کار کوي.

مشهور نشرات

قرآن؛ تلپاتې معجزه (دوهمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD

سیکیزم، پیدایښت او اعتقادي بنسټونه (شپږمه برخه)

شنبه _5 _جولای _2025AH 5-7-2025AD
په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.