د شهیدانو په ډله کې څلور سړي، درې ښځې، دوه هلکان او اووه انجونې شاملې وې؛ نه کسه قربانیان ماشومان و او یوولس کسه شهیدان د یوه کور غړي و؛ د امریکې د پوځ دغه جنایت کاره سرتیری ونیول شو او د شپاړلس عمدي قتلونو په تور محکوم شو، نوموړي له اعدام څخه د ځان ژغورنې لپاره په شپاړلس عمدي قتلونو اعتراف وکړ او بیا د مشروطې ازادۍ پرته په ابد یا دایمي حبس محکوم شو او په بې عزتۍ سره د پوځ څخه ګوښه کړل شو.
د متحده ایالتونو رسمي چارواکو او په دوی پورې تړلو ځواکونو، ایساف د وژل شوو کسانو په اړه یوازې بخښنه وغوښته، د افغانستان د وخت چارواکو د یاد سرتیري د علني او ښکاره محاکمې غوښتنه وکړه؛ اما د امریکې دفاع وزارت د دې غوښتنې سره مخالفت وکړ؛ مجرم سرتیري د خپلې محاکمې پر مهال ویلي و چې په دې نه پوهیږي چې ولې یې دغه جنایتونو ترسره کړل!
د شهیدانو او ټپیانو نومونه او لیست
د الجزیرې رسنۍ د رپوټ له مخې د شهیدانو نومونه په داسې ډول دي: محمد داود د عبدالله زوی، خداد داد د محمد جمعه زوی، نظرمحمد، پایندو، روبنا، شاطرینا د سلطان محمد لورګانې او زامن، زهرا د عبدالحمید لور، نازیه د دوست محمد لور، معصومه، فریده، پلوشه، نبیه، عصمت الله او فیض الله د محمد وزیر زامن او لورګانې، عیسی محمد د محمد حسین زوی او اخترمحمد د مرادعلي زوی.
ټپیان
حاجی محمد نعیم د حاجی سخاوت زوی، محمد صدیق د محمد نعیم زوی، پروین، رفیع الله، زردانه او ذوالحجه.
د جنایت د ارتکاب څرنګوالی
د پیښې د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې دغه جنایتکار سرتیري، لومړی د یوه کورنۍ څلور غړي د الکوزي په کلي کې په شهادت ورسول، د پیښې د یوه ټپي د وینا له مخې، امریکایي سرتیري د کورنۍ غړي یې تر ویشتلو دمخه له خوبه را پاڅولي و، بل شاهد ویلي چې ما په خپلو سترګو ولیدل چې دغه سرتیري یوه ښځه له کوره دباندي ایستلې وه او څو ځلي یې د هغې سر له دیوال سره وواهه.
د نجیبانو په نوم کلي کې، د عبدالصمد په نوم کس د کورنۍ یوولس غړي یې په شهادت ورسیدل چې میرمن، څلور لوڼې چې دوه یې شپږ کلنې وې، له اتو تر دولسو کلو پورې څلور زامن او دوه کسه نور د خپلوانو څخه یې پکې شامل و؛ د یوه شاهد په وینا، بیلز هلکان له ویښتانو ټینګ کړي و او په خوله یې په ګولۍ ویشتلي و، درې کسه ماشومان د یوې یوې ګولې په مټ چې په سرونو یې ویشتلي و، په شهادت ورسیدل او له هغه وروسته جسدونه یې سوځول شوي و.
یو بل ملکي او بېګناه وګړی ۵۵ کلن محمد داود و، چې په بل کلي کې په خپل کورکې دننه په شهادت ورسول شو.