لیکوال: م. فراهي توجګي
د نیهیلیزم د ودې بهیر او له دین باورۍ سره ټکر (برخه: ۹)
د مډرن لوېدیځ نیهیلیزم
د مډرن لوېدیځې نړۍ د هیومنېزم تر واک لاندې نړۍ ده او د مډرن لوېدیځ نیهیلیزم هم یو هيومنېستي نیهیلیزم دی. د مډرنې نړۍ د واکمن نوم «اماره نفس» دی او له هيومنېستي څخه‌ وجودي متافزیک د اداره کوونکي نفس په توګه مډرن نړۍ پرمخ وړي. په دې نړۍ کې انسان د ځان‌ بنسټه نفساني سوژې په توګه اصلیت پیدا کوي او د ټولو چارو اصلي رکن کېږي. د هيومنېستي نیهیلیزم متافزیک هغه ماهیت دی چې موږ یې «مډرنیت» بولو. مډرنیت د مډرن لوېدیځ د ماهیت او اداره کوونکي په توګه هغې ته انرژي او حیاتي ځواک ورکوي او معاصره نړۍ اداره کوي.
د مډرنیت اصلي هستي هيومنېزم دی. هیومنېزم د «اماره نفس» د اصلیت څرګندونه ده. هیومنېزم د مډرنیت د اصلي څېرې هستي ده او مډرنیت د لوېدیځ د تاریخي شتون د لارښود او انرژۍ ورکولو ماهیت دی. مډرنیت د هیومنېزم «اماره نفس» د اصلیت له لارې رسېږي، چې دا د عالم او ادم اصلي رکن کېږي. هيومنېستي نیهیلیزم د مډرن نړۍ د تکامل په بهیر کې په درې اصلي بڼو څرګند شوی دی.
(۱) د رنسانس د دورې مډرن نیهیلیزم.
(۲) هغه نیهیلیزم چې د روښانتیا په نوم دورې کې د ارزښتونو د ټاکلو پر بنسټ راڅرګند شو.
(۳) پسټ مډرن نيهیلیزم.
د رنسانس دورې مډرن نیهیلیزم
مډرن لوېدیځ له رنسانس سره پیلېږي. رنسانس د مډرنې نړۍ په تاریخ کې تقريبا له (۱۳۲۰ز) او (۱۳۳۰ز) کلونو څخه تر (۱۵۲۵ز) پورې ګڼل کېدای شي. رنسانس د مډرن لوېدیځ پیل دی او د مډرنیت لومړنۍ څرګندېدنه د مډرنې نړۍ په تاریخي بڼه کې د رنسانس په ترڅ کې رامنځته شوې ده. هيومنېستي نیهیلیزم له رنسانس سره څرګندېږي چې وروسته پراخېږي او نورې بڼې خپلوي. رنسانسي نیهیلیزم د مډرن نیهیلیزم لومړنۍ بڼه ده. هيومنېستي نیهیلیزم په رنسانس کې تر ډېره انتقادي او سلبي څېره لري.
په حقیقت کې مډرن نیهیلیزم د خپلې لومړنۍ څرګندېدنې په ترڅ کې د منځنیو پېړیو د تيوسانتریک ارزښتونو او لید لورو پر وړاندې د انتقادي کړنو په بڼه څرګندېږي. په تيوسانتریک نیهیلیزم کې د ځینو یوناني اخلاقي ښوونو، په ځانګړي ډول د ارسطو د افکارو او ځینو نورو علتونو تر اغېز لاندې داسې اخلاقیات رامنځته شوي وو چې سود خورۍ او بې‌ پایه حریصانه شتمنۍ ټولونه یې غندله. هغه اخلاقي ښوونې چې کاتولیک کلیسا وړاندې کولې، د هيومنېستانو لپاره د منلو وړ نه وې. د رنسانسي نیهیلیزم له بنسټیزو بڼو څخه یوه همدا انتقادي څېره ده چې د منځنیو پېړیو پر تيوسانتریزم یې درلوده.
رنسانسي نیهیلیزم د افراطي خوند غوښتنې، اخلاقي سرغړونې، نسبي لید او شکمن فکر خپروونکی دی؛ داسې شک چې ریښه یې د رنسانسي نیهیلیزم په سلبي او انتقادي څېره کې ده. مډرن نیهیلیزم د تیوسانتریک نیهیلیزم ځینې بڼې او دین ته ورته پوښونه یو اړخ ته کړل او په بېلابېلو څېرو کې یې په ښکاره ډول د قدرت‌ محوره ارادې تبلیغ وکړ، هغه اراده چې پر ګټې اخېستنې او خوند غوښتنې متمرکزه وه.
په هيومنېستي نیهیلیزم کې انسان د یوه اقتصادي حیوان په څېر راڅرګندېږي، داسې موجود چې د ګټې غوښتنې او خوند غوښتنې پر بنسټ فعلیت او تحقق مومي. مډرن هيومنېستي ګټه غوښتنه او خوند غوښتنه په ماهیت کې له هغو ګټو او خوندونو سره توپیر لري چې په دیني نړۍ کې مشروع او منل شوې ګڼل کېږي. هيومنېستي نیهیلیزم د څرګندېدو، راښکاره کېدو، فعلیت ورکولو او عینیت موندلو پر بنسټ ولاړ دی؛ داسې قدرت‌ محوره اراده چې د مډرن هيومنېستي ګټې غوښتونکې او خوند غوښتونکی لید څرګندوي. رنسانسي نیهیلیزم د مډرن هيومنېستي نیهیلیزم لومړۍ بڼه ده. سره له دې چې له نورو مډرن نیهیلیزمونو (لکه د روښانتیا او پسټ مډرن دورې نیهیلیزم) سره یووالی لري، ځینې توپیرونه هم لري. نو د هيومنېستي نیهیلیزم تر عمومي بڼې لاندې د درې‌ ګونو پخوانیو ډولونو ترمنځ د تاریخي بدلون په بهیر کې د توپیر امکان شته. د مډرن نړۍ روح د ګټې غوښتنې، ځان ‌غوښتنې او پانګونې ځانګړتیا لري چې پر حرص،  ډېر غوښتنې او تمې ولاړ دی. په ټوله کې د رنسانسي نیهیلیزم ځانګړتیاوې په لاندې ډول بيانېدای شي:
(۱) د رنسانس دورې نیهیلیزم چې د مډرن هيومنېستي نیهیلیزم لومړۍ تاریخي بڼې څرګندول دي.
(۲) په رنسانسي نیهیلیزم کې یوه سلبی څېره واکمنه ده چې د ارزښتونو د نفې او د تیو‌سانتریک نیهیليزم د بېلابېلو بڼو پر محور راڅرخي.
(۳) په رنسانسي نیهیلیزم کې د اخلاقو ضد چلند، ښکاره خوند غوښتنه او بربنډو دنیوي غوښتنو فعلیت موندلی دی چې په ډېرو مواردو کې له نسبي‌ پالنې سره یوځای شوی دی. د رنسانس خوند غوښتنو او دنیوي غوښتنو په عین حال کې په ځینو بڼو او څرګندېدو کې د ژورې ناهیلۍ ريښې ښکاره کوي.
(۴) په رنسانسي نیهیلیزم کې د الهي ولایت هېرول، انکار او سرغړونه په ځینو مواردو کې د اتئیزم په څېر دي، حال دا چې په تیو‌سانتریک نیهیلیزم کې دومره څرګند او پراخ نه و.
(۵) هيومنېستي نیهیلیزم تر تیو‌سانتریک نیهیلیزم ډېر د یهودي نیهیلیزم پر ریښه ولاړ دی. د رنسانسي نیهیلیزم بنسټیزې فلسفي ښوونې د پیکودلا میراندولا، مارسیلیو فیچینو، نیکولای کوزایي، د کابالا اندوني، د انسان هيومنېستي مفهوم د رنسانسي مفکرانو په نظریو او په ګڼو نورو مواردو کې لیدلای شو. مډرن نیهیلیزم د الهي ولایت له هېرولو او غفلت څخه دوه ګونې بڼه ده، چې لومړۍ بڼه یې په رنسانس کې راښکاره شوې وه.
(۶) رنسانسي نیهیلزم د مډرن نیهیلیزم د ماهیت له مخې سيکولر هيومنېستي رنګ لري. په حقیقت کې د لوېدیځ ټول تاریخ د خپل نیهیلیزمي ذات له مخې سيکولریستي رنګ لري، خو د مډرن نیهیلیزم سيکولریزم، هيومنېستي سيکولریزم دی. هيومنېستي سيکولریزم له کاسموسانتریک سيکولریزم او تیو‌سانتریک سيکولریزم سره توپیرونه لري، چې د دې مقالې په چوکاټ کې د هغو د څېړلو ځای نشته. دلته باید ټینګار وشي چې رنسانسي نیهیلیزم د مډرن سيکولر هيومنېستي نیهیلیزم د لومړۍ بڼې په توګه راڅرګند شوی دی.
(۷) رنسانسي نیهیلیزم په بېلابېلو برخو کې له روښانه او پیاوړو اثباتي اړخونو بې ‌برخې دی او زیاتره د تیو‌سانتریک نیهیلیزم او د هغه د ارزښتونو او څرګندونو د نفې له لارې ځان څرګندوي. له شک پرته د رنسانس په بهیر کې هيومنېستي روح راښکاره شوی او د پراختیا په حال کې دی، زموږ خبره د دې مهم اثباتي اړخ د انکار معنا نه لري، بلکې پر دې ټینګار کوي چې په رنسانسي نیهیلیزم کې هيومنېزم او نورې ځانګړنې زیاتره د سلبي کړنو او د تیو‌سانتریک نفې له لارې راڅرګندېږي او مډرن نیهیلیزم لا تر اوسه منظم، هویت لرونکې او بنسټیزه بڼه نه ده موندلې. همدا د سلبي اړخ واکمني د رنسانسي نیهیلیزم فضا پرېشانه او ګډوډه کړې ده.
(۸) په رنسانسي نیهیلیزم کې د ارزښتونو د انکار او د تیو‌سانتریک هویت لرونکو اړخونو د نشتوالي او د روښانه اثباتي بڼو د کم ‌رنګوالي له امله، د یوې دردناک تشوالي او بې ‌معناوالي احساس پراخ شوی دی، خو دا بې ‌معناوالی او ګونګ حالت د پسټ مډرن نیهیلیزم له بې ‌معناوالي حالت سره توپیر لري.
دوام لري…

مخکنئ برخه / راتلونکې برخه

Leave A Reply

Exit mobile version