لیکوال: ابو رائف
د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو رول (برخه: ۸۶ او وروستۍ)
پایله
په دې لنډه رساله کې مو د علومو په وده او جوړښت کې د مسلمانانو اغېزناک او پراخ رول وڅېړه او د هغو بېلا بېلو علمی برخو څېړنه او ارزونه مو وکړه چې مسلمانانو پکې مهم او بنسټیز رول ادا کړی دی. په دې بحثونو کې دې پایلې ته ورسېدو چې مسلمانانو د ګڼو علومو، لکه: طب، رياضيات، فزيک، کېميا، الجبر، هندسه، معماري، تزيينات او نورو برخو په رامنځته کېدو کې مهم او اساسي رول درلود او په دې لار کې يې بشري ټولنې ته لوړ او ارزښتناک خدمتونه وړاندې کړي دي. د دې مهم حقیقت د تایید په برخه کې ګڼو لیکوالانو کتابونه لیکلي او لویه برخه ختیځ پېژندونکو (مستشرقینو) او لوېدیځو مفکرانو هم پر دې خبره د تاييد مهر لګولی دی.
د دې لیکنې په تېر بحث کې مو د تمدن جوړونې په برخه کې د مسلمانانو د رول ارزونه وکړه او په دې ډګر کې هم دې پایلې ته ورسېدو چې مسلمانانو د تمدن جوړونې په برخه کې بنسټیز او د پام وړ رول ادا کړی دی او انسانیت یې له داسې نوي او خوځنده تمدن سره اشنا کړی چې له علم، ادب، ودې او بېلابېلو ښېګڼو سره مل و.
اوس د دغو دوو مهمو موضوعاتو تر څېړنې او ارزونې وروسته او همدارنګه په دواړو برخو کې د مسلمانانو د ارزښتناک او بې بدیله رول له ثبوت وروسته، دا پوښتنه را ولاړېږي چې د اسلامي تمدن په اړه په هرڅه له پوهېدو وروسته زموږ مسوؤلیتونه کوم دي؟ موږ د اسلامي امت د سمې لارې د بیا را ژوندي کولو په برخه کې څه ډول رول لوبولای شو؟
موږ ویلی شو چې د خپل ارزښتناک او قیمتي تېر تاریخ پر وړاندې بېلا بېل مسوؤلیتونه لرو او خپل مسوؤلیتونه باید په بېلا بېلو لارو ترسره او عملي کړو. زموږ دا مسوؤلیتونه په لاندې ډول ادا کېدای شي:
(۱) دا حقیقت په عملي ډول درک کړو چې د اسلامي امت بریا او نېکمرغي د قران کریم او نبي اکرم صلی الله علیه وسلم د سپېڅلو سنتو په پیروۍ کې نغښتې ده. دا موضوع یوازې یو عاطفي باور نه دی، بلکې د عقل، منطق او دلیل له لارې د اثبات وړ ده. قران کریم په دې اړه فرمایي: «وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَنْ يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَنْ يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُبِينًا.» ژباړه: « او كله چې الله او د هغه رسول د څه كار پرېکړه وكړي، نو هېڅ مومن او مومنې لره نه ښایي چې په خپلو کارونو کې خپله خوښه ولري او څوک چې له الله او د هغه له رسول څخه سرغړونه وكړي، نو هغه بې لارې شو په يو څرګند بې لاريتوب سره.»[۱]
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هم فرمایلي دي: «تركتُ فيكم أمرين لن تضلوا ما تمسكتم بهما: كتابَ الله وسنَّتي.» ژباړه: «زه تاسو ته دوه شيان پرېږدم، تر هغې چې پرې ټينګ اوسئ، نو هېڅکله به ګمراه نه شئ: د الله کتاب او زما سنت.»[۲]
له دين څخه صادقانه او هر اړخيزه پیروي له ګمراهۍ وروسته هدايت، له تابعيت وروسته مشري او له هر ډول شاتګ وروسته تمدن تضمينوي او همدارنګه انسان ته د دنيا او اخرت نېکمرغي ورپه برخه کوي، لکه څنګه چې الله تعالی په قران کريم فرمايي: «مَنْ عَمِلَ صَالِحًا مِنْ ذَكَرٍ أَوْ أُنْثَى وَهُوَ مُؤْمِنٌ فَلَنُحْيِيَنَّهُ حَيَاةً طَيِّبَةً وَلَنَجْزِيَنَّهُمْ أَجْرَهُمْ بِأَحْسَنِ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ.» ژباړه: «چا چې نېک عمل وكړ، نارينه وي كه ښځينه، خو چې مومن وي، نو حتماً به ښه ژوند ور باندې تېر کړو او (اخرت کې به) د هغو نېکو عملونو چې دوی به کول، ښه بدله ورکړو.»[۳]
(۲) د مسلمانانو تاريخي او علمي ريښې، ميراث او لاسته راوړنې په ژوره او هر اړخيزه توګه وپېژنو. د اسلامي تاريخ مطالعه، د سترو شخصيتونو ژوند ليکونه، د ديني لارښوونو پر بنسټ د ټولنې د ادارې د لارو چارو درک او د علمي، فرهنګي او اخلاقي لاسته راوړنو څېړنه، د تېر وخت د برياليو الګوګانو د بيا را ژوندي کولو لپاره ضروري دي. اسلامي تاريخ د علم، هنر، اخلاقو او تمدن يوه نه ختمېدونکی خزانه ده چې مطالعه يې د امت د نن او سبا لپاره د لارې مشعال کېږي.
زموږ اوسني نسلونه که د بريا د تر لاسه کولو او علم او تفکر لوړو پوړيو ته د رسېدو غوښتونکي وي، نو ورته پکار ده چې د دې امت د تېرو نسلونو ژوند او د هغوی پر بې مثاله لاسته راوړنو منګولې ټینګې کړي او د خپل ځان لپاره یې الګو او د لارې مشعال وټاکي.
(۳) بايد همدا بې مثاله ميراث نړيوالو ته ورسوو او د اسلام او مسلمانانو د تمدن په اړه ناسمې انګېرنې سمې کړو. د اسلام پيغام له پيل څخه د ټولو انسانانو لپاره و، لکه څنګه چې الله تعالی د خپل حضرت صلی الله علیه وسلم د بعثت د ستر هدف په اړه فرمايي:«وَمَا أَرْسَلْنَاكَ إِلَّا رَحْمَةً لِلْعَالَمِينَ.» ژباړه: «او موږ ته نه يې لېږلی، مګر د ټولو خلکو لپاره د رحمت په توګه.»[۴]
همدارنګه د اسلام ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم فرمايي: «وكان النبي يُبعث إلى قومه خاصة، وبُعثتُ إلى الناس عامة». ژباړه: «نبيان تل يوازې خپل قوم ته لېږل کېدل، خو زه د ټولو انسانانو لپاره را لېږل شوی يم.»[۵]
دا رسالت موږ دې ته اړ باسي چې په جديت سره دين او اسلامي تمدن نړۍ ته ور وپېژنو، تاريخي شکونه لرې کړو او نړيوالو ته د مسلمانانو لاسته راوړنې ور وښيو. د «بودلي»[۶] په څېر پوهان د اسلامي تمدن له مطالعې وروسته وايي: «مسلمانان د باران په څېر وو؛ هر ځای چې ورېدل، هماغه ځای يې زرغونواه او د اروپا د رنسانس(بيا راژوندي کېدو) دوره د محمد صلی الله علیه وسلم د صحابو نسل ته ورګرځي، هغوی چې د فرهنګ مشعل يې اروپا ته ويوړ، هغه اروپا چې د منځنيو پېړيو په تورو تيارو کې ډوبه وه.»
رسول اکرم صلی الله علیه وسلم هم دا مفهوم په ډېر ښکلي تمثيل کې بيان کړی دی: «د هغه هدايت او علم مثال چې الله تعالی زه ورسره را لېږلی يم، د ډېر باران په څېر دی چې پر ځمکه ورېږي؛ پاکه ځمکه يې مني او ګڼ نباتات ترې راشنه کېږي او ځينې شاړې ځمکې اوبه ساتي، خلک ترې ګټه اخلي، څښاک ترې کوي، کرونده پرې خړوبوي او کرنه پرې کوي او د باران يوه برخه بل ځای ته رسېږي. دا د هغو خلکو مثال دی چې د الله تعالی د دين په اړه پوهه ترلاسه کوي او له هغه څه څخه ګټه اخلي چې الله تعالی زما په وسیله رالیږلې دي.»[۷]
وروستۍ خبرې
د اسلامي تمدن بيا را ژوندي کول، د هدايت سمې لارې ته ستنېدل او هر اړخيزه پراختيا پر درې بنسټيزو محورونو ولاړه ده: پر قران کريم او سنتو عملي التزام او پابندي، د تاريخ او تمدني ميراث ژوره پېژندنه او تر نړيوالو د دې پوهې او تجربې رسول. دا ډول تګلاره نه يوازې د دنيا او اخرت بريا تضمينوي، بلکې د نړۍ په تاريخ او فرهنګ کې د اسلام او مسلمانانو مقام لا پسې لوړوي او د انساني تمدن یوه دوامداره او پايداره الګو وړاندې کوي.
موږ د داسې یوه امت په توګه چې د دومره ستر تمدن او روښانه تېر تاريخ وارثان یوو، پر ځان لازمه بولو چې دا ښکلاوې راتلونکو نسلونو ته وروپېژنو او پرېنږدو چې د اسلامي امت مهمې لاسته راوړنې د بدنيتو لوېديځوالو د ګمراه کوونکو تبليغاتو تر تيارو لاندې ښخې شي او راتلونکو نسلونو ته د ماتې او شاتګ احساس ور ولېږدول شي.
وما ذلک علی الله بعزیز.
پای
مخکینۍ برخه
سرچیني۱ :
- احزاب: (۳۷)
- د امام مالک موطای، (۲۶۱۸)
- النحل: ( ۹۷)
- الأنبیاء: ( ۱۰۷)
- البخاري: ( ۳۲۸)
- رونالد وېکټر بودلي يو برېتانوی مستشرق دی چې د اسلام په اړه يې بېلا بېل کتابونه ليکلي دي. د هغه د مشهورو اثارو له جملې څخه يو د «الرسول، حياة محمد» کتاب دی.
- بخاری: (۷۹)
سرچینې۲:
۱. قران کریم.
۲. صحیح البخاري، محمد بن اسماعیل البخاري.
۳. صحیح المسلم، مسلم بن حجاج النیشاپوري.
۴. سنن الترمذي، ابو عیسی محمد بن عیسی الترمذي.
۵. بدوي، محمد اسماعیل، إسهامات علوم المسلمین في تقدم العلوم الإنسانية، د ژبنیو څېړنو نړیواله مجله، (۲۰۲۱ز).
۶. ماجد، عبدالمنعم، تاریخ الحضارة الإسلامیة في العصور الوسطی، قاهره، مصر، (۱۹۹۹ز).
۷. ابن الوردي، سراج الدین، خریدة العجائب وفریدة الغرائب، مکتبة الثقافة الدینیة، قاهره، مصر.
۸. ابن جبیر، محمد بن احمد، رحلة ابن جبیر، دار او مکتبة الهلال، بیروت، لبنان.
۹. ابن حجر العسقلاني، احمد بن علي، فتح الباري، دارالمعرفة، بیروت، لبنان.
۱۰. ابن خلدون، عبدالرحمان بن محمد، تاریخ ابن خلدون، دارالفکر، بیروت، لبنان.
۱۱. ابن قیم الجوزیة، محمد بن أبي بکر، زاد المعاد في هدي خیر العباد، مؤسسة الرسالة، بیروت، لبنان.
۱۲. ابن کثیر، ابو الفداء اسماعیل بن عمر، تفسیر القرآن الکریم، دارالکتب العلمیة، بیروت، لبنان.
۱۳. ابن کثیر، تفسیر القرآن الکریم، دار طیبة.
۱۴. ابو حیان، محمد بن یوسف، البحر المحیط، دارالفکر، بیروت، لبنان.
۱۵. ابو خلیل، شوقي؛ المبارک، هاني، دور الحضارة العربیة الإسلامیة في النهضة الأوربیة، دارالفکر، دمشق، سوریه.
۱۶. ارنولد، توماس، الدعوة إلى الإسلام، مکتبة النهضة المصریة، قاهره، مصر.
۱۷. باشا، احمد فؤاد، التراث العلمي الإسلامي: شيء من الماضي أم زاد للحاضر؟ لومړۍ چاپ ، (۱۴۲۳هـ)، دارالفکر العربي، قاهره، مصر.
۱۸. بک، احمد عیسی، تاریخ البیمارستانات في الإسلام، لومړۍ چاپ ، (۲۰۰۵ز)، دمشق، سوریه.
۱۹. بلدي، احمد بن محمد بن یحیی، تدبیر الحبالی والأطفال والصبیان وحفظ صحتهم، دارالرشید، عراق، (۱۹۸۰ز).
۲۰. حماده، محمد ماهر، المکتبات في الإسلام: نشأتها وتطورها ومصائرها، مؤسسة الرسالة، بیروت، لبنان.
۲۱. الحمیري، محمد بن عبدالمنعم، الروض المعطار في خبر الأقطار، مکتبة لبنان.
۲۲. خطیب، عدنان، المعجم العربي بین الحاضر والماضي، دويم چاپ ، (۱۴۱۴هـ)، بیروت، لبنان.
۲۳. الخوارزمي، محمد بن موسی، کتاب الجبر والمقابلة، الجامعة المصریة، کلیة العلوم، (۱۹۳۷ز).
۲۴. الدالاني، عبدالمعطي، ربحت محمداً ولم أخسر المسیح، مؤسسة الرسالة، دمشق، سوریه.
۲۵. درویش، احمد، نظریة الأدب المقارن وتجلیاتها في الأدب العربي، دار غریب، قاهره، مصر.
۲۶. الدفاع، علي عبدالله، لمحات من تاریخ الطب عند المسلمین الأوائل، دار الرفاعي، ریاض، (۱۴۰۳هـ).
۲۷. الدفاع، علي، روائع الحضارة العربیة والإسلامیة في العلوم، دار عالم النشر، سعودی.
۲۸. الدفاع، علي، روائع الحضارة العربیة والإسلامیة، جامعة ملک فهد، ظهران، سعودی.
۲۹. عزیز احمد، تاریخ صقلیة الإسلامیة، الدار العربیة للکتب.
۳۰. دینیه، اتین، محمد رسول الله، ژباړه: ډاکټر عبدالحلیم محمود او ډاکټر محمد عبدالحلیم.
۳۱. هیل، دونالد ر.، العلوم والهندسة في الحضارة الإسلامیة، عالم المعرفة، کویت.
۳۲. رازي، فخرالدین، التفسیر الکبیر، دار إحیاء التراث العربي، بیروت.
۳۳. روزنتال، فرانتس، علم التاریخ عند المسلمین، ژباړه: صالح احمد العیني، مؤسسة الرسالة، بیروت.
۳۴. زغوان، بشیر حسني، إسهامات علماء العرب والمسلمین في العلوم الأساسیة، المؤتمر الدولي للغة العربیة، (۲۰۱۴ز).
۳۵. الزهراوي، ابو القاسم خلف بن عباس، التصریف لمن عجز عن التألیف، لکنو، هندوستان.
۳۶. السباعي، مصطفی، السیرة النبویة: دروس وعبر، المکتب الإسلامي، بیروت.
۳۷. السباعي، مصطفی، من روائع حضارتنا، دار الوراق، بیروت.
۳۸. السعدي، عبدالرحمان بن ناصر، تیسیر الکریم الرحمن، مؤسسة الرسالة، (۱۴۲۰هـ).
۳۹. سید قطب، في ظلال القرآن، دارالشروق، بیروت.
۴۰. الشریف الإدریسي، محمد بن محمد، نزهة المشتاق في اختراق الآفاق، قاهره، مصر.
۴۱. شلبي، ابو زید، تاریخ الحضارة الإسلامیة والفکر الإسلامي، مکتبة وهبة، قاهره.
۴۲. طوقان، قدري حافظ، تراث العرب العلمي في الریاضیات والفلک، دارالکتب المصریة، مصر.
۴۳. غزالي، ابو حامد محمد بن محمد، إحیاء علوم الدین، دارالمعرفة، بیروت.
۴۴. فروخ، عمر، تاریخ العلوم عند العرب، دارالعلم للملایین، بیروت، (۱۹۸۰ز).
۴۵. لوبون، گوستاو، تمدن اسلام و عرب، ژباړه: سیدمحمدتقي فخر داعي ګیلاني، تهران.
۴۶. هونکه، زیګرید، شمس العرب تسطع علی الغرب، دارالجبل، بیروت.
۴۷. وات، مونتګمري، فضل الإسلام علی الحضارة الغربیة، ژباړه: حسین احمد امین، دارالشروق، بیروت.
۴۸. ندوي، سید ابو الحسن، ماذا خسر العالم بانحطاط المسلمین، قاهره، مصر.
۴۹. یاسین احمد؛ خالد عبدالرحمان، دور علماء الإسلام في نشأة وتطور علم الطب، جامعة أم القری، سعودي.
