د تاریخ په اوږدو کې د ټولو لوړو او ژورو او د داخلي اختلافاتو له امله د نورو فرقو په څیر د مرجئې فرقه هم د وخت په تیریدو سره په مختلفو طایفو او ډلو ویشل شوې چې نومونه، نښانونه، نظریې او عقیدې یې د تاریخ او فرقو په کتابونو کې ثبت شوي دي. د امکان تر حده د دې فرقو د پیژندلو لپاره موږ پریکړه وکړه چې دا ډلې معرفي کړو او عقیدې یې هم بیان کړو.
د مرجئې ډلې او قبیلې:
شهرستاني د “الملل والنحل” کتاب څښتن په لومړي سر کې مرجئه په څلورو طایفو وېشلې ده لکه:
د خوارجو مرجئه؛
د قدریهو مرجئه؛
د جبریهو مرجئه؛
د خالصهو مرجئه.
د خوارجو مرجئه:
دا فرقه د انسان د واک (اختیار) تر څنګ پر حاکم د خروج عقیده او باور هم لري.
د شیب بن يزيد شيباني پيروان شبيبيه د خوارجو له ډلې څخه دي چې د صالح بن مسرح (76هـ) او د «راجعه فرقه» چې د خوارجو له طایفې څخه یوه طایفه ده او له صالح څخه ګرځېدلې ویلی دی: موږ نه پوهیږو هغه څه چې صالح حکم کړی حق دی یا باطل، همدارنګه هغه څه باندې چي راجعه شهادت ورکړی دی، حق دی یا باطل. له همدې امله دوی په دې قضیه کې حکم او فیصله وځنډوله او خوارج له دوی څخه کرکه وکړه او دوی ته یې د خوارجو مرجئه وویل.
د قدریهو مرجئه:
دا ډله د ارجاء په قول سره د قدر قایله او د قدریهو (معتزلهو) سره موافق او د جبریه فرقې پر خلاف، د اختیار قایله ده. محمد بن شیب صالحي، خالدي او غیلانیه چې د دمشقي غیلان ملګري دي، د قدریه مرجئهو له مشرانو څخه دي. غیلان لومړنی کس دی چې د قدر او ارجاء اړوند یې خپله عقیده او باور څرګنده کړه. قدریه باندې د دې فرقې نومونه په انساني آزادۍ او ارادې باندې د باور له امله دی.
د جبریهو مرجئه:
دا فرقه په ایمان کې د ارجاء او په عمل کې د جبر قایله ده. د مرجئې دغه فرقه د انسان له اختیار څخه انکار کوي او په جبر باور لری. دا ډله د جهم بن صفوان د پیروی له امله د مرجئۀ جهمیه په نوم یادیږي. د دې فرقې د عقیدې له مخې انسان یو غیر ارادي او غیر مختار مخلوق دی او ټول اعمال یې د جبر له امله دي. نو د انسان ثواب او عذاب هم د جبر له امله دی او خپله په کې هیڅ ډول رول نه لري.