لیکوال: ابوعائشه
شېن تو دین (برخه: ۱۷)
د (۱۹۴۵ز) کال تر پای پورې د شېن تو دولتي مذهب
شېن تو دولتي مذهب د هغو عباداتو او دیني تشریفاتو یوه لړۍ وه چې د دولت تر ملاتړ لاندې ترسره کېدل. دې لړۍ د (۱۹۴۵ز) کال تر پايه دوام وکړ او په هغو ځانګړو معبدونو کې اجرا کېده، چې هېڅ کومې دیني فرقې او ډلې ته منسوب نه و او د دولت ملکیت و. یاد مراسم یوازې د وطن پالنې روحیې د راویښولو او روزنې په موخه ترسره کېدل. په دغو معبدونو کې ماشومانو او ځوانانو ته د لرغونو زمانو کیسې او روایتونه ورښودل کېدل، چې هېواد له هر ډول انقلاب څخه چې د عصري، اقتصادي، فرهنګي او سیاسي ژوند اړتیا وه خوندي وساتل شي او د لوېدیځ تمدن د نفوذ پر وړاندې د دیني او ایماني باورونو یو قوي سنګر وي.[۱]
د (۱۹۴۵ز) کال په سپټمبر کې د جاپان له تسلیمېدو وروسته، دغه هېواد اووه کاله د متحدینو تر اشغال لاندې پاتې شو. امپراتور «شوا» د امریکا په فشار د (۱۹۴۶ز) کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه د راډیو له لارې په یوه اعلامیه کې له خپل الهي مقام او د جاپان له اسطوريي اصالت څخه لاس په سر شو.[۲]
په دې توګه د سیاسي نظام د بدلون لپاره زمینه برابره شوه. په (۱۹۴۷ز) کال متحدینو د جاپان لپاره نوی اساسي قانون تدوین کړ، چې له مخې یې له امپراتور څخه سیاسي مسؤلیت واخیستل شو، رسمي دین لغوه شو او ولس د حاکمیت سرچینه وګرځېده. د دې بدلونونو پر اساس شېن تو نور د سیاسي ایډیالوژۍ له سطحې خارج شو او د قانون له مخې یې د بودا، کنفوسیوس، اسلام او مسیحیت په څېر د نورو ادیانو بڼه غوره کړه.[۳]
د شېن تو دين تاریخ په پنځو دورو وېشل شوی، چې په هره دوره کې يې لوی بدلونونه رامنځته شوي دي:
(۱) لومړۍ دوره (له اوومې قبل المیلاد پېړۍ څخه تر شپږمې میلادي پېړۍ پورې): په دې موده کې شېن تو یوازینی دین و چې په جاپان کې موجود و.
(۲) دويمه دوره (له شپږمې ميلادي پېړۍ څخه تر اتمې میلادي پېړۍ پورې): د کنفوسیوس، بودا او دايو ایینونه د شېن تو ترڅنګ د پام وړ شول، خو شېن تو بيا هم تر ټولو پیاوړی او غالب دین و.
(۳) درېیمه دوره (د نهمې پېړۍ له پیل څخه د اوولسمې پېړۍ تر پای پورې): شېن تو دین له نورو دینونو، په ځانګړي ډول له بودیزم سره یوځای کېږي او ګډ شکل خپلوي.
(۴) څلورمه دوره (اتلسمه او نولسمه پېړۍ): لومړنی شېن تو دين بېرته را ژوندی کېږي او پر بنسټیزو زده کړو یې ټینګار کېږي.
(۵) پنځمه دوره (۱۸۸۲ ز): د دولت رسمي چارواکو شېن تو دین په دوو برخو ووېشه: «حکومتي شېن تو» او «فرقوي شېن تو». فرقوي شېن تو د نورو ادیانو ترڅنګ د یوه دین په توګه وپېژندل شو، خو حکومتي شېن تو دین نه و، بلکې ملي مراسم وو چې ټولو جاپانیانو، چې د هر دين پيروان وو، ګډون پکې کاوه.[۴]
له پورته پنځو دورو څخه څرګندېږي چې شېن تو دین له ګڼو بدلونونو سره مخ شوی او له وخت او شرایطو سره سمه بڼه ورکړل شوې ده. دا یو ښکاره حقیقت دی هر هغه دین چې د رب العالمین له لوري نه وي نازل شوی او الله تعالی د هغه د ساتنې ژمنه نه وي کړې، نو په هر زمان او هر حالت کې د بدلون وړ دی.
په دینی تاریخ کې لوړوالی، ټیټوالی، بدلون، وده او زوال هغه حقیقت دی چې ټول پرې قانع دي؛ ځکه د دنیا قانون همدا دی چې هر څه باید د تحول مرحلې تېرې کړي. د شېن تو دین هم له دې قاعدې مستثنا نه دی؛ ځکه یاد دین د واکمنانو تر سیوري لاندې یوه موده وده وکړه او لوړو څوکو ته ورسېده، خو کله چې د دولت له لوري د رسمي دین په توګه په بشپړ ډول رد شو، نو خپل پخوانی مقام یې له لاسه ورکړ او په بېلابېلو ډلو ووېشل شو.
په تېرو برخو کې مو د شېن تو دين د مختلفو دورو په اړه بحث کړی و. په دې برخه کې، چې د څېړنې وروستیو فصلونو ته مو نږدې کوي، د شېن تو دين هغه فرقوي مقام څېړو چې د رسمي او دولتي موقف له لاسه ورکولو وروسته رامنځته شوی دی.
شېن تو له دين څخه تر فرقې
شېن تو دین هم لکه د نورو ټولو شيانو په څېر چې يو وخت نوم، اعتبار او رسميت درلود، خو د وخت په تېرېدو سره يې خپل پخوانی مقام له لاسه ورکړ او د زوال خواته لاړه. شېن تو دین چې د عجيبو او غريبو مراسمو په مرسته پياوړی شوی و او پر اسطورو او خرافاتو ولاړ و، بالاخره هغه ورځ را ورسېده چې خلک پوه شول دغه خرافات او افسانې د دوی په ژوند کې هېڅ رښتینې ګټه نه لري.
د جاپان د (۱۸۸۹ز) کال د اساسي قانون له تصويب او نافذېدو وروسته، چې له مخې یې د هېواد ټولو وګړو ته مذهبي ازادي ورکړل شوه، د شېن تو دین په څو بېلا بېلو څانګو او ډلو ووېشل شو او د بوديزم، مسيحيت او نورو نړیوالو مذاهبو په څېر یې پراختیا ومونده. له دويمې نړیوالې جګړې وړاندې د جاپان د ملي مذهب ادارې د شېن تو ديارلس فرقې ثبت کړې وې، چې هره یوې يې ځانګړې اداري خپلواکي درلوده، د خپلو پلويانو په لګښت اداره کېده او ټولو جلا نوم او هویت درلود.
له دويمې نړیوالې جګړې وروسته چې حکومت په بشپړ ډول له مذهب څخه بېل شو، د شېن تو د ډلو شمېر نور هم زیات شو او نن ورځ د دوی شمېر شاوخوا (۸۰۰) ته رسېدلی دی، چې هره یوه یې ځانته ځانګړي عقاید او مراسم لري، خو په عموم کې ټول د شېن تو د يوه لوی چتر په چوکاټ کې سره راټول دي. دغه فرقې د نورو ژوندیو مذاهبو د کلامي اصولو د اغېز او همدارنګه د عصري علمي او رواني مفاهيمو د اقتباس په پایله کې رامنځته شوي او هره یوه يې د خلکو د فکري اړتیاوو د پوره کولو لپاره کوښښ کوي او د نهايي حقيقت او روحي سکون په لټه کې دي.[۵]
د مېجي د مرمت دوره (۱۸۶۸–۱۸۸۹ز) د شېن تو د تاریخ وروستۍ دوره ده، چې له شېن تو څخه د غیر مذهبي اهدافو لپاره کار اخیستل کېده. د جاپان ځينو مومنو او سخت دریځه کسانو هڅه کوله چې شېن تو د جاپان یوازینی رسمي دین کړي او ان هڅه یې کوله چې بودیزم په بشپړ ډول له منځه یوسي. په دې دوره کې د شېن تو دين زیارتونه پر دولتي ادارو بدل شول او د دولت تر مستقیم مدیریت لاندې راغلل. دغې نظام ته د «شېن تو دولت» نوم ورکړل شو او دا حالت د دويمې نړیوالې جګړې تر پايه روان و. وروسته د شېن تو دولتي مقام لغوه شو، خو د جاپاني نېشنلېزم او شېن تو ترمنځ زاړه ټپونه تر پورې ننه پاتې دي.[۶]
د نولسمې پېړۍ له وروستیو او د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې شېن تو دین د دولت د مشرانو په فکري او سیاسي جوړښت کې مهم ځای وموند او د امپراتور کورنۍ او ناسیونالیستي ایديالوژي یې د شېن تو له افکارو سره وتړله. په دې وخت کې زیارتونه د دولت تر سرپرستۍ لاندې راغلل او خلکو ته په زور او جدیت سره ویل کېدل چې امپراتور ته د یو الهي موجود په توګه درناوی وکړي. په همدې زمانه کې د نورو ادیانو پیروان تر یوې اندازې ناهیلي او څنډې ته شول او شېن تو د جاپان مهم او حاکم دین شو. کله چې جاپان په (۱۹۴۷ز) کال کې په رسمي ډول سیکولريزم اعلان کړ، د دولت شېن تویي نظام پای ته ورسېده او د امپراتور الهی مقام لغوه شو.[۷]
دوام لري…
مخکنئ برخه
سرچینې:
[۱]. جان ناس، تاریخ جامع ادیان، ژباړه: علي اصغر حکمت، درېیم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د فرانکلین خپرندویې موسسې په همکارۍ، مخ ۲۸۶.
[۲]. د دې موضوع تفصیل به، إنشاءالله، په راتلونکې برخه کې په پراخ ډول وڅېړل شي.
[۳]. د جامعه او فرهنګ ملل تخصصي پایگاه، د مقالې عنوان: «د شېنتو دین د سیاسي ایډیولوژۍ په توګه»، د خپرېدو کال: ۱۴۰۲ هـ ق.
[۴]. د دائرة المعارف طهور وېبپاڼه، د مقالې عنوان: «اخلاقیاتِ دینِ شینتویی».
[۵]. جان ناس، تاریخ جامع ادیان، ژباړه: علي اصغر حکمت، درېیم چاپ، ۱۳۵۴ هـ ش، د فرانکلین د خپرندویې موسسې په همکارۍ، مخ ۲۸۴.
[۶]. هژبري، محمدعلي، مقاله: «قوانین مذهبی ژاپن»، خپور شوی د جامعه او فرهنگ ملل تحلیلي پایگاه کې، ۱۴۰۱ هـ ش.
[۷]. د ساونوې تریب وېبپاڼه، مقاله: «د جاپان دین»، ۱۴۰۴ هـ ش.
