لومړی- ښکلی تلاوت کول دی؛ الله تعالی په ترتیل حکم کړی دی او فرمایلي دي: (أَوْ زِدْ عَلَيْهِ وَرَتِّلِ الْقُرْآنَ تَرْتِيلًا) (مزمل 4)
یا له هغې څخه يو څه زياته کړه؛ او قُرآن ښه په كراره كراره لوله.
او پیغمبر «صلی الله علیه و سلم» د قرآن پر ښایسته تلاوت تشویق کړی او فر مایلی دی: (لیس منا من لم یتغن بالقرآن) [صحیح البخاری حدیث 7527]
“څوک چې قرآن په ښه غږ نه لولي، هغه له موږ څخه نه دی.” یعني د تلاوت پر مهال خپل غږ ښکلی کړئ. ابن کثیر وايي: (المطلوب شرعا انما هو التحسین بالصوت الباعث علی تدبر القرآن و تفهمه و الخشوع و الخضوع و الانقیاد للطاعة) [فضائل القرآن ص 195]
“خوږ غږ چې د تدبر، فهم، خشوع، خضوع او د قرآن د اطاعت لامل شي، د شریعت له مطلوبو شیانو څخه دی.” همدارنګه علامه قرطبي په خپل تفسیر کې وايي: (الترتیل افضل من الهذِّ، اذ لا یصح التدبر مع الهذّ) [جامع الاحکام 15\ 192]
“په ترتیل سره د قرآن کریم تلاوت د تیز او چټک تلاوت کولو څخه ډیر غوره دی؛ ځکه چې په ګړندي لوستلو سره تدبر په سمه توګه نه ترلاسه کیږي. او همدارنګه امام نووي وایې: (قال العلماء: (والترتیل مستحب لتدبر و غیره) قال: (لان ذالک اقرب الی التوقیر و الاحترام و اشد تاثیرا فی القلب) [التبیان فی آداب حملة القرآن ص 46]
علماء وايي چې د تدبر حاصلولو لپاره ترتیل مستحب دي؛ ځکه چې دا صورت د قرآن کريم احترام او پرتم ته ډېر نږدې دی او په زړه کې يې اغېز ډېر قوي دی. نو د تدبر لپاره لومړی مرسته کوونکی ښکلی تلاوت دی.
په حقيقت کښي د شپې پاڅېدل، د نفس كنټرولولو لپاره ډېر اغېزمن او د قُرآن د صحيح لوستلو لپاره زيات مناسب دي.
حضرت عبدالله ابن عباس فرمایې: (و قوله أَقْوَمُ قِيلًا هو اجدر ان یفقه فی القرآن) « تفسیر قول الله متعال و اقوم قیلا.
مناسبه ده چي په قرآن پوه شي او په شپه کې تلاوت ډیر مناسب دي ځکه چې د ورځې شور او غوغا وي او د شپې د دې شیانو د نه شتون له امله تلاوت په ډیر انداز سره ترسره کیږي، فکري استقامت او سمسورتيا او تدبر حاصليږي او همدا لامل و چې حضرت جبرئيل علیه السلام به د رمضان په ټولو شپو کې له رسول الله ﷺ سره د قرانکريم د تلاوت تمرین او ممارست کاوه.
حافظ ابن حجر رحمه الله د حضرت جبرائیل علیه السلام د دې تمرین او ممارست په اړه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یې ترسره کول، فرمایې (المقصود من التلاوة الحضور و الفهم لان اللیلة مظنة ذالک لما فی النهار من الشواغل و العوارض الدنیویة و الدینیة) [فتح الباری 9 ص 45]
له تلاوت څخه موخه د ذهن حضور او سم فهم دی او د دې لپاره شپه ډېره مناسبه ده، ځکه د ورځې ډېر دیني او دنیاوي کارونه دي.
دريم- د تلاوت او اوريدلو په وخت کي چوپتیا ده؛ ځکه چې الله جل جلاله خپلو مؤمنو بندګانو ته امر کړی چې د قرآن د تلاوت په وخت کې چوپ پاتې شي او غوږ ونیسي تر څو چې د قرآن له حکمت او فضیلت څخه ګټه پورته کړي او تدبر وکړي.
كله چي ستاسي په وړاندي قُرآن لوستل کیږي، نو هغه په غور سره واورۍ او چوپ اوسئ؛ ښايي چي پر تاسي رحم وشي.
امام طبري د دې آیت په تفسیر کې داسې فرمایې: (اصغوا سمعکم لتفهموا آیاته و تعتبروا بمواعظه، انصتوا الیه لتعقلوه وتتدبروه و لا تلغوا فیه فلاتعقلوه لیرحمکم ربکم باتعاظکم بمواعظه و باعتبارکم بعبره) [تفسیرالطبری 204 ]
“ښه غوږ ونیسئ تر څو په آیاتونو پوه شې او د هغه له نصیحتونو زده کړه وکړی، او چوپ شئ، تر څو په قرآن پوه شئ او تدبر وکړئ، او داسې بې ځایه کار مه کوئ چې د قرآن د ناپوهۍ سبب وګرځي د دې لپاره چې ستا رب دې ستاسي د نصیحت اخیستلو او له هغه څخه د زده کړې په خاطر پر تاسو رحم وکړي”. د تلاوت پر مهال د اورېدلو اړتیا، مطلقه چوپتیا ده، تر څو اورېدونکی ته په دین کې خیرِ کثیر، علم، هدایت او بصیرت نصیب شي.
څلورم- ښه ابتدا او ښه وقف کول دي. ځکه چې ځينې آيتونه د مخکنيو او ورپسې آيتونو پورې اړه لري او د وقف او ابتدا دغه قاعده بايد لومړی په هغو کې مراعات شي. متاسفانه چې ډېر قاریان دغه قاعده نه مراعات کوي، او دا فکر نه کوي چې کلمې یو له بل سره تړاو لري، او د آیتونو په معنا کې تدبر نه کوي، او د دوی اکثره عمل وقف په ربعونو، حزبونو او پارو باندې دي. او په دې توګه د وقف او ابتدا ځای له پامه غورځول، د دې لامل کیږي چې ډیری آیتونه په سمه توګه ونه فهمېږي.
پنځم – د قرآن د معناګانو فهم دی: چونکې جهالت په قرآن باندې د نه تدبر لامل کېږي او د قرائت خوند له زړه څخه سلبوي، امام طبری فرمایې: (انی لاعجب ممن قرأ القرآن و لم یعلم تأویله، لم یعلم تفسیره، کیف یلتذ بقراءته!) [معجم الادباء ج 5 ص 256]
زه د هغه چا په اړه حيران يم چې قرآن لولي او د قرآن په مانا او تفسير نه پوهيږي، دا سړی څنګه له لوستلو خوند اخلي!؟ نو د قرآن په مانا او تفسير پوهېدل د تدبر لپاره ډېره لويه مرسته ده او امام طبري رحمه الله هم دې مسئلې ته په واضح ډول اشاره کړې ده، نو ځکه د قرآن کريم د حروفو له زده کولو څخه د قرآن کریم د تفسیر زدکړه ډېره مهمه ده.
د تلاوت په وخت کې باید تلاوت کونکی د معنی د پوهیدو لپاره وقفه وکړي او د دې معنی پرته په بل څه تدبر ونه کړي، نو د معنی د پوهیدو لپاره مکث او وقفه کول اړین دي.
اووم – د آیتونو تکرار؛
د هغو آيتونو تکرارول او مکث ورباندې کول چې په زړه باندې اغېزه کوي، د قرآن په فهم باندې د تدبر او فکر کولو يوه له غوره لارو څخه ده. حضرت ابوذر رضي الله عنه فرمايي: (قام النبی «صلی الله علیه و سلم» بآیة حتی اصبح یرددها) والآیة «إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ» (مائده 118)
«رسول الله صلى الله عليه وسلم به تر سهاره يو آيت تکراراوه: «إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ»
اوس كه ته هغو ته سزا ورکړې، نو هغوی ستا بندګان دي او كه بښنه ورته وکړي، نو ته برلاس او د حكمت خاوند یې.”
لکه څرنګه چې حضرت ابوذر «رضی الله عنه» وفرمایل، نبی کریم صلی الله علیه وسلم به تر سهاره دا آیت په ولاړه تکراراوه: (إِنْ تُعَذِّبْهُمْ فَإِنَّهُمْ عِبَادُكَ وَإِنْ تَغْفِرْ لَهُمْ فَإِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ)
نو د آیتونو تکرار یو له هغو مؤثرو شیانو څخه دی چې د تدبر په رامنځته کولو کې مرسته کوي، له همدې امله ابن قدامه وايي: (و ان لم یحصل التدبر الا بترداد الآیة فلیرددها) [مختصر منهاج القاصدین ص 56]
“که د آیتونو له تکرارولو پرته تدبر نه ترلاسه کېږي، نو دا کار وکړئ.” نو دا اوه شیان هغه موارد دي چې د تدبر کولو په رامېنځته کولو کې مرسته کوي. او ځینې نور شیان هم شته چې په تدبر کولو کې مرسته کوي؛ او بعضې نور موارد هم سته چې د قرآن کریم د تدبر په برخه کې مرسته کوي؛
دا چې قرآن یو داسې کتاب دی چې ټول دنیوي او دیني اسباب پکې شامل دي او همدارنګه له نورو سره د قرآن دَور، تدبر پیدا کوي؛ لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او جبرائیل علیه السلام په رمضان کې له یو بل سره د قرآن کریم دَور کاوه؛ نو د قرآن په پوهېدلو کې د مسلمان لپاره تر ټولو لوی مرستندوی له نورو سره دَور کول دي. له آيتونو سره ژوند کول، د قرآن د تفسير د علومو زده کړه، او د قرآن د نورو علومو زده کړه لکه د تفسير اصول او نور، دا د زيات تدبر لپاره ګټور دي، حتی په نورو کتابونو کي د تدبر موضوع مطالعه کول بې ګټې نه دي.