لیکوال: مهاجر عزیزي
د شخصیت او کرامت د ودې او ساتنې لاملونه (دریمه برخه)
د یو شخص شخصیت د هغه د حیثیت، انسانیت او اسلام استازیتوب کوي؛ نو د هر انسان لپاره لازمه ده چې د خپل چلند او کرامت د ساتلو هڅه وکړي. د دې ساتلو لپاره لوی او ښه لاملونه شتون لري چې موږ یې په لاندې ډول بیانوو:
-
یوازینی شی چې د انسان شخصیت ښه او ښکلی ښکاره کوي او تل د خلکو په مینځ کې یو زړه راښکوونکی او په زړه پوري شخص ګڼل کیږي ښه اخلاق دي. شخصیت او کرامت په چوپتیا، د ټوکو په نشتوالي، په خبرو کې له تاوتریخوالي او بد اخلاقې کې نه رامنځته کېږي. بلکې په ښو اخلاقو سره عزت او کردار ساتل کیږي او وده کوي.