لیکوال: ابو عائشه
شېن ‌تو دین (برخه: ۱۸)
د شېن ‌تو دین تاریخي بهیر
شېن تو چې د جاپانیانو بومي دین بلل کېږي، د سلګونو کلونو په اوږدو کې يې د دغه هېواد د کلتوري، ټولنیز او سیاسي افق په جوړښت کې مهم رول لوبولی دی.[۱]
د «جومون» او «یایوي» دورې چې په اړه یې بېلابېل روایتونه موجود دي، لنډ وضاحت وړاندې شو. د «کوفون» دوره (۳۰۰ – ۷۱۰ م) هغه پړاو و چې جاپان د یوه ملت په توګه پکې راڅرګند شو. په همدې دوره کې د شېن تو د اصلي دود تر ټولو مهم او لومړني زیارتونه (ایسه او ایزومو) رامنځته شول.
د (۵۳۸ م) کال په شاوخوا کې په رسمي توګه د بودایي دین منل کېدل او د دې دین چټکه وده د شېن تو د منظم کېدو لامل شوه. که څه هم بودیزم او شېن تو لږ تر لږه په یو ډول سره ګډ شول، خو ډېرو کسانو هڅه وکړه چې زاړه بومي عقاید له پردیو دیني نظامونو څخه بېل وساتي. له همدې امله شېن تو د یوې لرغونې عقیدې او نښې په بڼه نور هم منظم شو.
له بل لوري د کنفوسیوس وده چې تر بودیزم مخکې جاپان ته رسېدلی و، یو بل بهرنی عنصر و چې باید تر نظارت لاندې نیول شوی وای. د «نارا» (۷۱۰–۹۹۴م) او «هی‌ان» دورو (۷۹۴–۱۱۸۵م) په جریان کې د شېن تو دیني نظام پیاوړی شو او له نورو اسیایي دیني او فلسفي نظامونو سره یې پرله ‌پسې او فعال تعامل درلود.[۲]
کله چې د شېن تو په دیني چارو کې د حکومت لاسوهنه پای ته ورسېده، نو دې دین خپله خالصه مذهبي او عبادتي بڼه پیدا کړه او ډېری خلک یې د رښتینې عقیدې او ایمان له مخې علاقمند شول. په هر کور او هرې کورنۍ کې د دې دین لپاره یو ځانګړی مرکز جوړ شو، چې «کامي‌دانا Kami-dama» به بلل کیده. په دې ځانګړې خونه کې د لرګي یا کاغذ لوحې ځړول کېدې چې د کور د نیکونو، نیاګانو او یا د سیمې د خدایانو نومونه به پرې لیکل شوي و. کله ناکله د لمر د خدای «اماتراسو» نښه او یا د جګړې او مریخ د خدای «ایناري Inari» نښه هم پرې رسمېده. ډېری وخت په همدې ځای کې یوه مقدسه هنداره هم ایښوول کېږي او په بله تابلو کې د دیني دعاوو او مقدسو جملو ترڅنګ د تعویذونو نښانې ښکاري.
کله چې جاپان ته د اروپایانو افکار او نظریات داخل شول، نو تر ټولو لومړی يې د شېن تو دین برخلیک تر اغېز لاندې راغی. خلکو د دولت له لوري رامنځته شوو رسمي معبدونو ته تر یوې کچې شاه کړه. د خپلې عقیدې د ساتنې لپاره د بودايي دین د پیروانو هڅې او همدارنګه د مسیحیانو له لوري  خپل نیم ‌مړه شوي دین د بیا را ژوندي کېدو لپاره هلو ځلو په خلکو کې داسې دیني احساسات او فکري خوځښتونه رامنځته کړل، چې اټکل کېده د شېن تو عقاید به په بشپړ ډول له خطر سره مخ کړي. یاد خوځښت په ځانګړي ډول په هغو ځوانانو کې چې د لوېدیځ له نوو علومو سره بلد و ډېر ژر نفوذ وکړ. هغوی د خپلو پلرونو مذهبي عقاید تر نیوکو او اعتراضاتو لاندې راوستل. په جاپان کې الحاد، بې ‌دیني او په زړو باورونو شک ورځ تر بلې پراخېده. د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د توکیو پوهنتون پر محصلانو ترسره شوې سروې ښيي چې په مجموعي ډول د (۴۶۰۰) زده‌کوونکو له جملې څخه (۲۹۸۰)  تنه يې د «ګنوستیک» عرفاني مکتب پلویان وو، (۱۵۱۱) کسانو ځانونه بشپړ بې ‌دینه او منکر ګڼل او یوازې (۱۱۸) تنو ځانونه مسیحي، بودایي یا شېن تويي بلل.[۳]
پورته احصایه په واضح ډول څرګندوي چې څنګه د الحاد، شک او بې ‌ایمانۍ روح د دغه هېواد په ځوانانو ځواکمن شوی و.
تر لومړۍ نړیوالې جګړې د شېن تو رسمي معبدونه د جاپان د حکومت د رسمي دین په توګه پېژندل کېدل. د دې ډلې اصلي محور د امپراتورانو الهي حکومت دی او د دوی په باور امپراتور (میکادو تینو) د لوی خدای «اماتراسو» استازی او ځای‌ ناستی دی. په هر جاپاني لازمه ده چې د مقدسې ارادې پر وړاندې یې سر ټیټ کړي. د امپراتور ماڼۍ مقدس ځای ګڼل کېږي او د مړه شوي امپراتور هدیره په زیارت بدلېږي.
د رسمي دولتي عقیدې په توګه د شېن تو دین په بشپړ ډول د ردولو خبره د جاپان د اساسي قانون په شلمه ماده کې چې د (۱۹۴۸ز) کال د نومبر په درېیمه خپور شوی، په دې ډول بیان شوې ده: «دیني ازادي د ټولو لپاره تضمین ده. هېڅ دیني سازمان نه له دولت څخه کوم امتیاز ترلاسه کولی شي او نه هم د سیاسي واک د کارولو حق لري. هېڅوک به د کوم دیني عمل، مراسمو، دودونو او یا کومې بلې دیني کړنې په ترسره کولو نه مجبورېږي. دولت او اړوندې ادارې به د دیني تعلیم له ورکولو او هر ډول دیني فعالیت څخه ځان ساتي.»[۴]
د (۱۹۴۵ز) کال په ډسمبر کې د شېن تو د فرمان له مخې دین او دولت له یو بل څخه جلا شول او په جاپان کې دیني ازادي تضمین شوه. د (۱۹۴۶ز) کال په لومړۍ ورځ امپراتور هیروهیتو د «بشریت اعلامیه» په نوم بیان خپور کړ او هغه افسانه یې رد کړه چې ګواکې دی یو ژوندی «کامي» دی. د (۱۹۴۶ز) کال د فبرورۍ په دويمه نېټه (اسکاپ SCAP) د شېن تو دولتي شورا منحل کړه او د شېن تو دولتي دین رسمي عمر چې (۸۰) کاله یې دوام کړی و، پای ته ورسېده.
له دې پېښې وروسته چې کومه دیني ازادي رامنځته شوه په جاپان کې یې پراخ دیني خوځښتونه را وټوکول. دې دورې چې «د خدایانو ګڼه ګوڼه» نومول شوې تر (۱۹۵۰ز) کلونو پورې دوام وکړ. په (۱۹۵۶ز) کال کې د شاوخوا (۱۱۰) زرو شېن تويي ایزدکدو له جملې (۸۰) زرو یې د «شېن تو معبدونو اتحاد» په نوم د ایسه د معبد تر مشرۍ لاندې یوه لویه ټولنه جوړه کړه چې د شېن تو پاتې کېدل خوندي کړي.
 وروسته کله چې عیسویت جاپان ته لار ومونده، نو د شېن تو باورونه ورو ورو پیکه شول. اقتصادي بدلونونو او د نړیوالې ټکنالوژۍ پر لور د جاپان پرمختګ د خلکو دیني باورونه بدل کړل، خو د جاپاني عقیدې ریښې لا هم په بشپړ ډول له منځه نه دي تللې.[۵]
یادونه: که څه هم د شېن تو دین په ځانګړو پړاوونو کې د حکومتي مشرانو په ملاتړ ډېر ځواکمن شوی و، پیروان یې ډېر شوي وو، قوانین یې په ښوونځیو کې تدریسېدل، خلک مکلف وو چې زده‌ یې کړي او ماشومان له کوچنیوالي ورسره بلدېدل، خو بیا یې هم د وخت په تېرېدو خپل مقام له لاسه ورکړ او په یوه ډله بدل شو. دا کار هغه مهال وشو چې د وخت سیاستوال دې نتیجې ته ورسېدل چې کېدای شي شېن تو دین په راتلونکي کې د دوی سیاستونه له محدودیتونو سره مخ کړي؛ ځکه د میجي له انقلاب (۱۸۶۸ز) را وروسته د امپراتوري دولت د مشروعیت لپاره شېن تو دين د یوې سیاسي ایډیالوژۍ په توګه وکارول شو.
کله چې جاپان په (۱۹۴۵ز) کال کې تسلیم شو او د امپراتورۍ نظام له منځه ولاړ، نو د شېن تو سیاسي ایډیالوژۍ واکمني هم پای ته ورسېده او یو ځل بیا څنډې ته شو. سره له دې شېن تو لا هم د خلکو په منځ کې د ولسي او دودیزو عقایدو د یوې ټولګې په توګه تر یوې کچې ژوندی پاتې دی.
نن ورځ د جاپان ډېری وګړي، په ځانګړي ډول د هغوی لوستی قشر په دین باور نه لري. څېړنې ښيي چې د جاپان ډیری وګړي د هېڅ دین پیروان نه دي او ډېری یې سیکولر او بې ‌دینه دي.
په پخوا زمانو کې دین د جاپانیانو د ورځني ژوند مهمه برخه وه، خو د جاپان د اساسي قانون له تصویب (۱۹۴۷ز) وروسته سکولریزم د جاپاني ټولنې برخه شو. نن ورځ په جاپان کې هېڅ دین اکثریت دین نه دی او خلک د بېلابېلو دیني دودونو ګډ ترکیب تعقیبوي.[۶]
د ګالوپ نړیوال مرکز د (۲۰۱۵ز) کال په څېړنه کې جاپان له چین وروسته دويم هېواد دی چې د بې‌ دینو هېوادونو په جدول کې تر ټولو لوړ ځای لري. دا شمېرې ښيي چې د جاپان (۳۱) سلنه خلک ملحد او بې ‌دینه دي او (۵۷) سلنه یې ځان د هېڅ دین پیروان نه ګڼي.[۷]
د حیرانتیا وړ خبره دا ده چې د جاپان د ملي شخصیت د سروې پایلې د جاپان د احصایوي ریاضیاتو له لوري هر پنځه کاله وروسته خپرېږي. په دې سروې کې یوه پوښتنه دا ده چې «ایا تاسو په دین باور لرئ، که نه؟» د (۲۰۱۸ز) کال وروستۍ سروې ښيي چې یوازې (۲۶) سلنه خلکو ویلي چې دین لري او (۷۶) سلنه نورو يې ویلي چې دین نه لري.[۸]
دا د هر هغه دین د پای په معنا دی چې د خپلو پیروانو د نېکمرغۍ او سوکالۍ لپاره واضح، منظم او دوامداره پلان ونه لري. خلک په تدریجي ډول له داسې دین څخه مخ اړوي او په بېلابېلو لارو ترې لرې کېږي. بل مهم ټکی چې باید دلته ورته پام وشي دا دی چې هسې که د دې دین د زوال او فروپاشۍ عوامل زیاتره داخلي وو، خو بهرني عوامل هم موجود وو چې تر ټولو عمده یې د پردیو په ځانګړي ډول د لوېدیځو استعماري قدرتونو پرله پسې لاسوهنې وې.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

سرچینې:

[1] سلطاني، محمد، واکاوي تأثیر ایین شېن تو بر سیاست خارجی جاپان از چشم‌انداز سازه‌انګاری، ۱۴۰۳ هـ ش، ص ۲.

[2] فرح‌بخش، علي، آیین شېن تو: باورهای ملی در جایگاه دین، د علوم انساني او کلتوري مطالعاتو پوهنتون مجله، کال ۴، ګڼه ۳–۴، ۱۳۸۵ هـ ش، ص ۶۳.

[۳] جان ناس، تاریخ جامع ادیان، ژباړه: علي‌اصغر حکمت، درېیم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د فرانکلین بنسټ په همکارۍ، مخونه ۲۸۶–۲۸۷.

[۴] . عنوان مقاله: فرقه‌های متعدد آیین شین‌تو، نشر شده در سایت: دائرة المعارف اسلامی طهور.

[۵] . فرح‌بخش، علی، آیین شینتو: باورهای ملی در جایگاه دین، نشرشدۀ در مجلۀ دانشگاه علوم انسانی و مطالعات فرهنگی، سال چهارم، شمارۀ 3-4، 1385 هجری شمسی، ص 66.

[۶] ساون‌وی تریب – دین جاپان، ۱۴۰۴ هـ ش.

[۷] دعدوش، أحمد – الدیانة الشنتویة… تراث أسطوري…، الجزیره، ۲۰۲۴/۱۰/۲۰.

[۸] عجم، ډاکټر محمد – جایگاه و اهمیت فرقه‌های فریبنده…، مرکز بین‌المللي مطالعات صلح.

Leave A Reply

Exit mobile version