Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»فتنې»مرجئه (څلورمه برخه)
فتنې سه شنبه _26 _مارچ _2024AH 26-3-2024AD

مرجئه (څلورمه برخه)

محمد فاتحBy محمد فاتحڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp

لیکواله: ام عائشه

مرجئه (څلورمه برخه)

په مرجئه‌ باندې د نومولو لامل:
ظاهراً د مرجئې نوم له دې مُبارک آیت څخه اخیستل شوی چې الله تعالی جل جلاله فرمایي: «وَآخَرُونَ مُرْجَوْنَ لِأَمْرِ اللَّهِ إِمَّا يُعَذِّبُهُمْ وَإِمَّا يَتُوبُ عَلَيْهِمْ وَللهُ عَلِيمٌ حَكِيمٌ».
ځینې نور خلك دي، چې د هغو معامله (د توبې قبلونه) د الله تعالی جل جلاله تر حُكم پورې ځنډول شوې ده: یا به سزأ ورکړي؛ او یا به پر هغو بيا مهربان شي. الله جل جلاله په هر څه پوهیږي او د حكمت څښتن دى.
دا آیت د رسول الله صلی الله علیه وسلم د درېیو صحابه کرامو په اړه نازل شوی دی چې عبارت دي له: کعب بن مالک، هلال بن امیه واقفي او مراره بن ربیع چې د تبوک په جنګ کې د سُستۍ له امله له تګ څخه پاتې شول، کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د تبوک له غزوې څخه راستون شو، نو دوی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل او خپله پښیماني او افسوس یې څرګند کړ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم له دوی سره سخت چلند وکړ او صحابه کرام یې له دوی سره له خبرو څخه منع کړل او مېرمنو ته یې هم امر وکړ چې دوی ته نږدې نه شي، دې لړۍ پنځوس ورځې دوام وکړ څو چې د دوی توبه قبوله شوه.
ظاهراً له قرآن څخه د «مرجئه‌و» استدلال او احتجاج د دوی د عقیدې د سموالي لپاره همدا آیت دی. خو دا آيت د “مرجئه‌و” فرقې لپاره ثبوت نه شي کېدای ځکه چې دا آیت د هغو کسانو په اړه دی چې توبه کوونکي او په ګناه یې پښیماني څرګنده کړي وي، اما خدای تعالی جل جلاله د هغوی د توبې قبلېدا وځنډول.
ابو حاتم رازي رحمه الله په خپل کتاب کې مرجئه د ځنډ په معنا ګڼي او مرجئه د ټولو هغو کسانو لپاره لقب ګڼي چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر رضي الله عنهما ته په حضرت علي بن ابي طالب رضي الله عنه ترجیح ورکړي دي، هغه لیکي: مرجئه، مرجئه ونومول شول ځکه چې علي یې وروستۍ او ابوبکر یې لومړۍ ګڼل. او د ابو حاتم رازي د قول له مخې مرجئه د شیعه‌و په وړاندې دریځ نیسي؛ يعنې څوک چې حضرت ابوبکر رضي الله عنه له حضرت علي رضي الله عنه څخه غوره ګڼي هغه مرجئه بلل کېږي او څوک چې حضرت علي رضي الله عنه له حضرت ابوبکر رضي الله عنه څخه لوړ ګڼي هغه شيعه بلل کېږي. د «المقالات والفرق» کتاب لیکوال د امویانو پر ضد د شیعه او خوارجو د بریدونو له امله د مرجئه‌و د رامنځته کېدو یادونه کړې ده.
د مرجئه فرقې مؤسس او بنسټ ایښودونکی څوک دی؟
د ارجاء په اړه چې لومړۍ چا ددې فرقې په اړه خبره کړې او یا یې څه لیکنه کړې، د فرقو پېژندونکو تر منځ اختلاف دی.
د «الملل والنحل کتاب مؤلف [شهرستاني]» وايي: لومړی کس چې د ارجاء په اړه يې خبرې وکړې، هغه «حسن بن محمد بن ابي طالب» وو چې په حسن بن محمد بن حنفيه مشهور و؛ خو د همدې کتاب په بل ځای کې غيلان دمشقي د لومړي کس په توګه ياد شوی چې د ارجاء په اړه يې خبرې کړې دي.
د ارجاء پيل داسې بیانوي چې يو وخت له حسن بن محمد بن علي بن ابي طالب سره د حضرت علي، حضرت عثمان، طلحه او زبير رضی الله عنهم د حقیت او باطلیت په اړه خبرې وشوې. هغه وفرمايل: دا غوره ده چې د دوی په اړه حُکم او قضاوت وځنډوو، د دوی څخه هېڅ یو  رد یا تائيد نکړو او خدای تعالی جل جلاله ته يې پرېږدو چې د قيامت په ورځ د دوی په اړه څه پرېکړه کوي. له هغه وروسته حسن د “ارجاء” په اړه یوه مقاله ولیکه. خو وروسته بیا په خپله لیکنه پښیمان شو.
د ارجاء په اړه د حسن بن محمد رأی او عقیدې ته په کتو سره ويلای شو چې هغه هيڅکله عمل له ايمان څخه نه دی ځنډولی او يوازې د سياسي مسئلې د پای ته رسولو په توګه يې ځينې ټکي څرګنده کړي دي؛ مګر هغه نه پوهېده چې دا زړه سواندي او شفقت به د نه ختمیدونکي کلامي ستونزې پیل وي. خو د «المرجئه و القدریة» په کتاب کې راغلي دي چې: لومړی کس چې د ايمان په اړه په ارجاء قائل شو، ذر بن عبدالله او له هغه وروسته حماد بن ابي سليمان و، يوه بله ډله هم په دې عقيده ده چې دا صحیح نه دی. بلکې لومړی کس چې د ارجاء په اړه یې خبرې کړی، حماد بن ابي سلیمان دی. هغه څوک چې علمي مقام یې له هیچا پټ نه دی او هغه د امام ابوحنیفه رحمه الله استاد هم و.
نور بیا…
Previous Articleفیمینیزم او د نارینه او ښځینه‌و اختلاط ته هڅونه (پنځلسمه برخه)
Next Article آیا په رښتیا هم قرآن کریم ځمکه هواره معرفی کوي؟

اړوند منځپانګې

فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (اتمه برخه)

چهارشنبه _20 _اگست _2025AH 20-8-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (اوومه برخه)

پنجشنبه _14 _اگست _2025AH 14-8-2025AD
نور یی ولوله
فتنې

کرامیه ډله «فرقه» (شپږمه برخه)

دوشنبه _14 _جولای _2025AH 14-7-2025AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

دینونه

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD1 Views

لیکوال: عبدالحی لیان شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹) د شيطان پرستۍ د خپرولو لارې چارې (دوام)…

نور یی ولوله
متفرقه

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD6 Views

لیکوال: عبدالحی لیان د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶) د…

نور یی ولوله
اسلام

له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: ابو عائشه له مرګ وروسته بیا را ژوندي کېدل (برخه: ۱۰) د الهي حکمت…

نور یی ولوله
اسلام

قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD4 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قران تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۶۱) د هرې ناروغۍ لپاره درملنه…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

شیطان‌ پرستي (برخه: ۲۹)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD

د انبیاوو په کورنۍ کې د الهي روزنې بېلګې (برخه: ۲۶)

چهارشنبه _4 _فبروري _2026AH 4-2-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.