په تېرو برخو کې مو د شېن تو دین په هکله ډېر بحث وکړ او ومو ویل چې شېن تو دین څنګه رامنځته شو. شېن تو د جاپاني وګړو دین دی او یوازې په همدې هېواد کې پیروان لري. یاد دین زرګونه کاله تاريخي لرغونوالی لري، خو د دې پر ځای چې ورځ تر بلې یې پیروان زیات شي، برعکس کمېږي او خلک یې پرېږدي. ډیر خلک د دې دین پر ځای سیکولريزم او بې دیني غوره ګڼي.
هېره دې نه وي چې شېن تو دین د اوږدې مودې لپاره د واکمنو او ځواکمنو امپراتورانو یوه وسیله وه، چې عام خلک تر خپل حکم، واک او تسلط لاندې راولي. د څېړنې په ترڅ کې پوه شوو چې شین تو دین د نورو ادیانو په څېر موسس او اسماني کتاب نه لري او کتابونه یې چې وروسته لیکل شوي د وخت د امپراتورانو او واکمنانو د ژوند کیسې او تاریخ پکې بیان شوی دی. سربېره پر دې د شېن تو دین په اړه نور مهم مسايل هم وڅېړل شول. دا چې په دې دین کې د څه شي عبادت ترسره کېږي؟ د بېلګې په توګه هغه کسان یا شیان چې د مقام او مرتبې څښتنان دي یا خلک ترې وېرېږي عبادت یې کېږي. د «کامي» د څرنګوالي او شمېر په اړه هم خبرې وشوې. په دې پوه هم شوو چې د شېن تو معبدونو رول څه دی، خلک یې څه ډول عبادت کوي، د معبد دننه د ورتګ پر مهال کوم اعمال ترسره کوي او د عبادت څرنګوالی یې څه ډول دی. دا ټول موضوعات په تفصیل سره تشریح شول. په دې څېړنه کې هڅه دا وه، هر هغه څه چې د دې دین په اړه ویل شوي یا روایت شوي دي، په بشپړ ډول او پرته له بدلون څخه بیان شي.
مسلمانان باید د دې مطالبو په لوستلو سره پوه شي چې خدای تعالی څومره عزت ورکړی دی؛ ځکه دوی یوازې د هغه خدای مخې ته سر ټیټوي چې د اسمان او ځمکې پیدا کوونکی دی، هغه ذات چې عبادت یې عزت، سرلوړي او رفعت دی، هغه خدای چې انسان هر څه وغواړي خدای تعالی یې د ترسره کولو توان لري او د بنده دعا قبولوي. د اسلام دین داسې دین دی چې له سراسري رحمت، عاطفې او مهربانۍ څخه ډک دی، نه په افسانو او خرافاتو ولاړ دی او نه پکې کومه تیاره او پیچلتیا شته، بلکې ټول احکام او عبادات یې د رب العالمین له کتاب او د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سپېڅلو احادیثو سرچینه اخلي؛ هغه احادیث چې صادقو او رښتینو انسانانو چې ټول منصفین او اهل حق یې په صداقت، وقار، ثبات او ځوانمردۍ معترف دي، یعنې صحابه کرام رضي الله عنهم اجمعین او تابعینو عظام رحمهم الله را رسولی دي. په دې دین کې مسلمانان په ډلو نه دي وېشل شوي، بلکې د الله تعالی عبادت پر ټولو یو شان لازم دی. پاچا او ګدا په جومات کې اوږه په اوږه عبادت ترسره کوي. لوی مشران او قومندانان د خپل ملت او نورو مسلمانانو خادمان او خیر خواهان دي. په ټولیز ډول اسلام هغه دین دی چې د خپلو پیروانو د دنیا او اخرت نېکبختي، بریا، فلاح او نجات تضمینوي. مسلمان که پر دیني او اسلامي احکامو پابند پاتې شي، نو نه به په دنیا کې خوار شي او نه به په اخرت کې له ستونزو سره مخ شي.
په دې څېړنه کې هڅه شوې چې د تحقیقي ـ تحلیلي لیدلوري له مخې د شېن تو دین مقام وڅېړل شي. د بېلابېلو سرچینو په مرسته د شېن تو دین د رامنځته کېدو څرنګوالی، داستانونه او خرافات په روښانه ډول بیان شول. شېن تو له میلاد څخه څو پیړې وړاندې رامنځته شوی او د جاپان د خلکو تر ټولو مهم دین بلل کېده، خو خلکو د وخت په تېرېدو او تبلیغاتو په پایله کې دې دین ته شا کړه او هغه باورونه یې پرېښودل چې کلونه یې ورسره ژوند کړی و. نن ورځ یو شېن تویي دې کې هېڅ ستونزه نه ویني چې د ورځې یوه برخه د شېن تو له دین سره تېره کړي او بله برخه له بودیزم سره؛ ځکه دین د دوی په نظر یوازې د لرغونو رسمونو او مراسمو ترسره کول دي او بس. جاپان ته د نورو دینونو په راتګ سره د شېن تو دودیزې بڼې بدلون وموند او خلک یې په اړه بې پروا شول.
د دې څېړنې اساسي موخه د شېن تو دین په اړه دقیق معلومات وړاندې کول و، چې د الله تعالی په فضل سره موخې ته رسېدلي يوو. له الله تعالی څخه غواړو چې د اسلام د سپیڅلي دین په اړه ژوره پوهه را په برخه کړي، د دې سپېڅلي او له هر عیب او نيمګړتيا څخه پاک دین په لاره کې مو ثابت قدمه ولري او د همدې دین په برکت عزت او سرلوړوي را په برخه کړي. وما ذلک علی الله بعزیز.