شریکول Facebook Twitter Telegram Copy Link WhatsApp لیکوال: "ابوعائشه" معتزله (شپېتمه برخه) نوي اندپوهان څوک دي؟ نوي اندپوهان هغه څوک دي چې د غربي افکارو او عقايدو تر اغېز لاندې دي او غواړي چې په اسلام کې يې پلي کړي. ډېری دغه کسان هغه دي چې په لوېديځ کې يې زده کړې کړي او بېرته اسلامي هېوادونو ته د لوېديځ د استازو په توګه راغلي دي. د اندپوهنې نوی عقلي مکتب په خپلو اصولو، طریقو، افکارو او دریځونو کې د زاړه اعتزالي مکتب دوام دی. اړتيا ده چې په دغه مکتب کې څېړنه او ارزونه اوسي او د اسلامي امت لپاره د هغه شیطاني افکارو او غربي پلانونو خطر بيان شي. دې ډلې د خپلو اسلافو په څېر د رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه کرامو ته سپکاوی او په هغو باندې نیوکې کوي. علامه ابن تیمیه رحمه الله وايي: «معتزله همدارنګه د صحابه کرامو او تابعينو ډله فاسق ګڼله او د هغو او د هغوی هغه احادیث چې د دوی د نظریاتو او غوښتنو خلاف وو، سپک يې ګڼل. او حتی ځینې سلف او خلف يې د دې لپاره تکفير کړل چې د دوی له اصولو سره مخالف وه. هغه طعن چې دوی د سلف علماوو او د دوی پوهه باندې کړې په اهل سنت او جماعت کې نه موندل کیږي.» ډاکټر مصطفی سباعي رحمه الله وايي: «ځینې معتزله لکه واصل بن عطا د فتنې له وخته د صحابه کرامو په عدالت کې شکمن دي او ځینې نور لکه عمرو بن عبید، د هغوی په فسق يقيني دي. ځینو نورو لکه نظام د خپلو مشرانو سپکاوی کړی او هغوی يې په دروغو، جهالت او نفاق تورن کړي دي. دا د دې سبب کيږي چې هغه احادیث چې د دې صحابه کرامو له لارې موږ ته رسېدلي دي مردود شي. نظام د اجماع حجيت، قياس او د متواتر خبر قطعيت رد کړی دی.” او همدارنګه دوی د سلف صالحینو، صحابه کرامو، تابعينو او نورو په خلاف خبرې کړې دي او په هر شر یې تورن کړي دي. د نوي اندپوهنې بنسټ ایښودونکی څوک دی؟ په دې اړه هم بېلابېل اقوال راغلي دي چې د نوي اعتزال بنسټګر څوک دی. ځينو سيد جمال الدين افغاني ياد کړی او ځينو يې د دې ډلې بنسټګر شيخ محمد عبده ذکر کړی دی. د «العصرانیون بین مزاعم التجدید ومیادین التغریب» کتاب ليکوال د دې ډلې د بنسټګر او بنسټ په اړه ليکي: «دا په داسې حال کې ده چې ځينې يې سيدجمال الدين افغاني د دې مکتب فکري بنسټګر ګڼي. هغه د ختیځ د غورځنګ چلوونکی او د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې د اسلامي حرکتونو له مشرانو څخه دی.» هغه زیاتوي: “شیخ محمد عبده د سید جمال الدین افغاني شاګرد و، چې په مختلفو برخو کې یې د اصلاح له طريقې لکه د تدریس او فتوا له لارې د خپل استاد طریقه تعقیب کړه.” خو دا یقیني ده چې دا دوه مشران د دې غورځنګ اصلي بنسټ ایښودونکي نه شي ګڼل کېدی؛ ځکه چې د دوی موخه د هغه غربي افکارو پر وړاندې مبارزه وه چې د هغه وخت اسلامي ټولنې کې يې نفوذ کړی وو. له همدې امله، پورته ذکر شوی لیکوال په دوام کې وايي: “نوي لیکنې او څیړنې د هغه څه په خلاف دي چې د دې مکتب د بنسټ ایښودونکي په اړه عام شوي دي.” او دغه خبره چې آیا دغو دوو تاریخي شخصیتونو او سترو لیکوالانو په رښتیا هم دا ډول نظرونه درلود؟ لا زیاتو څیړنو او تحقيقاتو ته اړتیا لري؛ ځكه ځينو علماوو د دغو دوو علماو ستاينه كړې ده. او دا حقیقت چې دا دوه شخصیتونه د دې فکر څخه اغېزمن شوي په ډېرو علمي کتابونو او مقالو کې موندل کیږي. د «العصرانیون بین مزاعم التجدید ومیادین التغریب» مؤلف په دې اړه مفصل بحثونه کړي دي. (د لا زیاتو څېړنو لپاره اړوند کتاب ته مراجعه وکړئ!) یو له هغو لیکوالو څخه چې د هغه په اندپوهنې باندې اتفاق شته او د معتزلهو له افکارو څخه یې دفاع کړې ده، ډاکټر محمد عماره دی. ځینو کسانو د ده په اړه کتابونه لیکلي دي چې په هغو کې د «محمد عمارة فی میزان أهل السنة والجماعة» کتاب هم شامل دی چې د هغه د کتابونو او مقالو په اړه دی. ادامه لري…
د استشراق فتنه استشراق څه شی دی؟ (څلورمه او وروستۍ برخه)پنجشنبه _12 _دسمبر _2024AH 12-12-2024AD نور یی ولوله