الحمدلله رب العالمین والصلاة والسلام علی سیدالمرسلین و خاتم النبیین محمد و آله و صحبه أجمعین و من تبعهم بإحسان إلی یوم الدین.
خدای تعالیٰ بشریت خلق کړ او د هغه وجود یې مادیاتو او معنویات ته اړ وګرځوه. پرته له شک لکه څنګه چې انساني جسم د ژوند د دوام لپاره اوبو، خوړو وغیره ته اړمند دی د انسان روح هم روحاني خوړو ته اړ دی او څه ډول چې د انسان جسم په آفاتو، امراضو او ستونزو مبتلا کیږي، انساني روح هم د آفاتو، ناروغیو او ستونزو هدف ګرځي. هو! انسان مرکب له جسم (بدن) او روح څخه دی هر مرکب چې فقط د انسان یو بُعد ته پاملرنه وکړي او بل بُعد یې مهمل او بېپاملرني پریږدي، قطعاً انسان ته یې جنایت کړی او هغه یې نه دی پیژندلی.
د مادي ښونځیو تېروتنه په همدي ټکي کې ده چې هغوی یوازې د بشر مادي بُعد په نظر کې نیولی او د روحي ارخ یې انکار کړی او یا یې پامه غورځولی دی. په دې سبب هغوی د انبیاؤ د ښوونو په نسبت د ضرورت نه لرلو احساس کړی او ځان یې مستغني ګڼلی دی. تاریخ او تجربه شاهدي ورکوي چې د بشر توره ورځ هغه وخت پیل شوه چې هغه ځان له الهي وحي بېنیازه ګڼلی او فقط غواړي د عقل او تجربې په مرسته ژوند ته دوام ورکړي.
په رېښتیا هم خدای تعالیٰ چې د انسان خالق دی او د هغه په ټولو ابعادو باخبر دی په بشریت یې مهرباني وکړه او د پیغمبرانو په بعثت، او په پای کې د رسول اکرم ﷺ په بعثت او د قرآن مجید په نازل کولو یې هغه د خپل لطف هدف وګرځوه.
د پروردګار د لطف او مهربانۍ اقتضاء څنګه اجازه ورکوله چې د بشر د جسم د ضرورت لپاره دا ټول مادي امکانات مهیا کړي خو روحي اړتیاوي یې بیځوابه پرېږدي او پرته له دې چې هغه ته د ژوند لپاره دستورالعمل ورکړي هغه خپل حال ته پرېږدي، کاش چې بشریت متوجه شوی وای او د الهي پیغامونو قدر یې کړی وای.
له نورو څه ګیله! متأسفانه خپله مسلمانان هم د دښمنانو د منفي تبلیغاتو او د ابلیس د تلقیناتو په دلیل د قرآني تعلیماتو او ددې کتاب پیغام اړوند بېتفاوته شوي دي او ډېرو یې له هغه اعراض کړی او د دې آیت مصداق ګرځېدلي دي:
«څوک چې زما (قرآن) له نصیحت اعراض وکړي قطعاً ډېر یو تنګ ژوند به ورته مقدور شي».
که په رښتوني لید د مسلمانانو ژوند په دې آیت سره و ازمایو، آیا دا حقیقت نلري چې نن ورځ مسلمانان پریشانه مغشوش او اندیښمن دي؟ آیا د مسلمانانو سیاسي ژوند له مینځه تللی او ګډوډ شوی ندی؟ آیا مغلوب او تابع شوي ندي؟ آیا ورسته پاتي او مستضعف نه یادیږي؟ آیا هغوی ته دښمنان زور نه وایي؟ آیا یهود او نصارا مسلمانان د تحقیر او تمسخر هدف نه ګرځوي؟ آیا د هغوي سیاسي، ټولنیز او اخلاقي ژوند بېشمېره خطرات نه تهدید کوي؟ پرته له شک دا ټولي ګډوډۍ د خدای له کتاب او برحق دین څخه د مسلمانانو د اعراض په سبب دي.
البته اعراض (مخ اړول) هم مختلف ډولونه لري د بعضو په باور او عقیده کې ضعف راغلی دی او په یو ډول د اعتقاد له نظره اعراض کوي، ځيني باور لري خو له عمل کولو یې مخ اړولی دی، بعضي بیا د تلاوت په برخه کې دومره سست او غافل دي ګویا اعراض یې کړی دی، ځيني نورو بیا په قرآن د صحیح پوهي او تدبر په نسبت بېپروا دي. په هر حال له قرآن څخه اعراض او مخ اړول که په شکل وشي، یو ډول محرومیت او بدبختي له ځان سره لري او هېڅ شئ د هغه ځای نشي ډکوالای.
د مسلمانانو په غاړه د قرآن حقوق
که خپله قرآن ته مراجعه وکړو وینو چې قرآن مجید له هر مسلمان وګړي څخه پنځه غوښتني لري:
«دا د خلګو لپاره هغه پیغام رسونه ده او تر څو په هغه خبرداری ومومي».
رسول الله ﷺ وفرمایل: «بلغوا عني ولو آیة» «زما له لوري یې ورسوئ ولو که یو آیت هم وي».
که مسلمانان په دې پنځه برخو کې قرآن ته پاملرنه وکړي او د قرآن دا پنځه حقونه ادا کړي په قطعي ډول به د هغوی په ژوند کې حیرانونکی تحول او انقلاب رامینځه شي. د صدر اسلام د مسلمانانو د بریا راز په دې کې وو چې هغوی په پورته ټولو برخو کې د قرآن کریم حق اداء کړی وو او سرلوړې شول، هغوی تل د اسلام د ستر پیغمبر ﷺ دا حدیث په نظر کې نیولی وو چې فرمایل یې: «انالله یرفع بهذا الکتاب أقواماً ویضع به آخرین». «الله تعالی د دې کتاب په وسېله ځينې قومونو ته د سرلوړئ نعمت ور په برخه کوي او بعضي نور پست او ذلیل ګرځوي».
د مشرق شاعر او د اسلام راز پېژندونکی په همدې برابر خپلو انقلاب زیږونکو اشعارو کې داسي اشاره کوي:
گر تو میخواهی مسلمان زیستن نیست ممکن جز به قرآن زیستن
فاش گویم آنچه در دل مضمر است این کتابی نیست چیزی دیگر است
د خوښۍ ځای دی چې معاصر نسل په ځانګړي ډول ځوانان او لوستي کسان د حیرانتیاو او ډول ډول ګډوډیو له لیدو کتو وروسته د قرآن لور ته متوجه شوي دي او هغوی څخه ډېرو یې د قرآن پیژندلو او معنیٰ اړوند تحقیق او څیړنو ته مخه کړي ده، چې پرته له تردید دا عمل د روښانه راتلونکي خبر ورکوي او انسان هېلهمند کوي. اما په دې اړه د یو مهم مطلب ذکر کول ضرور دی، هغه دا چې ډیر کسان چې د قرآن د پیژندلو علاقه مندان دي هغه کسان دي چې ځان له علماؤو راسخ العلم او مستغني ګڼي او یا په خپل سرو مطالعو مشغول دي، یا دا چې په قرآن د پوهېدو لپاره د هغه کسانو ليکنو ته متوسل کیږي چې هغوی خپله د قرآن له نور څخه چندان ګټه نده اخیستي او په یو ډول انحراف اخته دي. دې ته په کتو باید په قرآن د پوهیدو اصول او مبداء سره اشنا شو او د راسخ العلمو لارموندونکو د لارښونوو مطابق په دې نړۍ کې ګام واخلو.
دا کتاب چې د امام سید ابوالحسن ندوی (رحمهالله) د هڅو پایله ده په همدی اړه بحث کوي.
حضرت سید ابوالحسن ندوي (رحمهالله) هغه څوک دی چې د قران مجید په پوهېدو کې یې د رجال الله څخه ګټه اخیستي او د لویو عالمانو لکه حضرت سید حسین احمد مدني (رحمه الله) امام التفسیر مولانا احمد علي لاهوري (رحمهالله) او سید سلیمان ندوي (رحمهالله) څخه مستفیض شوی دی او د الهي د ځانګړو توفیقاتو سره یې د قرآن له پوهي ډېره ګټه په نصېب شوي ده.
د حضرت علامه ندوی (رحمه الله) دا په زړه پوري اثر د تیارو په دې عصر کې د قرآني تعلیماتو غوښتونکو کسانو لپاره روښانه څراغ دی چې د هغې په مرسته به انشاءالله وکولای شي د قرآن سره مطلوبه اړیکه ونښلوي او رښتونی سعادت په لاس راوړي او بشریت ته د سعادت په رسولو کې د قرآن په وسیله برخمن او سعید شي.
د قرآن سره ملګرتیا د قرآن له ژبي په واسطه:
هغه څه چې قرآن د ځان په اړه ویلي دي د هغې په رڼا کې کولای شو د هغه په ځانګړنو او ډول ډول ابعادو پوه شو او د هغه د عظمت او اعجاز په هره برخه خبر شو چې عموماً له نظره پټ ښکاری.
«دا کتاب پیاوړی دی باطل نه د هغه مخ ته راځي او نه د هغه له شا، دا د حکیم او د ستایل شوي ذات، نازل شوی کتاب دی».
په دې ځانګړنه کې هېڅ خبره د انساني خبرو او هېڅ کتاب د بشري لیکنو شریک (ګډ) نه دی او نشي کولای چې ګډ شي. ځکه د قرآن منبع او سرچینه (الهي علم) او د نزول وسیله یې (الهي وحي) ده. دا سرچینه د هر ډول نقص او عیب، شک او اشتباه، ګمان او تخمین، تعارض او اختلاف څخه پاکه او مبراء ده، هر څه چې په هغه کې دي ټول قطعي او یقیني، ګواه او مریي، یو ډول او نهائي دي؛ الهی علم تدریجي او رُشدمنونکی نه دی پرته له شک د هغه علم لکه د هغه نور صفات ابدي دائمي دي.
«(حضرت موسی ع) وویل: د هغوی (مخکنيو) علم زما له پروردګار سره دی؛ زما پروردګار تېروتنه نکوي او نه یې هېروي. هغه دی چې حتیٰ غیر محسوس امور او غیر مادي شیانو باندې هم پوره پوهیږي او د کائناتو یوه ذره هم د هغه له علم څخه بهر نه ده.»
«او موږ د هغوی لپاره کتاب نازل کړ چې په هغه کې مو ټول مطالب د علم په وسېله واضح کړي دي او هغه کتاب د ایمان د خاوندانو لپاره هدایت او رحمت دی».
په دې دلیل الهي کتاب له هر ډول تعارض او اختلاف څخه لري دی، ځکه تعارض او اختلاف د جهل او ناپوهۍ پایله یا د لږ او ډېر علم، یا د نسیان، غفلت، کذب او افتراء نتیجه ده، او مسلماً الهي علم د ټولو عیبونو څخه پاک دی بناً کلام یې هم د هر ډول تعارض او اختلاف څخه پاک او مصؤن وي.
«آیا په قرآن کې فکر نکوئ؟ که قرآن پرته له خدای د هر چا له لوري وای په هغه کې به مو ډېر اختلافات لېدلي وو».
کله داسی حال مخ ته راځي چې د یوه علم او معلوماتو اصلي سرچینه ډیره ښکاره او محفوظه ده خو هغه رسنۍ چې هغه خلګو ته ابلاغ کوي مؤثق او د اعتماد وړ نه ده، ګوا هغه وخت چې علم له مبدا څخه د مقصد په لور په حرکت وو د لاري په اوږدو کې یې ټکر ولید او محفوظ پاتي نشو، خو د قرآن مسئله دا ډول نه ده، بلکي هغه ډول چي یې خپله قرآن تصریح کوي د حضرت محمد ﷺ د علم وسیله وحي ده، او هغه پرته له لږ او ډېروالي محفوظ او مصئون ده او په هغه کې د هېڅ ډول دخالت امکان نشته دی.
اوس که د الهی علم په وړاندې انساني علومو ته نظر واچوئ وینئ چې د هغې منبع او سرچینه بېعیبه نده، ځکه د هغه اساس او پیل غالباً په ظن او قیاس دی.
د محدودیت با وجود د هغه ابزار قدرتمند نه دي.
دا چې د انساني علم تر ټولو ښه وسېله پنځهګوني حواس دي، ځکه هغه علم چې انسان د پنځهګونو حواسو له لاري لاس ته راوړي ناڅاپه شمېرل کیږي.
د عقلي علومو اساس هم په محسوساتو ولاړ دی په دې سبب انسان له پنځه ګونو حواسو د حاصل شویو معلوماتو په مرسته عقلي نتایج په لاس راوړي خو ستونزه هلته مخ ته راځي چې خپله پنځه ګوني حواس ځيني وخت د ستونزو سره مخ کیږي.
د پنځه ګونو حواسو وروسته د عقل نوبت دی، د عقل ستونزه دلته ده چې د هغه په درجاتو کې تفاوت ډېر دی. بله ستونزه چې انساني علومو کې وجود لري دا ده، چې انسان نشي کولای په یو وخت کې خپل معلومات او محسوسات احاطه کړي.
له دې ور اخوا، د مادیاتو په نړۍ کې بېشمیره مسائل موجود دي چې تر اوسه نه دې حل شوي؛ او د رأیو اختلاف چې حد او مرز نلري، د انساني علم لازمه پرمختګ په تدریج دی او د پرمختګ حد او مرز معلوم نه دی. په هغه حال چې د علم مرز او حد مشخص وي، د هغه د نقص دلیل شمیرل کیږي او که حد او مرز یې معین نه وي د هغه د عدم اکمال دلیل دی، او په هر صورت کې د نقص او شبهې خالي نه دی. دا چې د نړۍ موضوع مادیات دي چې په هر حال انسان څه اندازه د هغه مربوطه علم وسایل په اختیار کې لري. اما مابعدالطبیعه (متافیزیک) نړۍ، چې د مادیاتو جهان وړاندې ده او په مراتبو د هغې نه پراخه ده کُلاً د انساني علم له محدودې بهر ده انسان د ځان د حقیقت په اړه، قطعي علم نلري او د ځان د پیل او پای په اړه بې خبر دی. د دې نړۍ پیل او پاي د هغه لپاره نامعلوم راز دی، اما عقل د خپل تعقل له حقیقت څخه ناتوان دی.
بیا هم دلته یو انسان نشي کولای د محض ګمان او ظن په وسیله یا په خپل قیاس او فطرت د پروردګار له مرستي پرته د هغه امورو اړوند چې د حق د خوښئ او ناخوښئ سبب کیږي مفصل معلومات پیدا کړي د انسانانو ناتواني هومره ده چې نشي کولای د قیاس او فراست په مرسته د یو بل له دننه کامل معلومات پیدا کړي. انسانان په قانون جوړونې او د سیاسي او اخلاقی نظامونو په تشکیل کې بېشمیره تېروتني کوي او د منابعو د متفاوت والی په دلیل یې، خودساخته قوانین یو له بل سره ضد او نقیص کیږي.
ددې قوانینو پر اساس به ملتونه یو له بل سره په جنګ شي، ډېري غوښتني او مصلحتونه به یو له بل سره په تعارض کې واقع شي.
او په دې دلیل چې بشري علم پوره او قطعي نه دی بشري قوانین به قهراً له ډېرو مراحلو تېر شي او د اخذ او رد کولو، مقایسې او ترجیح سلسله به پرله پسې دوام لري، بېشمېره حرکتونو او خوځښتونه به پیدا او بشریت به هېڅ کله راحتۍ ته ونه رسیږي.
هو! ددې ګډوډیو سرچینه انساني علم دی چې نقصان درلودونکی او پر ګمان بنا دی مګر معالوصف انسان په هغه اعتماد لري او دا خپله یو ډول ظلم او طغیان دی. الله تعالیٰ په دې اړه فرمایي:
«او دا قرآن داسي ندی چې چا غیر له الله ج څخه هغه د خپل زړه په خوښه راوړئ وي بلکي تائید دی پر ټولو وحيو چې مخکي له دې نازل شوي دي او د کتاب تفسیر دی. هېڅ شک په هغه لار نلري. د دنیاوالو د پروردګار له لوري دی».
خو باید پوه شو چې د اسلام له نظره، دین کوچنی او منحصر مفهوم نه لري لکه څنګه چې په نورو مذاهبو کې له هغه برداشت او اخذ کیږي. په اسلامي لیدلوري کې انسان د خدای عبد او بنده دی او د ژوند په یوه برخه کې هم د خدای له بندهګۍ او اطاعت څخه آزاد نه دی. د هغه هر کار حتیٰ پاچاهي او سلطنت یې (چې په ظاهر کې له غلامۍ سره مغایرت او مخالفت لري) د هغه د بندهګۍ مظهر شمېرل کیږي. د نړۍ دا لیدلورۍ چې وایي دین له سیاست نه جدا دی هیڅ معنیٰ نه لري، دقیقاً د خدای تعالیٰ له لوري چې د همدې عبد او بنده مولا او خاوند دی هغه ته یې کامل دستورالعمل او قانون د قرآن په شکل راستولی دی چې کولای شي د هغې په رڼا کې ښه ژوند ولري. په رېښتیا چې د ژوند دا آیین او قانون هیڅ ډول سیاسي تبصرې ته اړتیا نه لري.
۴- قرآن، فرقان او مُمیز دی
د قرآن یو ممتاز صفت د هغه فرقان والی دی چې د هغه د نوم قائم مقام دی.
«مبارک دی هغه ذات چې حل او فصل کوونکی کتاب یې په خپل بنده نازل کړی تر څو هغه د نړیوالو لپاره بیم ورکونکی وي».
په ریښتیا چې قرآن مجید تر قیامته د هدایت او ګمراهۍ، ایمان او کفر، اسلام او جاهلیت، د الله رضا او د هغې عدم، یقین او ګمان، حلال او حرامو په مینځ کې داسې فرق ایښی دی چې په اسماني کتابونو کې یې مثال نه لیدل کیږي. د بیلګي په ډول، د توحید او شرک تفاوت یې داسې واضح بیان کړی دی چې په هغه کې د هيڅ ډول احتمال او تیروتني امکان پاتي نه دی حقا چې د هغه په اعجاز دلالت کوي.
«روښانه نور او کتاب د خدای له لوري تاسو ته راغلی دی. الله تعالی د هغې په وسېله، هغه څوک چې د هغه د رضاء غوښتونکی دی د خلاصون او سلامتۍ لارو ته یې لارښونه کوي او په خپله اراده هغوی له تیارو د نور لورې ته راولي او هغوي سیده لاري ته هدایت کوي».
«الف لام را. دا یو کتاب دی چې پر تا مو د دې لپاره نازل کړی چې خلک له ترږمیو څخه د رڼا په لور را وباسې. د هغه خدای لاري ته چې زورور او ستایل شوی دی. او د اسمانونو او ځمکې د ټولو هستیو څښتن دی، او د حق د منکرانو لپاره سخته تباه کوونکې سزا ده».
«الله تعالی د مؤمنان ملګری دی چې هغوی له تیارو راکاږي او د نور لور ته یې راولي او د کافرانو ملګری شیطان دی چې هغوی له نور څخه باسې د تیارو لوري ته یې بیایي. هغوی د اور (دوزخ) اهل دي او تل به په هغه پاتي وي».
قرآن مجید د ژوند د ښه طرز لپاره مستقیمي او هواري لاري چې د هر ډول خطر او افراط څخه لري دي د بشریت پر مخ غوړوي او دا لارې په «سبل السلام» (د سلامتۍ لارې) تعبیر کوي چې په ریښتیا هم تر دې بل ښه تعبیر وجود نهلري. او د «سبل السلام» د شرحي او توضیح لپاره تر همدې بله غوره کلمه وجود نه لري.
د سلامتۍ او سعادت لاري، په حقیقت کې د هغي لویي لارې (صراط) کوڅې دي چې حضرت رسول اکرم ﷺ بندهګانو ته د هغې په ورښودلو مأمور شوی دی.
«( او هغه خبر ورکړی دی چې) همدا لار، زما سیده لاره ده په همدې لارې ولاړ شئ او په نورو لارو مه ځئ ځکه چې تاسو به د هغه له لاري تیت او لرې کړي».
په دې اړه یو مهم ټکی د پام وړ دی او هغه دا چې قرآن مجید تل د نور په مقابل کې، ظلمت او تیارې یو ځای استعمال کړي دي، دا ددې لپاره ده چې که روښنایي او نور موجود نه وي ظلمتونه او تارېکۍ به هومره ډېري وي چې حد به نلري. او انسان به د ژوند په هره مرحله کې له تورو تیارو سره مخ کیږي.
که د ریښتوني دین څخه نور لري کړو په دې نړۍ کې به پرته له توري تیارې بل هېڅ څه باقي پاتې نشي. البته نه یوازې یوه تیاره بلکې بېشمېره تاریکۍ.
ای نړۍ څېړنه وکړه، خدای ته رسېدونکي ټولې لاري؛ مذاهب او ادیان، بېروحه قهري رواجونه؛ د خلکو د اعتقاداتو بنا په جهالت او وهم؛ پوهه او معرفت، قیاس او ګمان، د معاشرې او معاملاتو بنا پر بې عدالتۍ او نه جوړښت، سیاست او قانون، دولتونه حکومتونه، زور ویل او تېری. هو د دې ګډوډیو او ناورینونو په مینځ د یو لار ورکي انسان مثال داسي دی چې قرآن یې فرمایي:
«آیا دا دوه کسان سره برابر دي چې یو له هغوی مړ شوی وو بیا مو هغه ته ژوند ور وباښه او هغه ته مو نور ورکړ چې د هغه نور په واسطه د خلګو په مینځ کې تګ وکړي او بل یې په ډېرو تیارو کې پاتي راغلی دی او د هغې څخه د وتلو هېڅ لار نه لري».
الله تعالیٰ وعده کړي ده چې د قرآن کریم لارویانو ته داسي نور ور وبښي، لکه څنګه چې فرمایي:
«ای د ایمان خاوندانو! له الله وویرېږئ او د پیغمبر په رسالت یې یقین ولرئ تر څو خدای تعالیٰ تاسو ته د خپل رحمت دوه برخي درکړي او ستاسو لپاره نور در وبښي چې د هغه په واسطه تګ وکړای شئ او ګناهونه مو وبښي»
د {یَمْشِي بِهِ فِي النَّاسِ} او {تَمْشُوْنَ} کلمات دې ته اشاره لري چې دا نور یوازې د آخرت ورځ ته ځانګړی شوی نه دی، د دې نور خاوندان د ژوند په ټولو برخو کې د بصیرت او تشخیص ځواک لري. هغوی ټول کارونه د الهي وحي او د پیغمبر ﷺ د لارښونو په رڼا کې ترسره کوي.
الله تعالیٰ هغوی سره په هره برخه کې د «فرقان» (د ښه او بد د تشخیص ځواک) په واسطه مرسته کوي. د هغوی د ژوند طریقه د غیر مؤمن وګړو ژوند سره کاملاً فرق لري. د هغوی ځانګړی خصوصیت دا دی چې د ژوند اساس یې په قیاس او تجربې ولاړ نه دی بلکي پر وحي او رسالت ولاړ دی. په لاندي آیت کې همدې ځانګړني او امتیاز ته اشاره شوي ده.
«په تحقیق موږ ستاسو په لور هغه کتاب چې ستاسو احوال په هغه کې ذکر دي نازل کړی دی. آیا له عقل کار نه اخلئ».
د یوې واقعې بیان
مشهور محدث شیخ الاسلام ابوعبدالله محمد بن نصر مروزي بغدادي (۲۹۴-۲۰۲ هـ) چې د احمد بن حنبل (رحمه الله) شاګرد دی په خپل کتاب «قیام الیل» کې دا واقعه را نقل کړي ده چې انسان سره د پورته آیت په پوهیدو کې مرسته کوي او د اسلافو د تګلارې اړوند په قرآن د پوهېدو او په هغه کې د تدبر په اړه دلالت کوي:
«یوه ورځ جلیل القدر تابعي او د عربو مشهور سردار «احنف بن قیس» په داسې حال چې ناست وو دا آیت یې غوږو ته ورسېد»:
«او د عقل د خاوندانو لپاره د پیغمبرانو په داستانونو کې عبرت موجود دی. قرآن هغه خبره چې په دروغو جوړه شوي ده نه دی مګر قرآن هغه څه چې مخکې له ده تير شوي دي تائیدوي او هر څه په تفصیل سره بیانوي او د مؤمنانو لپاره د هدایت او رحمت سبب دی»