Close Menu
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
  • د ژبې ټاکل
    • دری
    • English
  • کلمات ويب پاڼه
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
    • نبي کریم ﷺ
    • قرآنکریم
    • مسلمان
    • عقیده
    • ایمان
    • عبادتونه
    • معاملات
    • فقه
    • جهاد
    • د اسلام شمایل
    • اسلامي اقتصاد
    • اسلامي مدیریت
    • اسلامي ثقافت
    • تصوف
    • جنایتونه
    • ممنوعیتونه
  • دینونه
    • یهودیت
    • مسیحیت
    • بودائیزم
    • هندویزم
    • سیکیزم
    • کنفوسیوس
    • زرتشتي
    • شیطان پرستۍ
  • نظریات
    • الحاد
    • سیکولاریزم
    • فیمنیزم
    • کپټالیزم
    • لیبرالیزم
    • سوسیالیزم
    • ساینټولوژي
    • کمونیزم
    • ډیموکراسي
    • فاشیزم
    • فدرالیزم
    • مارکسیزم
    • نشنلیزم
    • استعمار
  • فتنې
    • معتزله
    • مرجئه
    • جهمیه
    • د خوارجو فتنه
    • د روافضو فتنه
    • د استشراق فتنه
    • د غامدیت فتنه
    • د قادیانیت فتنه
  • د امت مشران
    • اصحاب کرام
      • حضرت ابوبکر صدیق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عمر فاروق رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عثمان رضی‌الله‌عنه
      • حضرت علي رضی‌الله‌عنه
      • حضرت خالد بن ولید رضی‌الله‌عنه
      • حضرت فیروز دیلمی رضی‌الله‌عنه
      • حضرت عبدالله ابن زبیر رضی‌الله‌عنه
    • امهات المؤمنین
    • اسلامي علما
      • علامه سید ابوالحسن ندوی رحمه الله
      • امام اعظم ابو حنیفه رحمه‌الله
      • امام بخاری رحمه‌الله
      • امام ترمذی رحمه‌الله
      • امام غزالي رحمه الله
      • شاه ولی الله دهلوی رحمه‌الله
      • سید جمال الدین افغان
      • مولانا جلال‌الدین محمد بلخي رومي رحمه‌الله
    • مسلمان واکمنان
      • سلطان صلاح الدین ایوبي رحمه‌الله
      • عمر بن عبدالعزیز رحمه‌الله
      • سلطان یوسف بن تاشفین رحمه‌الله
    • اسلامي ساینسپوهان
  • تهذیب او تمدن
    • اسلامي تمدن
    • د ختیځ او لوېدیځ تمدنونه
  • متنوع
  • کتابتون
Facebook X (Twitter) Telegram WhatsApp
کلمات پښتوکلمات پښتو
تاسو په Home»الحاد»د الحاد تاریخ (دویمه برخه)
الحاد دوشنبه _19 _فبروري _2024AH 19-2-2024AD

د الحاد تاریخ (دویمه برخه)

A.MoslehBy A.Moslehڅرگندونې نشته
شریکول Facebook Twitter Telegram WhatsApp Copy Link
Follow Us
Facebook Instagram WhatsApp Telegram
شریکول
Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp
الحاد تاریخ
لیکوال: اسامه جوهري

د الحاد تاریخ (دویمه برخه)

نظریاتي الحاد چې اوس د یو فکري مکتب بڼه لري مستند تاریخ یې د یونان فلسفیانو پورې رسېږي او له میلاد څخه شپږ پېړۍ وړاندې په یونان کې رامنځته شوی دی، یعنې هغه الحاد چې په هغه کې د الله جل جلاله له وجود څخه انکار کېږي او په هغه کې هېڅ دیني باور هم نه منل کېږي.
د همدې فکري یا اصطلاحي الحاد تاریخ ته په څلورو مختلفو بحثونو کې اشاره کوو:
  • په یونان کې د الحاد پیل؛
  • روم ته د الحاد لېږد؛
  • معاصر غربي الحاد؛
  • اسلامي نړۍ کې د الحاد مخینه.
لومړی- په یونان کې د الحاد پیل :
معاصر غربي افکار او نظریات تر ډېره له یوناني فلسفو څخه سرچینه اخلي، په تېرو (۲۰۰۰) کلونو کې چې په لوېدیځ کې کوم فلسفیان تېر شوي ټول له یوناني فلسفې څخه اغېزمن وو، یواځې د ګوتو په شمېر څو تنه دي چې فلسفې یې د خپلو افکارو په بنسټ ولاړې دي، له همدې امله د معاصر فکري الحاد نخښې نښانې په پخواني یونان کې هم لیدی شو چې اوس په لوېدیځې نړۍ کې په پراخه کچه خپور او حاکم فکر دی.
مخکښ لیکوال فیصل ریاض شاهد وایي: «لوېديځوال مفکرین د خپل فکري تاریخ پیل په پخواني یوناني تمدن او ماده پرستو فلسفیانو پورې تړلی ګڼي» وروسته بیا وایي چې: «د لوېدیځ په معاصرو افکارو کې ډېرې کمې نظریې داسې دي چې سرچینه یې په عهد قدیم (پخواني یونان) پورې نه وي تړل شوې»[1].
په دې خبره ټول تاریخپوهان په یوه خوله دي چې د معاصر الحاد پیل له یوناني پېر څخه شوی دی، خو لا هم په یونان کې د الحاد او ملحدینو په تړاو ابهام شته، اکثره یونانیان مشرکین وو او په بېلابېلو خدایانو یې باور درلود د یونانیانو دغو شرکي عقایدو او په بتانو باور لرلو کوم ځانګړی لامل نه درلود یعنې له دې بتانو څخه کومې ځانګړې معجزاتي پېښې نه وې ترسره شوې، بلکې د روایتي کیسو او توهماتو په بنسټ یې په دې بتانو د خدایي باور درلود په یونان کې دولس خدایان (بتان) ډېر مشهور وو چې له: زېوس، پاسیډون، ډېمټر، اتهینا، اپولو، آرټمیس، ایریز، افروډایټ، هیفاسټس، هرمس، هیرا او ډایونیس څخه عبارت دي [2].
ټول یونانیان کوم ځانګړي بت ته په عبادت مکلف نه وو، بلکې ځینو وګړو به د ټولو بتانو عبادت کاوه او ځینو به بیا په یادو بتانو کې ځان ته د عبادت لپاره بت ځانګړی کاوه، په دې هکله په ټولنه کې د ګډوډیو او فساد د مخنیوي په موخه د یونان حکومت داسې اصول او قوانین وضع کړي وو چې هر وګړی باید ټولو خدایانو ته درناوی ولري، هیڅوک دا حق نه لري چې کوم ځانګړي بت ته سپکاوی وکړي او په دې توګه د خلکو تر منځ ستونزې راولاړې کړي، له دې سره سره به که بیا هم کوم شخص د یو بت سپکاوی کاوه، نو هغه شخص به ملحد بلل کېده او په الحاد تورن کسان به د حکومت له لوري مجازات کېدل یا به زندان ته اچول کېدل، یا له هېواد څخه شړل کېدل او یا به هم وژل کېدل.
جرمني تاریخپوه جان بریمر (Jan N.bremmer) په پخواني یونان کې د فلسفیانو د الحاد په اړه څېړنه کړې، نوموړی د مشهور لذت پرست فلسفي او شاعر فلوډیمس (Philodemus of Gadara) په اړه لیکي چې فلوډیمس په یوناني پېر کې ملحد فیلسوفان په درې برخو وېشلي وو، یعنې په یونان کې به د لاندې درې ډوله فکر لرونکي کسان ملحدین بلل کېدل:
۱ـ متشککین (Agnostics): هغه خلک چې د یو دیوتا (یوناني خدای) په خارجي حقیقت باندې به شکمن وو او د هغه په ريښتینولۍ به یې اقرار نه کاوه.
۲ـ آډېوسټان (Adevists): هغه خلک چې د یوناني خدایانو له خارجي وجود او حقیقت څخه به یې انکار کاوه.
۳ـ آزاد فکره (Free thinkers): دا هغه خلک وو چې په خپلو لیکنو کې به یې له دین څخه بېزاري کوله[3].
یعنې لومړۍ ډلې په یوناني خدایانو شک کاوه او د هغوی په خدایي یې باور نه درلود؛ دوهمې ډلې به د یونانیانو له ځانه جوړو شوو خدایانو او بتانو څخه انکار کاوه خو په ټوله کې یې د یو خدای او خالق په وجود باور درلود؛ درېیمې ډلې به بیا په ټولیز ډول له دین او خدایانو څخه انکار کاوه او په هېڅ خدای او خالق یې باور نه درلود؛ یونانیانو به دا درې واړه ډلې ملحدین ګڼل. په ټوله کې په یونان کې څو محدود کسان ملحدین بلل کېدل، مشهور ډنمارکي فیلسوف اې بې ډراچمن (A.B. Drachmann) په یوناني پېر کې د ۱۸ داسې فیلسوفانو نومونه یاد کړي چې ملحدین ګڼل شوي وو، دا کسان عبارت دي له: پروډیکس (Pridics of Ceos)، زینوفنیز (Xenophanes)، انیکساغورس (Anaxagoras)، ډایوګنیز (Diogenes)، هیپو (Hippo of Rhenium)، پروتاغورس (Protagoras)، کرایټس (Critias)، دیاغورس (Diagoras of medes)، سقراط (Secretes)، اینټس تهینز (Antisthenes)، افلاطون (Plato)، ارسطو (Aristotle)، تیوفریټس (Theophrastus)، سټلپو (Stilpo)، بیون (Bion of Broy sthenes)، ایپی کیوریس (Epicurus)، تیوډورس (Theodorus)، او یوهېمریس (Euhemerus) څخه[4].
خو په پورته یادو شوو فیلسوفانو کې ځینې داسې افراد هم وو چې په یو خدای یې باور درلود، لکه افلاطون، سقراط، ارسطو، هیپو او… نوموړو فلسفیانو به د یونانیانو په بتانو او له ځانه جوړو شوو خدایانو باور نه درلود په همدې اساس د یونان د حکومت له لوري ملحدین وبلل شول، په همدې اساس معاصر ملحدین د دوی نومونه هم د ملحدینو په جمله کې راولي.
دیاغورس (Diagoras of medes) د ځینو کمزورو شواهدو پر بنسټ د نړۍ لومړنی ملحد ګڼل کېږي، خو دا چې آیا دیاغورس یواځې د یونانیانو له خدایانو څخه انکار کاوه او که په ټوله کې د خدای او خالق له موجودیت څخه منکر وو، کره او دقیق معلومات نشته، جیمزتهرور وایي: دیاغورس له پیله فکري او عقیدوي ملحد نه وو، بلکې له هغه څخه د یو کتاب قلمي نسخه ورکه شوه، نوموړي له بتانو او یوناني خدایانو څخه د کتاب د پیدا کولو ډېره غوښتنه وکړه خو کتاب پیدا نه شو، له همدې امله نوموړي فقط له هغو (بتانو او یوناني خدایانو) څخه انکار وکړ[5].
فیصل ریاض شاهد لیکي: دیاغورس یوه ورځ شلغم پخول او په نغري کې یې د هیرا کلیز بت چې له لرګي څخه جوړ شوی وو کېښود، د دیاغورس موخه دا وه څو خلکو ته وښایي چې دا بتان هېڅ هم نه شي کولای، خو خلکو هغه په دې کار سره ملحد وباله او له سیمې څخه وشړل شو[6].
د یادونې وړ ده چې هغه وخت په یونان کې په فردي توګه الحاد او ملحدین موجود وو خو اکثره ملحدینو به خپل نظریات د وخت د حکومت له وېرې نشوای څرګندولای او ځینو نورو به خپل افکار د خپلو لیکنو پر مټ خپرول.
Previous Articleنفاق او د هغه ډولونه (لومړۍ برخه)
Next Article معتزله (څلورمه برخه)

اړوند منځپانګې

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۱)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD
نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD
نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD
نور یی ولوله
Leave A Reply Cancel Reply

فراماسونري

فراماسونري (برخه: ۲۱)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD8 Views

ليکوال: ابو رائف فراماسونري (برخه: ۲۱) د منارې شعار سره له دې چې د منارې…

نور یی ولوله
اسلام

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD5 Views

لیکوال: دوکتور نورمحمد محبي قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳) د نباتاتو په نړۍ کې…

نور یی ولوله
ساینټولوژي

ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD9 Views

لیکوال: مهاجر عزیزي ساینټولوژي؛ ریښې او باورونه (برخه: ۲۱) سریزه په تېره برخه کې مو…

نور یی ولوله
کپټالیزم

کپیټلېزم (برخه: ۱۰)

سه شنبه _3 _مارچ _2026AH 3-3-2026AD8 Views

لیکوال: محمدعاصم اسماعیل­ زهي کپیټلېزم (برخه: ۱۰) د کپیټلېزم (پانګوالۍ) منتقدین (دوام) سره له دې…

نور یی ولوله
  • Facebook
  • Twitter
  • Instagram
  • Telegram
  • WhatsApp
مشهور نشرات

فراماسونري (برخه: ۲۱)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD

قرآن تل ‌پاتې معجزه (برخه: ۷۳)

چهارشنبه _4 _مارچ _2026AH 4-3-2026AD
د کلمات په اړه

«کلمات» علمي او تحقیقاتي اداره د اهلِ سنت والجماعت یوه خپلواکه دعوتي اداره ده چې د بشپړې ازادۍ له مخې د اسلام د سپېڅلو ارزښتونو د خپرولو، د الهي شریعت د لوړو موخو د پلي کولو، د لوېدیځ د کلتوري یرغل پر ضد د مبارزې، د کلمۀ الله د لوړولو او د اسلامي امت د بیدارۍ په برخه کې فعالیت کوي.
کلمات اداره چې د خیرخواه او مسلمانو سوداګرو له خوا یې ملاتړ کېږي، له ټولو مسلمانانو څخه د هر اړخیزې همکارۍ غوښتنه کوي.

په مجازی پاڼو کې کلمات تعقیب کړئ
  • Facebook
  • Twitter
  • YouTube
  • Telegram
  • TikTok
  • WhatsApp
ټوله حقونه د کلماتو د څانګې دي
  • ورځنی تحلیل
  • اسلام
  • دینونه

Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.